لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور: زموږ احتجاج څرګنده کړه چې پښتانه ترهګر نه، ترهګرۍ ځپلي دي


د پښتون لاریون مخکښ وزیرستانی ځوان منظور پښتین
د پښتون لاریون مخکښ وزیرستانی ځوان منظور پښتین

د پښتون لاریون سرلاری منظور پښتین وایي، احتجاج یې لویه ګټه دا وکړه، چې خلکو ته یې د پښتنو اصل څېره څرګنده کړه او نړۍ ته یې وښوول، چې پښتانه ترهګر نه بلکې ترهګرۍ ځپلي دي.

ښاغلي پښتین د وي.او.اې ډیوه خبریال عدنان بېټني ته په مرکه کې ویلي، د احتجاج په وخت یې چې کومو پاکستاني چارواکو ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې، ټولو مثبت ځواب ورکړ او د تر سره کولو ژمنې یې ورسره وکړې.

"زه هیله من یم چې غوښتنې به مو عملي شي، ځکه چې زموږ سوچ او فکر مثبت دی، خو که عملي نه شي یوه میاشت وروسته به بیا پښتنو ته [د لاریون] پیغام ورکوو"

پښتین وایي د دوی احتجاج دا خبره درواغ ثابته کړه، چې وایي پښتانه اتفاق نه لري. وایي له ډېرې مودې وروسته پښتنو د خپلو حقونو لپاره ږغ پورته کړ او یوولس ورځې یې په سوله ییز ډول احتجاجي ناسته وکړه:

"پښتنو په لاریون کې زموږ ډېر زیات ملاتړ وکړ. له کوټې تر ږوب، وزیرستان، بنو، کوهاټ، نورنګ، لکي مروت، کرک، پېښور، مردان، چارسده، سوابۍ، سوات او تر کراچۍ پورې د هر ځای پښتنو زموږ ملاتړ وکړ، چې ټول مظلوم ولس یې مننه کوي. ډېر کم شمېر غیرپښتنو هم د انسانیت په خاطر زموږ ملاتړ وکړ، چې کورودانی یې وایو"

منظور پښتین له خپلو ملګرو سره وړمه ورځ له اسلام اباده ډېره اسماعیل خان ته لاړ او نن د دوشنبې په ورځ خپلې سیمې جنوبي وزیرستان ته ستون شوی دی. هغه پر خپل فېسبوک لیکلي، چې ډېره اسماعیل خان ته به ژر را ستون شي او خپله نوې تګلاره به اعلان کړي:

"په کوټه، پېښور او واڼه کې به درې څلور ورځې وروسته جلسې اعلان کړو، خو ګورو چې هلته انتظامات څنګه کنټرول کېدای شي، د جلسو نېټې به وروسته اعلانوو".

د وزیرستان دغه ځوان رهبر وایي، د دوی د غوښتنو پر عملي کېدو څه نه څه کار پیل شوی دی، چې وایي په دې لړ کې بې درکه شوي کسان خپلو کورونو ته ستنېږي او له وزیرستانه د ماینونو پاکېدل هم پیل شوي دي.

منظور پښتین وایي د احتجاج په نتیجه کې حکومت ته وړاندې شوې پینځه غوښتنې چې یې حل شي، تر هغه وروسته هم د پښتنو متحد ساتلو ته ډېره اړتیا ده او دوی به په دې برخه کې خپلې هلې ځلې روانې ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG