لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د زياتې ګرمۍ په ورځو کې د مړينو کچه دوه چنده سېوا شوې ده


په کراچۍ کې د خېبرښېګړې اداره (ايدهي فاونډېشن) وايي، په تيرو پينځو ورځو کې د ايدهي سردخانو يا مرده خانو ته ‏‎423‎‏ مړي ور وړل شوي دي او دا ‏شمېره د عامو ورځو په حساب دوه چنده سېوا ده. د موسمیاتو محکمه وايي، په کراچۍ کې د تودوخې يا ګرمۍ کچه ډېره زیاته شوې او د ‏‎40‎‏ درجه سنټي ‏ګرېډه پوره رسېدلې ده.‏

د سيند صوبايي حکومت د ګرمۍ له امله د مړو شمېرې نه دي شريکې کړي خو د خېر ښېګړې ادارو ويلي، زيات مړي د ګرمۍ زياتېدو سره او زيات د ‏بجلۍ د لوډشيډنګ سره مخ سيمو څخه ور وړل شوي دي.‏

‏ د ايدهي فاونډېشن مشر فېصل ايدهي ځايي مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، د دوی سره په مرده خانو کې د مړو اېښودو ځای کم شوی دی. هغه ويلي، ‏زيات مړي د کراچۍ د هغو علاقو څخه ور وړل شوي چرته چې زیات لوډشيډنګ کيږي يا بجلي نه وي.‏

په کراچۍ کې د بجلۍ د لوډشيډنګ په اړه په تيرو څو ورځو کې د سيند صوبايي حکومت وزيرانو په اسمبلۍ کې هم غږ پورته کړی چې خلک د بجلۍ د ‏نشتوالي د ستونزو سره مخ دي.‏

د کراچۍ په ځينو علاقو کې په ‏‎24‎‏ ساعتونو کې د ‏‎14‎‏ ساعتونو پورې د بجلۍ لوډشيډنګ کيږي. خو په کراچۍ کې د بجلۍ محکمه (کی الېکټرک) وايي، ‏يو د ګرمۍ سېوا کېدو سره د بجلۍ طلب سېوا شوی او بل، محکمه په هغو علاقو کې زیات لوډشيډنګ کوي چرته چې د بجلۍ غلا زياته کيږي.‏

د ایدهي فاونډېشن يو مشر امين وي او اې ډيوه ته وويل، دوی ته چې څومره مړي راوړل شوي، نه شي ويلی چې دا ټول د ګرمۍ له لاسه مړه شوي خو د ‏ګرمۍ سېوا کېدو سره د مړو شمېره دوه چنده سېوا شوې ده.‏

د بلې خېراتي ادارې چهيپا وياند شاهد حسېن وي او اې ډيوه ته وويل، د دوی مرده خانې ته په تيرو دوه ورځو کې ‏‎14‎‏ نامعلومه مړي ور وړل شوي دي.‏

په کراچۍ کې د موسمياتو د محکمې مشر سردار سرفراز وي او اې ډیوه ته وويل، د تېرو درېو ورځو راهسې په کراچۍ کې د تودوخې سخته څپه روانه ده، ‏که څه هم نن په ‏‎25‎م جون دا څپه ختميږي خو د روانې مياشتې په پاتې نورو ورځو کې به هم د تودوخې کچه د ‏‎39‎‏ درجې سنټي ګرېډه پورې رسي.‏

هغه وويل، په ټول ملک کې وچکالي ده فوري د بارانونو امکان نشته ځای په ځای امکان لري چې بارانونه وشي خو فوري د بارانونو د لړۍ امکان نشته.‏

هغه وويل، د موسمياتو محکمه وخت په وخت خلکو ته د پوهاوي پېغامونه ورکوي چې په ځانګړي ډول د غرمې د ‏‎11‎‏ بجو نه تر مازيګر څلورو بجو پورې ‏په غرمو د غېر ضروري ګرځېدو څخه ډډه وکړي.‏

ډاکټر منصور الفت وايي، د تودوخې کچه سېوا کېدل ماشومان ډېر اغېزمنوي.‏

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د تودوخې د کچې سېوا کېدو سره په بدن کې د اوبو کمی جوړيږي او ماشومان زيات اغېزمنوي ځکه په ډېره ‏ګرمۍ کې د ماشومانو زيات خيال ساتل پکار دي او عام خلک بايد د اوبو څښل زيات کړي، د سختو او ګرمو خوراکونو څخه ډډه وکړي.‏

هغه وويل، په تود موسم کې د قی دست او ماشو څخه د بېلابيلو ناروغو لګېدو امکانات زيات وي ځکه په دغو برخو کې زيات احتياط کول پکار دي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG