لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی


خېبرپښتونخوا کې د تشدد څخه ډکې توندروۍ ضد ادارې چارواکي وايي د پښتونخوا په بېلابيلو پوهنتونو او کالجونو کې يې د نشه يي توکيو په ضد کمپېن پېل کړی او د مخنيوي دپاره يې ګڼې حکومتي ادارې په ګډه کار کوي.

چارواکي وايي ګڼ شمېر ځوانان په نشو اخته شوي او د دې لعنت د مخنيوي د پاره ټولنې ته په ګډه کردار لوبول مهم دي.

په خېبرپښتونخوا کې د نشه يي توکيو د مخنيوي د پاره کارکونکو دولتي او غېردولتي ادارو په خپلو رپورټونو کې ويلي په پښتونخوا کې ځوانان په بېلابيلو نشو روږدي دي او شمېره کې يې وخت په وخت زياتوالی ليدل کېږي.

پښتونخوا کې د تشدد څخه ډکۍ توندروی ضد ادارې چارواکي وايي په هر يو کالج او پوهنتون کې به کميټي جوړېږي، د وينې نمونې به اخستل کېږي او په دې کارکې به د زياتره ادارو کردار وي.

د يادې ادارې يو چارواکی اکرام الله خان وايي، "داسې رپورټونه مونږ ته مېلاو شوي دي چې زده کونکي ډېر په نشو اخته دي او مونږ تعليم يافته ځوانان ځکه په هدف کړي چې هغه د نورو خلکو د پاره يو مثال وي".

هغه وويل، "مونږ کوشش کوو چې ډېر کار په پوهنتونونو او کالجونو باندې وکړو او دا اولنی پړاو تقريبا سر ته رسېدلی دی او په دويم پړاو کې به د ځوانانو وينې نمونې اخستل کيږي، او دې سره مونږ پوهنتونونو ته پروفارمه يا ليکل لېږلي دي او مونږ ته شمېره ترلاسه کېدل پيل شوي دي".

د خېبرپښتونخوا د لوړوزده کړو محکمې شمېرې ښيي په پښتونخوا کې ۳۴ پوهنتونونو کې څه ۲۵۰،۰۰۰ او په ۳۶۸ کالجونو کې ۲۸۰،۴۳۰ زده کونکي زده کړې ترسره کوي.

د پېښور په زرعي پوهنتون کې د نشه يي توکيو د مخنيوي په لړ کې راجوړې شوې يوې ورځنۍ دستورې ته پوهانو په خپلو ويناګانو کې وويل که ځوانان په نشو اخته کېدو نه ځانونه وساتي نو هم يې ژوند او هم يې صحت خوندي کېدی شي.

زرعي پوهنتون کې د نشه يي توکيو ضد ادارې مشر ډاکټر انور علي شاد وايي، "مونږ ځوانان نه په زور، نه جنګ او نه په بله طريقه ودرولی شو او په دې کې پوليس يو خپل کردار دی، پوځ خپل دې سرحدونو باندې او تجارت به ودروي خو دا شی په زور او بدمعاشی نه کيږي بلکه په تربيت کېدی شي".

هغه زياته کړه، "دا نن چې مونږ کومه غونډه وکړه نو مونږ ماشومانو ته دا وويل، چې ستاسو دښمنان به ډېر زيات وي خو دا ستاسو زمه واري ده او ته خو يوازې نه يې، ستا مور پلار، خويندې، وروڼه او ستا ټول نسل دی او که ته غرقېږې نو يو ته نه بلکې ټول قام غرقوې".

حکومتي ادارو په خپلو رپورټونو کې ويلي خېبرپښتونخوا او پاکستان نورو سيمو ته پوډر، ايس، چرس او زياتره نشه يي توکي د ګاونډي هېواد افغانستان نه د سرحدونو د لارې راوړلی کېږي.

زده کونکي وايي په پوهنتونونو کې ځوانانو ته پوهې ورکولو دپاره داسې پروګرامونه پکار دي چې نشه يي توکيو مخنيوی وکړی شي.

د زرعي پوهنتون زده کونکې خديجه خالد وايي، "که مونږ دې نه څومره هم ځان ساتلی شو نو پکار ده مونږ دې نه ځان وساتو او که مونږ وګورو نو يو اړخ نه هم دا مونږ ته ګټه نه راکوي بس يو لږ وخت د پاره مونږ ته خوشحالي راکړي او دا بيا زمونږ د پاره د ټول عمر بربادي جوړيږي که هغه سبق وي او که نور ژوند وي"

د ملګروملتونو د جرمونو او نشه يي توکيو څانګې په ۲۰۱۳ کال په يو رپورټ کې ويلي وو، په پښتونخوا کې ۱۱ فيصده خلک په نشو اخته دي او په ټول هيواد کې څلوېښت لکه (۴۰۰،۰۰۰۰) نه زيات خلک په بېلابيلو نشو کارولو روږدي دي. ‏

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG