لاس رسیدونکی لینک

 
وزیراعظم شهباز شریف په ترهګرۍ د قابو موندلو لپاره د ټول ګوندیز کانفرنس رابللو اعلان کړی
تازه خبر

وزیراعظم شهباز شریف په ترهګرۍ د قابو موندلو لپاره د ټول ګوندیز کانفرنس رابللو اعلان کړی


په بلوچستان کې په جعفر اېکسپریس رېل ګاډي باندې شوي برید اؤ له هغې وروسته د ژغورنې عملیاتو کې پوځ او بلوڅ بېلتون پاله وسله والې ډلې بي اېل یو بل ته د درنو ځاني زیانونو اړولو دعوې کړي.

له دغه برید وروسته وزیراعظم شهباز شریف یو ځل بیا د ترهګرۍ قابو کولو لپاره د ټول ګوندیز کانفرنس رابللو اعلان کړی دی.

شهباز شریف د ټول ګوند کانفرنس رابللو دا اعلان په داسې وخت کې کړی چې تېره شپه تحریک طالبان پاکستان پخپله یوه اعلامیه کې د پاکستاني ځواکونو په ضد د الخندق په نوم د پسرلنۍ جګړې پېلولو اعلان کړی دی .

ټي ټي پي ویلي چې په عصري وسلو سمبال د دوي جنګیالي اؤ ځانمرګي به د پاکستان امنیتي سرتیري،عسکري تنصیبات اؤ پوستې په نښه کړي.

څېړونکي وايي، چې د بلوچستان لانجه زړې ریښې لري، او د دې حل کله هم پوځي عملیات نه دي پاتې شوي، خو دا هم ضروري ده، چې سیاسي طاقتونه هره پرېکړه کوي، باید عملي شي.

د حکومت له اعلان وروسته، د مخالفو ګوندونو ایتلاف هم په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ قابو کولو لپاره د ټول ګوندیز کانفرنس د رابللو اعلان کړی. خو دوی د حکومت پر ضد تورونه هم لګولي، چې واک ته د رسېدو لپاره یې په ټګۍ انتخابات ګټلي، خو د ترهګرۍ د مخنیوي توان نه لري.

بلخوا، د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، چې حکومت به مخالفو ګوندونو، په ځانګړې توګه پاکستان تحریک انصاف ته، دې ټول ګوندیز کانفرنس کې د ګډون بلنه ورکړي.

څېړونکی اؤ خبریال محمود جان بابر وایي څو کاله وړاندې هم د ترهګرۍ خلاف د ورته ټول ګوندیز کانفرنس له لارې "نیشنل ایکشن پلان" یا قامي تګلاره اعلان شوې وه، خو بیا پرې عمل نه دی شوی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وايي په نیشنل ایکشن پلان د عمل نه کېدو وجه دا وه، چې په پاکستان کې داسې سیاسي ګوندونه شته، چې د دې قامي تګلارې مخالفت یې کاوه. اوس که په بلوچستان کې موجود سیاسي ګوندونه د حکومت سره پر یو څه سلا کېږي، نو هغوی ته به هم ستونزې جوړې شي.

حکومت په بلوچستان کې په جعفر اېکسپریس اور ګاډي له شوي برید وروسته د ټول ګوندیز کانفرنس رابللو خبره کړې، خو څېړونکي وايي، چې د پاکستان له جوړېدو سمدستي وروسته په بلوچستان کې د پوځي عملیاتو لړۍ پیل شوې ده، خو دا مسله لا هم حل نه شوه.

د څېړونکو په اند په بلوچستان صوبه کې امن یوازې د خبرو له لارې راتلای شي.

سیاستوال عاصم سجاد اختر ډیوه ته وایي،دا یو حقیقت دی، چې د بلوچستان مسله سیاسي ده، خو حکومت تل د دې د پوځي عملیاتو له لارې د حل کولو هڅه کړې ده.

هغه وایي کله چې یوه لویه ترهګریزه پېښه وشي، حکومت د مذاکراتو اعلان کوي، خو وروسته بیا هېڅ هم نه کېږي.

د نوموړي په وینا که پاکستان غواړي، چې بلوڅ ځوانان دې وسلې پر ځمکه کېږدي، نو بیا حکومت ته پکار ده، چې د هغوی غږ واوري او غوښتنې یې ومني.

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر مسله د ټول ګوندیز کانفرنس اعلان په داسې مهال کړی، چې رپورټونه ښيي په پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو په زیاتوالي کې دا ځل د امنیتي ادارو سرتېري تر ټولو زیات په نښه شوي دي.

د پوځ ویاند هم تېره ورځ په خبري کانفرنس کې ویلي وو، چې د تېر کال راهیسې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ۵۶۳ پوځیان او ۱۲۵۰ ترهګر وژل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG