لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان پخپله خاوره دحقاني شبکې دشتون اعتراف کړی


دبهرنیو چارو وزیر ویلي حقاني شبکه پاکستان کې دومره منظمه نه ده څومره چې امریکا فکر کوي
دبهرنیو چارو وزیر ویلي حقاني شبکه پاکستان کې دومره منظمه نه ده څومره چې امریکا فکر کوي

پاکستان منلې چې حقاني شبکه یې په هیواد کې وجود لري خو دومره منظمه نه ده څومره چې امریکا فکر کوي.

په عین حال کې دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا دپاکستان په ضد دڅرګندونو اؤ د پوځي مرستو ځنډولو نه وروسته په پاکستان کې مخالفو سیاسي ګوندونو په دغه معامله دپارلیمان دګډې غونډې رابللو غوښتنه کړې ده.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي خواجه اصف یو شخصي ټي وي سره په خبرو کې ویلي دي چې په پاکستان تر ټولو لویې تور همدا دی چې دلته دحقاني‌ ترهګره شبکه موجود ده اؤ پاکستان دا تورونه په بشپړ ډول نه ردوي .

خو هغه دا هم وویل چې “په قبائیلي سیمو کې دشوؤ عملیاتو نتیجه کې حقاني شبکه ماته کړل شوې اؤ اوس هغوئ دومره منظم نه دي څومره چې امریکا فکر کوي”

دبهرنیو چارو وزیر وویل په پاکستان کې طالبان اؤ دحقاني شبکې جنګیالي زیاتره دپټیدو دپاره د افغان کډوالو کیمپونو څخه استفاده کوي.

امریکا روانه اوونۍ کې په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې تړلي دي اؤ تور یې لګولی چې پاکستان پخپله خاوره کې هاغه ترهګر پاللي چې افغانستان کې په امریکایي اؤ افغان ځواکونو بریدونه کوي.

دامریکا ددفاع وزیر جیم میټس تیره ورځ خبریالانو ته ویلي چې که چرې پاکستان پخپله خاوره دترهګرو ډلو په ضد دقناعت وړ ګامونه واخلي نو امریکا به ورته مرستې بیا بحال کړي.

خو دپاکستان پوځ دریځ خپل کړی چې دمرستو نه ورته خپل عزت ګران دی اؤ دامریکا له مرستو پرته هم پوځ ښه مضبوط دی.

دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر ښاغلي خورشید شاه دحکومت نه غوښتنه کړې چې دامریکا اؤ پاکستان ترمینځ داړیکو په تاوژنیدو باید دپارلیمان ګډه غونډه راوبلل شي اؤ په دې مسله دې دپارلیمان دغړو نه صلاح واخستل شي.

له دې وړاندې روانه اوونۍ کې دپاکستان دسلامتیا په هکله دپارلیماني کمټې یوه غونډه کې هم دامریکا اؤ پاکستان په تاوژنو اړیکو بحث شوی ؤ .

په دغه غونډه کې پریکړه شوې وه چې په راتلونکې غونډه کې به دپوځ اؤ استخباراتو مشران هم راغوښتل کیږي ترڅو معلومه شي چې دامریکا اؤ پاکستان اړیکو داړیکو خرابیدو نقصانات څه دي اؤ په کومه طریقه پاکستان کولی شي له دې مرحلې په بریالیتوب اوځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG