په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ په يو بل د بېګاه شپې 12 بجو نه وروسته سپکې او درنې ډزې پېل شوي او دغه ډزې لا هم روانې دي.
امنيتي سرچينو وي او اې ډيوه ته نښته تاييد کړې او وايي په تازه نښتو کې درې د پاکستاني اېف سي ځواک عسکر ژوبل شوي دي، يو ځايي تن د ځان خوندي کولو په هڅه کې د زړې دورې له امله مړ شوى او دوه نور عام خلک ژوبل شوي دي.
ويل شوي ژوبل عسکر او دوه عام ژوبل شوي تنان لنډي کوتل کې روغتون ته وروړل شوي دي.
دغه سرچينې زياتوي افغان طالبانو 2:30 بجې شپې د پاکستان په ايوب پوسته باندې درنې ډزې کړي دي.
په تورخم د مالونو ډک ګاډى هم په ډزو لګېدلي او تورخم ځايي خلک وايي ډزې يو ځل بيا د سهار نه پس پيل شوي دي.
پاکستاني چارواکو او افغانستان کې واکمنو طالبانو په تورخم کې د ډزو په اړه لا په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
په تورخم کې تېرو لسو ورځو راهسې خپل وطن د اوښتو په تمه راغونډ شوي مسافر د ډزو له امله خوندي ځايونو ته منتقل کړى شوي او دې سره په تورخم کې د باچا مينې اوسېدونکي هم شپې ناوخته خپل کورونه پرېښودي او لواړګي کې خپلو خپلوانو کورونه ته ورغلي دي.
د تورخم باچا مينې يو ځايي اوسېدونکى وحيد خان وى او اې ډيوه ته وايي ډزې بېګاه شپې ناوخته شورو شوې او دا پته ونه لګېده چې کومې خواه نه اول پېل شوې خو دواړو غاړو سختې درنې ډزې په يو بل وشولې او په خلکو کې سخته ويره خوره شوه.
هغه وايي تېرو څو ورځو راهسې د پولې د تړل کېدو له کبله په سلګونو شمېر کې افغان مسافر چې ښځې او ماشومان هم ورسره وو په جوماتونو او نزدې کورونو کې ځايي خلکو سره پراته وو.
پرون مارچ په دويمه په تورخم صفرى نکته کې د پاکستان پوځ او اېف سي ځواک لوړ پوړو چارواکو او افغان طالبانو ترمنځ د پولې د پرانستلو په اړه ناسته شوې وه.
امنيتي سرچينې وايي په دې ناسته کې دواړو خواو له اړخه تود بحث وشو او په يو بل یې نيوکې وکړې.
دغه سرچينې زياتوي د افغان طالبانو مشري د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفى کوله او ورسره د تورخم کميسار عبدالجبار حکمت، مولوي مطيع الله او فضل هادي احمد هم ګډون کولو.
پاکستان له خوا لېفټننټ کرنل وقاص، مېجر ديان او مېجر حماد په دې خبرو کې شامل وو.
افغان طالبانو په دې ناسته کې څلور غوښتنې کړې وې چې په کې د ناروغانو شمېره کې زياتوالى، د صادراتو او وارداتو ګاډو تګ راتګ شمېره 1200 ته رسول، د مسافرو شمېره زياتېدل او دې خبرې ضمانت غوښتى وو چې دغه پوله به بيا نه تړل کېږي.
دغه سرچينې وايي پاکستان له خواه ورته کرنل وقاص په واضحه ټکو کې وويل چې پوله به بې له څه شرطه پرانستل کېږي او دې سره به تورخم کرښه دواړو غاړو له خواه پوستو جوړولو نه بيلول کېږي.
د اېف سي ځواک چارواکو په دې ناسته کې افغان طالبانو ته واضحه کړه چې ناروغانو شمېره کې به زياتوالى نه راولي، د ګاډو شمېره به وخت سره زياتوالى راولي خو بايد افغان طالبان هم 24 ساعته خپلې ادارې په پوله فعالې کړي او د مسافرو شمېره کې به د ټرمينل جوړېدو سره سم سېوا والى راولي.
پاکستاني ځواکونو دا خبره هم په ډاګه کړه چې پاکستان به پوله نه تړي خو دا خبره د دواړو هېوادونو د اړيکو پورې تړلې ده.
هم پرون د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور او پېښور کې د طالبانو کونسل جنرل حافظ محب الله ليدلي، د تورخم پولې په مشکلاتو او نورو موضوعاتو غږېدلي او د پولې زر تر زره پرانستو يې ويلي وو.
تورخم دروازه د فرورى 21 نېټې راهسې د شپې 11 بجو راهسې وروسته له هغې وتړلى شوه چې ويل شوي، افغان طالبانو په ممنوعه ځاى کې ودانۍ يا تاسيسات کول.
د تورخم لارې د تړل کېدو د لاسه ګڼ مسافر او او د مالونو ډک ګاډي دواړو خواو ته له تېرو لسو ورځو راهسې رايسار شوي او اوښتو په تمه دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند د فرورى په 28مه د تورخم لارې د تړل کېدو په اړه خبريالانو سره د خبرو په وخت ويلي وو، دغه لار د افغان طالبانو له اړخه د يوې پوستې جوړېدو په غبرګون کې تړل شوې او دواړو خواو له اړخه يې د پرانستلو هڅې روانې دي.
(په دې خبر کې ځینې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي)
Forum