د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په حماس الزام ولګولو چې په غزه کې د ډز بندۍ د معاهدې د ځینو برخو نه په شا کېږي او ويې وېل کابینه به يې تر هغې پورې د امن معاهده د منظورولو دپاره غونډه نه کوي ترڅو چې فلسطیني مسلح ډله د لوظنامې ټولې برخې نه مني.
د نېټن یاهو د دفتر نه جاري شوي بیان کې وویل حماس کوښښ کوي چې په اخېري وخت کې مراعات ترلاسه کړي.
د اسرایل او د حماس ترمنځ د ډز بندۍ د ګڼو مرحلو معاهده د تېرو څو میاشتو د مذاکراتو وروسته د شورو، چهارشنبې، په ورځ اعلان کړی شوه او که په مکمله توګه منظوره شوه نو د اتوار، يکشنبې، د ورځ نه به پې عمل شروع شي.
د طبي امداد فلسطیني چارواکو وویل اسرایلي ځواکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په غزه کې ګڼ شمېر خونړۍ حملې وکړې.
د ملګرو ملتونو ادارو ویلي غزه ته انساني امداد زیاتولو دپاره تیار دي. د ملګرو ملتونو ترمخه، د غزه د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ څخه یو اشاریه نهه مېلین خلک بې ځایه شوي دي او د فلسطیني سیمې ۹۲ فیصد کورونه تباه شوي دي.
د اسرایل صدر اېزک هرزوګ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د معاهدې د اعلانېدو وروسته د دې د ملاتړ اعلان وکړو.
د اسرایل په حکومت کې د معاهدې په لویو مخالفینو کې د خرانې وزیر بېزلېل سماټرېک شامل دی. سماټرېک معاهده د اسرایلي ریاست د قومي سلامتیا دپاره خرابه او خطرناکه بللې ده.
د امن معاهدې په وړمبۍ مرحله کې به د ۴۲ ورځو ډز بندي کېږي، حماس به ۳۳ یرغمالان ازادوي، اسرایل به فلسطیني قېدیان ازادوي، اسرایلي ځواکونه به د غزه نه مرحله وار انخلا کوي او غزه ته به انساني امداد زیاتول کېږي.
په وړمبي پړوا کې به د دویمې مرحلې په تفصلاتو غور کولی شي چې په کې مستقل ډول جنګ بندي، د باقې پاتې یرغمالانو ازادي او د غزه څخه د اسرایلي ځواکونو مکمله انخلا شامله ده.
په اخېرۍ مرحله کې د غزه بیا ابادول او سیمې د انتظام او د امنیت نوی چوکاټ شامل دی.
په غزه کې جنګ کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شو. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان ووژل شوو او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال ونیول. تر ۱۰۰ پورې یرغمالان د حماس په ولکه کې ګڼل کېږي او وېل کېږي چې د یرغمالانو دریمه برخه مړه یا وژل شوي دي.
د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې جنګ شروع کړو چې د غزه د صحت وزارت وايي په کې د ۴۶۷۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.
د یرغمالانو کورنیو په یو بیان کې د ډز بندۍ د معاهدې هرکلی وکړو. یو امریکايي چارواکي وویل دوه امریکایان چې په یرغمالانو کې شامل دي، په وړمبي پړاو کې په ازاد کړی شي.
د امریکې صدر جوبایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د اسرایل او د حماس د ډزبندۍ د معاهدې اعلان وکړو او ويې وېل په غزه کې به جنګ ودرېږي او یرغمالان به زر خپلو کورونو ته خپلو خاندانونو ته ستانه شي.
بایډن خپل جانشین ډانلډ ټرمپ نه وغوښتل چې معاهده نافذ کړي. د بایډن د صدارت مېعاد د جنورۍ په ۲۰ نېټه سره ته رسېږي. ټرمپ به هم په دغه نېټه د صدارت سوګند پورته کړي.
ټرمپ د سوشل ميډیا په خپله وېب پاڼه ټروټ سوشل په غزه کې د ډزبندۍ په معاهده د خوشحالۍ اظهار وکړو او ويې وېل د هغه حکومت به دا معاهده نوره پراخوي او د عرب ملکونو او د اسرایل تعلقات قایمولو دپاره به ابراهیمې لوظنامې وغځوي.
ټرمپ وویل د ډز بندۍ معاهده د نومبر په صدراتي انتخاب کې د هغه د تاریخي ګټې په نتیجه کې وشوه چې د هغه په قول ټولې دنیا ته يې ښکاره کړه چې حکومت به يې د ټولو امریکایانو او د
اتحادیانو تحفظ یقیني کولو دپاره به امن او مذاکرات غواړي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي
Forum