د افغانستان د پولې تر څنګ "د پاکستان د بلوچستان ایالت نه نیول شوی" او امریکا ته سپارل شوی د داعش مشکوک غړی شریف الله د امریکا ورجینیا ایالت کې عدالت ته وړاندې کړل شوی دی.
عدالت ته د هغه دا وړاندې کېدنه ابتدایي وه اؤ ټاکل شوې ده چې تفصیلي اورېدنه به یې د دوشنبې- ګل په ورځ ترسره شي.
د داعش نیول شوي غړي شریف الله عدالت ته د وړاندې کېدو پر مهال د قاضي سره د خبرو لپاره د ژباړن یا مترجم خدمات هم وغوښتل.
د امریکا د انصاف وزارت وایي، شریف الله نه یوازې د کابل برید کې لاس لرل منلي اؤ بریدګر ته یې د تېښتې په برابرولو اعتراف کړی، بلکې د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د ماسکو ښاروالۍ په ودانۍ شوي برید کې د لاس لرلو اقرار یې هم کړی دی.
د امریکا وفاقي عدالت ته د وړاندې کېدو پر مهال، شریف الله د دري ژبې د مترجم خدمات ترلاسه کړل. د هغه مدافع وکیل عدالت ته وویل چې شریف الله هیڅ مالي شتمنۍ نه لري، نو د امریکا د انصاف د نظام له مخې هغه ته د صفایۍ وکیل ورکول ضروري دی.
د افغانستان شهري محمد شریف الله د مارچ په پینځمه نېټه د ورجینیا وفاقي عدالت کې د قاضي ویلیم پورټر مخې ته وړاندې شو.
د محکمې پر مهال هغه ته د زندان شنې جامې ورکړل شوې وې. امریکايي چارواکي وایي، شریف الله د کابل برید کې د لاس لرلو په تور نیول شویو دوو کسانو کې یو دی.
د لسو دقیقو لپاره د شوې ابتداییه اورېدنې پر مهال شریف الله ته وویل شول، که تورونه پرې ثابت شي، نو د عمري بند سزا به ورکړل شي.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن د کانګرس مشترکه غونډې ته تقریر کې ویلي وؤ په کال ۲۰۲۱ کې په کابل کې په امریکايي ځواکونو د داعش د ځانمرګي حملې ذمه وار تن په پاکستان کې نیول شوی دی. ټرمپ د ګرفتار تن نوم هغه مهال نه ؤڅرګند کړی.
وروستو د امریکې د انصاف وزارت وویل د پاکستاني ځواکونو په مټ د بلوچستان څخه نیول شوي ترهګر شریف الله خپل جرم منلی اؤ د کابل په هوایي ډکر برید کې د ککړو څلورو ملزمانو څخه یې د دوؤ پېژندنه کړې ده.
د انصاف د وزارت له مخې، په پاکستان کې د داعش خراسان ډلې نیول شوي وسله وال محمد شریف الله منلي چې د روس سرښار ماسکو کې په حمله کې ککړو ځینو وسله والو ته يې د کلاشنکوف د استعمالولو چل ښودلی و.
د امریکې ددفاع وزیر پیټ هیګست پخپل یو بیان کې ویلي د امریکې سینټ کام د پاکستان سره معلومات شریک کړي وؤ اؤ "زمونږ په اطلاع پاکستاني ځواکونو دغه ترهګر ونیولو چې مونږ په دې د پاکستان منندویه یو"
د کابل د هوايي مېدان د ابي ګېټ (دروازې) خوا ته په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکایان او تر ۱۷۰ پورې افغانان وژل شوي او ۱۵۰ نور کسان زخمیان شوي وو.
دغه حمله د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په وخت، د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۶مه شوې او داعش يې ذمه واري منلې.
څېړونکي او خبریال فخرکاکاخېل د وي او ای ډیوه خبریال افتخار حسین سره مرکه کې وویل شریف الله د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کې د هغه ډلې ترڅنګ ونیول شو چې په ماسکو او د ایران په کرمان ښار کې حملو سره يې تړون لرلو.
د کاکاخېل په قول شریف الله په کال ۲۰۱۹ کې د افغانستان د پخواني حکومت استخباراتي ادارې نیولی و خو په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د کابل زندان د ماتېدو په نتیجه کې ازاد شو.
کاکاخېل وویل شریف الله په ماسکو کې د داعش د حملې ترڅنګ د ایران په کرمان ښار کې د ډلې په حمله کې ککړ و. د کال ۲۰۲۴ د جنورۍ په میاشت کې په کرمان کې په یو جلوس دوو بمي چاودنو کې د ۹۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.
Forum