د پاکستان پوځ ویلي په میانوالي ښار کې د هوايي پوځ په مرکز وسله والو د خالي - شنبې په سهار حمله کړې ده خو وایي امنیتي ځواکونو یې په موثره توګه مقابله کړې او دا حمله یې "ناکامه" کړې او په برید برخه لرونکي نهه واړه ترهګر یې وژلي دي.
ایي اېس پي ار پخپل بیان کې ویلي درې حمله کوونکي پوځي مرکز ته دننوتلو په مهال وژل شوي او نور محاصره کې اخستل شوي وؤ چې وروسته دامنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
د بیان ترمخه، په حمله کې دریو ناکاره جهازونو او د تیلو یو ټېنکر ته نقصان رسېدلی دی.
دپاکستاني طالبانو یوې ډلې تحریک جهاد پاکستان ددې برید ذمه واري پغاړه اخستې ده.
د پوځ بیان کې ویل شوي چې د ترهګرو پرضد عملیات سرته رسول شوي دي اؤ په هوایي بیس د ترهګرو له ناکامې حملې وروسته په خوا وشا سیمو کې هم د لټونې اؤ پاکونې عملیات شوې دي.
آی ایس پي ار ویلي دي چې حمله کې د پاکستان د هوایي ځواکونو عملیاتي اثاثو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی اؤ کومې درې الوتکې چې معمولي شان زیانمنې شوې دي هغه هم د چلند نه وې اؤ په میدان ودرول شوې وې.
د پنجاب په میانوالي ښار کې د هوايي پوځ په مرکز د حملې نه مخکې دپاکستان پوځ ویلي وو چې د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې ترهګرو سره د نښتې په مهال دوه پوځي عسکر وژل شوي اؤ ډيره اسماعیل خان سیمه کې په بمي چاودنه کې یو پوځي ژوند د لاسه ورکړی دی.
د جمعې په ورځ پوځ د بلوچستان ایالت په ګوادر ضلعه کې هم د وسله والو په یو برید کې د ۱۴ پاکستاني پوځيان د وژل کېدو پخلی کړی ؤ،
دا په یوه ورځ پوځ ته درېوؤ بیلابیلو پېښو کې اوښتی ستر ځاني زیان دی چې ۱۷ پوځيان پکې وژل شوي دي.
په تېره څه موده کې په پاکستان کې د یو شمېر حملو ذمه واري کالعدم تحریک طالبان پاکستان منلې.
Forum