د پاکستان حکومت په پرله پسې ډول د دوهم ځل لپاره د پېټرولو او ډیزلو بیې لوړې کړې دي.
د سرکاري اعلامیې له مخې د پېټرولو په یو لیټر بیه کې 3 روپۍ او 47 پیسې او د های سپیډ ډیزلو قیمت کې 2 روپۍ او 63 پیسې اضافه شوې ده اؤ دا نوي نرخونه له بیګاه شپې څخه پځای شوي دي.
د دې زیاتوالي وروسته په پاکستان کې د پېټرولو یو لیټر 256 روپۍ او 13 پیسو، او د ډیزلو بیه 260 روپو او 95 پیسو ته رسېدلې ده.
تر دې څو ورځې وړاندې پاکستاني مطبوعاتو د نړیوال بازار د قیمتونو د لوړوالي له کبله د های سپیډ ډیزلو، پېټرولو، او د خاورو تېلو په قیمتونو کې د 6 روپیو پورې د زیاتوالي امکان ښودلی ؤ.
حکومت د نوي کال په پیل کې هم د پېټرولو بیه په یو لیټر کې 56 پیسې لوړه کړې وه، چې له دې وروسته یې قیمت 252 روپو او 66 پیسېو ته رسېدلی ؤ.
په پاکستان کې د تېرو څو کلونو راپدیخوا هر دوه اونۍ وروسته د تیلو نرخونو ته نوې کتنه کیږي اؤ نوي نرخونه یې ټاکل کیږي.
پېټرول په بنیادي توګه په شخصي ټرانسپورټ، کوچنیو موټرو، رکشو، او د دوو پایه ګانو په ګاډو کې کارول کېږي، چې دا نېغ په نېغه د منځنۍ اؤ ښکته طبقې پر بودیجه اغېزه کوي.
د پاکستان حکومت د پېټرولو او های سپیډ ډیزلو په هر لیټر نږدې 16 روپۍ مالیه اخلي، اؤ ددې سربېره د تېلو کمپنۍ او د هغوی پلورونکي د دواړو توکیو په هر لیټر نزدې 17 روپۍ د وېش او پلورلو په نوم ګټه ترلاسه کوي.
Forum