د خېبر پښتونخوا د ناکراره قبایلي ضلعې کورمې په بګن سيمه کې د نامالومه وسله والو له خوا د مرستو ګاډو په قافله شوي بريد کې د دوؤ امنيتي عسکرو په شمول 8 کسان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي.
د کورمې انتظامي چارواکي او ځايي خلک دغه پېښه تاييدوي او وايي، نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ د ټل سيمې څخه د 100 ګاډو قافلې کورمې ته تلو پلان جوړ شوى وو، بګن کې په قافله ډزې شوي، د يو عسکر د وژل کېدو او څلورو ولسي وګړو ژوبلېدو خبر ورکړل شوی دی.
په ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې د ډپټي کمشنر په قافله وسله والو برید کړی چې پکې ډپټي کمشنر جاوید الله مسید اؤ دوه د ایف سي ځواک عسکر سخت ژوبل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا حکومت وياند بېرسټر سېف دوه ورځې وړاندې رسنيو ته ويلي ؤ د لوظنامې ورووسته به د هر خالي شنبې په ورځ په ځمکنۍ لاره کانوايي تک او راتګ کوي
په معاهده کې وېل شوي چې که چېرې په یوه علاقه کې څه واقعه کېږي نو امن کمېټیانې به متحرک کېږي او یو بل فریق به څه جوابي ګام نه پورته کوي
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د تېرو 80 راهسې د ټل-پاړاچنار لاره په سيمه کې د پرله پسې نښتو له امله تړلې پرته ده. ځايي خلک وايي، د برنۍ کورمې پاړاچنار او نورو سيمو خلک د خوراکي توکيو او نورو څيزونو د کمي سره مخ شوي دي.
د پښتونخوا په ناکراره قبایلي ضلع کورمه کې مېشت عیسايي لږکي وایي، په سیمه کې فرقه ییزو شخړو د کرسمس د خوشحالیو له لمانځلو محرومه کړي او هیڅ تیارۍ یې ورته نه دي کړې. وایي په دې ورځو کې د خوراکي توکيو، لرګيو، ګېس او نورو شايانو له نشتوالي سره مخ دي. تفصیل د فرید شینواري په رپوټ کې:
د کورمې اوسېدونکی وکي مسیح ډیوه سره خبرو کې وایي، دا د دوي د خوشحالۍ مياشت ده او دا ځل په سیمه کې د کرسمس د نمانځلو هیڅ نښې نشته او نه دوي پيسې اؤ سامانونه لري
څېړونکي وايي له پاکستانه اوس هم ګڼ ځوانان په غېرقانوني توګه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته په کښتيو، ځمکنيو او غیرنیو لار روان دي. دوی وايي هر يو او دوه کال پس داسې پېښه مخې ته راځي چې په پکې دغه ځوانان مړه کېږي او دا د پاکستان د پاره يو لوی چيلنج دی. تفصیل د فريد شينواري په رپورټ کې کې:
د پاکستان بلوچستان صوبه او د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې تراوسه پورې د پوليو ضد څاڅکو کمپېن نه دی پيل شوی. پاکستان کې پرون د 16م دسمبر راهسې د 22م دسمبر پورې د پوليو ضد قامي کمپېن پيل کړل شوی دی.
په پېښور کې په آرمي پبلک سکول د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م په ترهګر برید کې ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي وو
ملکي او نړيوالو ادارو په خپلو رپورټونو کې ويلي په پاکستان کې د کم عمره جينکو د ودولو کچه لوړه ده او په دې کې وخت په وخت زياتوالی ليدل کېږي. د بشري او مېرمنو د حقونو فعالين وايي د هېواد د بېلابېلو برخو ترڅنګ په پښتونخوا کې هم د جينکو د کم عمرۍ ودونه زيات شوي دي. تفصیل د فريد شينواری په رپورټ کې:
په کورمه کې د شيعه او سني مسلمانانو د شخړې د هواري د پاره د جرګې مشران له تېرو څلورو ورځو راهیسې د دې سيمې په سفر دي. رپوټونه وايي د شيعه ډلې مشرانو جرګې ته د فېصلې واک ورکړی او غوښتنه يې کړې مخالفه ډله دې هم د سيمې د امن په خاطر جرګې ته د فېصلې واک ورکړي. تفصيل د فريد شينواري په رپوټ کې:
د افغانستان سره په پوله پرتې د کوزې کورمې ضلعې سياسي او مدني فعالانو په بګن، اوچت او مندوري کې خلکو ته د اوښتي مالي او ځاني زيان په اړه احتجاج کړی، دعوه یې کړې د نومبر په 22مه ځينې ترهګرو ډلو د دوی په بازار او کورونو يرغل کړی او د سيمې خلکو ته یې په غټه کچه تاوان اړولی دی.
په کورمې ضلعې کې د پرون راهسې د حکومتي جرګې وروسته په بېلابيلو سيمو کې ډزبندي شوې، چارواکي دعوه کوي د پرون راهسې په سيمه کې امن په ځای شوی، خو غټې لارې هم بندې دي.
د کورمې ضلعې مرستيال کمشنر ووویل د 21م نومبر راهسې تراوسه پورې 125 کسان مړه شوي او 180 پورې ژوبل شوي چې په 30 نه تر 40 بورې ژوبل تنان په بېلابېلو روغتونونو کې داخل دي
نور کتل