لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شانګله کې په پوليس چوکۍ وسله وال بريد شوی


د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلعه کې د پوليسو په چوکۍ وسله وال بريد شوی، د يو پوليس اهلکار په ګډون پکې دوه تنه ژوبل شوي دي.

د شانګلې ضلعې د الوچ تاڼې پوليس مشر [اېس اېچ او] بخت زېب وي او اې ډیوه ته وويل، دا بريد تېره شپه د ټووا په نوم چوکۍ باندې شوی دی.

هغه وويل، ګڼ وسله وال چې کره شمېره یې نه ده معلومه خو د شپې خواوشا نهې بجې راغلي، په چوکۍ یې ناتاره ډزې کړي دي.

د نوموړي په خبره، وسله والو خواوشا د 100 نه زياتې ډزې کړي او د پولیسو په ځوابي ډزو کې بيا ځنګل پله تښتېدلي دي، خو په ډزو کې د پوليس يو اهلکار او بل مېلمه ژوبل شوي دي.

په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې، خو پولیس افسر وویل، په شانګله د تحریک طالبان پاکستان لخوا ګواښونه کیږي.

په 16م دسمبر شانګله کې په يو وسله وال بريد کې د يو تاڼدار په ګډون دوه پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو.

له دغې وړاندې په 14م دسمبر هم د شانګلې ضلعې د چوګا تاڼې په مسلم کنډاو نومې علاقه کې په يوه پوليس پوسته وسله وال برید شوی، دوه پوليس پکې ژوبل شوي وو.

هغه وخت ويل شوي وو، چې وسله والو د ځان سره يو ځايي تن هم تښتولی او وژلی یې وو.

په شانګله ضلعه کې ځايي خلک وايي، ځای په ځای وسله وال او فعاليتونه یې ليدل شوي دي.

پوليس وايي، چمتو دي چې په علاقه کې د ناامنۍ مخه ونيسي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG