لاس رسیدونکی لینک

 
اسرائیل او حماس بالاخره د ډزبندۍ په معاملې باندې سلا شول
تازه خبر

اسرائیل او حماس بالاخره د ډزبندۍ په معاملې باندې سلا شول


امریکایي چارواکو او د مذاکراتو منځګړیو د شورو/چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې حماس او اسرائیل د یوې ډزبندۍ په سر اتفاق کړی چې نتیجه به یې د حماس ډلې لخوا د ځینو یرغمالانو آزادېدل وي.

په داسې حال کې چې د امریکا سنېټ د بهرنیو اړیکو په کمېټې کې خارجه وزارت ته د منتخب صدر ډونالډ ټرمپ لخوا د نومل شوي وزیر مارکو روبیو د تصدیق اورېدنه روانه وه، سنېټر جېم رېچ چې د دغې کمېټې مشر دی، په اول ځل د حماس او اسرائیل ترمنځ د هوکړې خبر اعلان کړ.

سنېټر رېچ چې دا خبر ورکولو، نو ټینګار یې وکړ چې د احتیاط نه دې کار واخېستل شي. هغه وویل: "وړاندې له دې چې مونږ ټول خوشحالي وکړو، واضحه ده چې مونږ ټولو ته به دا کتل وي چې دا لوظنامه څنګه عملي کیږي."

په کمیټه کې د دواړو ګوندونو سنېټرانو د دې خبر هرکلی وکړ. ډېموکرېټ سنېټر کرېس مورفي، سنېټر رېچ ته په ځواب کې وویل: "رښتیا چې دا ښه خبر دی."

د اسرائیل او حماس د دې لوظنامې ترمخه، ابتدائي ګامونه دا دي چې لوظنامه به په څو مرحلو یا پړاوونو کې عملي کیږي. درې امریکایي چارواکو د اېسوشیټډ پرس خبري ادارې ته تصدیق کړی چې "ځیني" یرغملان به آزاده شي.

دا یرغملان چې آزادیږي، حماس تندلارو هغه وخت نیولي و چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشتې حملې کې یې د اسرائیل نه تښتولي و. همدا راز د لوظنامې ترمخه، اسرائیل به یو شمېر فلسطیني زندانیان آزادوي.

اسرائیلي عسکر به په څو مرحلو کې د غزې پټۍ نه په شا کیږي، او ځیني فلسطینیان چې د جنګ له کبله بېځایه شوي و، هغو ته به کورونو ته د ستنېدو اجازت ورکړی شي. همدا راز فلسطیني عوامو ته به زیاتې مرستې پرېښودل شي.

اسرائیل او حماس څو څو ځله د ډزبندۍ او د یرغملانو د خلاصون په سر مذاکرات کړي دي، خو هر ځل به د ځینو دلایلو له امله مذاکرات ناکامه شول. دا ځل دوی په داسې حال کې په یوې لوظنامې سلا شوي چې امریکا کې د ګل/دوشنبې په ورځ نوی صدر ډانلډ ټرمپ سوګند پورته کوي. ټرمپ ټینګار کړی و چې د هغه د راتګ نه وړاندې باید په منځني ختیځ کې ډزبندي وشي.
همدا راز صدر بایډن چې د صدارت آخرې ورځې یې دي، ویلي و چې سخت کوښښ کوي په همدې ورځوکې د اسرائیل او حماس ترمنځ خبرې کامیابه شي او یرغمال کسان آزاد شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG