د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آي ایس پي آر) مشر لیفټیننټ جنرال احمد شریف نن یو خبری کانفرنس ته د وینا په وخت ویلي، په بلوچستان کې د جعفر ایکسپریس د برید تر شا، او له دې وړاندې چې کومې پېښې شوې دي، د هغوی اصلي مالي ملاتړ کوونکی زموږ ختیځ ګاونډی هېواد هندوستان دی"
جنرال احمد شریف اؤ د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي تور لګولی چې بلوچستان کې په جعفر ایکسپریس اور ګاډي د شوي برید تنظیونکي په افغانستان کې ناست وؤ. د افغان طالبانو حکومت د مخه د پاکستان لخوا دغه برید کې افغانستان ته د ګوتې نیول کېدو غندنه شوې اؤ واضحه کړې یې ده چې افغانستان ددې برید سره هیڅ تړاؤ نه لري.
هغه ادعا وکړه چې د هند رسنیو د دې پېښې په اړه پروپیګنډه کوله، زړې اؤ په اې آي جوړې شوې ویډیوګانې یې په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو خپرولې. د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي وویل، ترهګر پاکستان ثباته کول غواړي اؤ په بلوچستان کې کومه سیاسي ستونزه نشته ،دا سوچه ترهګري ده اؤ باید د ترهګرۍ په سترګه ورته وکتل شي.
تراوسه هندوستان د پاکستان د پوځ ویاند لخوا لګول شوي تازه تورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د دې وړاندې د پاکستان لخوا لګول شوي دغه شان تورونه یې در کړي او دا یې بې بنیاده ګرځولي.
د جمعې په ورځ د پوځ ویاند جنرال احمد شریف اؤ د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي په یو ګډ پریس کانفرنس کې رسنیو ته د اورګاډي د یرغملولو د پېښې اؤ وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا د ترسره شوؤ عملیاتو په اړه تفصیلات ورکړل.
ددې پریس کانفرنس په مهال پوځي ویاند ومنله چې د اور ګاډي پېښه کې کوم 26 کسان وژل شوي هغې کې 18 پوځي اؤ د ایف سي عسکر هم شامل دي. خو پوځي ویاند واضحه نه کړه چې ایا اوس هم د برید کوونکو سره یرغمل امنیتي سرتیري شته که نه ؟
د پوځي ویاند وینا وه چې، ترهګرو په یو سخته غرني سیمه کې پر جعفر ایکسپریس برید وکړ. اؤ د برید ځای ته رسېدل یو ډېر ګران کار و، خو امنیتي سرتېري د انجن له خوا ټرېن ته داخل شول.
د پاکستان پوځي ویاند وویل چې ترهګرو د مارچ په 11مه یرغمل شوي کسان د ژبني توپیر له مخې په یوه ډله کې پرېښودل. دا کار یې له یوې خوا د لوژستیکي وجوهاتو له مخې وکړ، ځکه چې دومره زیات کسان یې تر کنټرول لاندې نه شول ساتلی، او له بلې خوا یې غوښتل چې ځانونه د انسانیت دوستان وښيي.
نوموړي وویل، ترهګرو خپل یو شمېر ملګري د اورګاډي دننه پرېښودل، خو یوه لویه ډله غرونو ته خپلو پټنځایونو ته لاړه. کله چې امنیتي ځواکونو د هغوی ځایونه معلوم کړل، نو عملیات یې وکړل او ټول یې له منځه یوړل. دا لومړی ځل و چې داسې عملیات ترسره شول.
د پاکستان پوځ ویاند زیاته کړه، د دې ټولې ترهګرۍ پر مهال بریدګر د افغانستان دننه له خپلو مشرانو سره په تماس کې وو.
هغه وویل، د مارچ په 12مه سهار زموږ ځواکونو د سنایپر وسله والو په مټ ترهګر په نښه کړل، چې په نتیجه کې یرغمل شویو کسانو ته د تښتې موقعه پیدا شوه. امنیتي سرتېرو دغه کسان ژغورلي، خو د ترهګرو په ډزو کې ځینې یرغمل شوي کسان وژل شوي شوي چې شمیره یې 26 ده اؤ په دې کې د اتلسو کسانو تعلق د پوځ اؤ ایف سي سره ؤ.
ویاند زیاته کړه، د مارچ په 12مه غرمه د اسپېشل سروسز ګروپ (SSG) ضرار کمپنۍ د عملیاتو مشري په لاس کې واخیسته.
هغه وایي ،دوی د سنایپرو په مرسته هغه ځانمرګي بریدګر په نښه کړل، چې د یرغمل شویو کسانو ترمنځ یې ځانونه پټ کړي وو. کله چې دغه بریدګر ووژل شول، نو یرغمل شویو کسانو ته یو ځل بیا د تېښتې موقع په لاس ورغله، او هغوی له ترهګرو ځانونه خلاص کړل او بېلابېلو لورو ته وتښتېدل.
هغه وویل، دا د ترهګرۍ یوه بله پېښه ده چې ريښې یې ګاونډي هېواد افغانستان ته غځېدلې وې. د نوموړي په وینا دا د یو روان عمل برخه ده، ځکه چې دلته کومې ډلې راځي، پکې افغاني کسان شامل وي، او دلته چې کوم ځانمرګي بریدګر راځي، هغوی هم افغانان وي.
لیفټیننټ جنرل احمد شریف چودري په سکرین ځېنې عکسونه هم خبریالانو ته وښودل او ویې ویل، "په تازه عملیاتو کې وژل شوی بهرنی ترهګر، بدرالدین، د افغانستان د بادغیس ولایت د مرستیال والي زوی و. همداراز، یو بل بهرنی ترهګر، میجب الرحمان، د افغانستان د پوځ د یو بټالین قومندان و، خو پاکستان کې یې ترهګري کوله.
هغه زیاته کړه، "همدا شان، د بنو په وروستۍ ترهګریزه پېښه کې هم افغان ترهګر شامل وو. د دغو ترهګرو سره چې کومې وسلې نیول شوې، هغه هم له افغانستانه راوړل شوې وې. د نووړي په وینا،خو په بلوچستان کې د جعفر ایکسپریس د برید تر شا، او له دې وړاندې چې کومې پېښې شوې دي، د هغوی اصلي مالي ملاتړ کوونکی زموږ ختیځ ګاونډی هېواد دی"
د آي ایس پي آر مشر وویل، دا پېښه په یوه غرني سیمه کې وشوه، چیرې چې د موبایل سیګنلونه هم کار نه کوي. د پېښې نژدې د ایف سي یوه پوسته هم وه. لومړني معلومات ښیي چې درې ایف سي سرتېري پکې وژل شوي .
د پوځ ویاند وویل، ترهګرو ښځینه مسافرې په ټرېن کې ساتلې وې او نور کسان یې بهر ایستلي وو. د برید پر مهال، د هندي رسنیو له خوا پراخه پروپیګنډه کېده او حتی د مصنوعي انټیلیجنس له لارې غلط معلومات خپرېدل.
هغه وویل، دا ترهګر نه د بلوڅانو سره تعلق لري، نه د پاکستان سره، بلکې دا انسانیت ته هم ژمن نه دي.
جنرال شریف وویل،د مارچ په 12مه سهار امنیتي ځواکونو عملیات وکړل. ترهګر په څو ډلو وېشل شوي وو، او ځینې یې ځانمرګي بریدګر هم لرل. ضرار کمپنۍ د دې ځانمرګو حمله کوونکو سره مقابله وکړه او د هغوی پټنځایونه یې له منځه یوړل.
لیفټیننټ جنرال احمد شریف وویل، په عملیاتو کې یرغمل شوي کسان خوندي وساتل شول. ترهګرو د عملیاتو له پیل مخکې ځینې یرغمالیان وژلي وو، خو د عملیاتو پر مهال هیچا ته زیان ونه رسېد. امنیتي ځواکونو یرغمل شوي مسافر خوندي انتقال کړل.
د آي ایس پي آر مشر تور ولګولو چې د جعفر ایکسپریس برید سره د افغانستان ارتباط ثابت شوی. هغه ادعا وکړه چې هندي رسنیو په اور ګاډی د شوي برید په مهال د معلوماتي جګړې پرمخ د بوتللو دنده ترسره کوله.
Forum