د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربتوب پښتون ولسي جرګه کې د درېو ورځو راهسې بحثونه دوام لري، د جرګې انتظام کوونکي وايي، دا جرګه يوه بله ورځ غځول شوې او نن د ګل، دوشنبې په ورځ به پرېکړې اعلانوي.
ياده جرګه لومړی د درېو ورځو دپاره اعلان شوې او ويل شوي وو، په 26مه جنورۍ به پای ته رسي.
پښتون ولسي جرګه کې د بلوچستان صوبې د پښتنې سيمې څخه سياسي او قبايلي مشران او د ټولنې د هرې طبقې خلک ګډون کوي.
د جرګې مشري د پښتونخوا ملي ګوند نواب محمد آياز جوګېزی کوي، هغه وايي، "پاکستان کې د وړو قامونو حقونه تروړل کيږي، په سياست کې لاسوهنه کيږي، په عدالت کې لاسوهنه روانه ده، هر څه د پيسو له لارې کېږي، غريب ته انصاف او حق نه مېلاوېږي، د وطن ستونزې ورځ په ورځ زياتېږي، هم له دې کبله یې جرګې پيل کړي".
په ياده جرګه کې په هيواد کې د ترهګرۍ او ناامنيو د زياتېدو، د حکومت له لوري خلکو ته د تحفظ د نه ورکو لو د صوبې د قبايلي ځمکو د نورو صوبو خلکو ته ورکولو په موضوعاتو خبرې، بحثونه او مشورې روانې دي.
جرګه کې د بلوچستان پشمول د هيوادو پر نورو برخو کې د ترهګرۍ په پېښو اندېښنه څرګنده کړل شوې، او ويلي یې دي، جرګې د سولې او د امنيت د راوستلو له پاره په ګډه تګلاره لټول او د وړانديزونو په رڼا کې د مسلو د حل کولو دپاره لارې چارې لټول دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري دا اوومه جرګه ده، له دې وړاندې په دوکۍ کې د کولې د کانونو د 22 مزدورانو د وژنې وروسته دوى دغه جرګې پېل کړې، په ژوب ، لورالايي، سېوۍ، پشين ، کلاعبدالله او له چمن وروسته یې اخري جرګه په کوټه کې روانه ده.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي جنرل سيکرټري عبدالرحيم زيارتوال وايي، "په يوه ضلعه کې هم امن امان نشته ، د روزګار ټولې سرچينې نيول شوي، د پښتون د سر او مال تحفظ نشته، وسايل قبضه شوي دي، حکومت نه روزګار ورکړی نه تحفظ".
تېره ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او آيين تحفظ پاکستان مشر محمود خان اچکزي جرګې ته په وينا کې ويلي، پاکستان کې دې د ايين بالادستي ومنل شي، د حقيقي ووټ د لارې منتخب شوی پارلیمان دې د پاکستان د داخله او خارجه تګلارو مرکز وي. د پاکستان ايين پوځ ته په سياست کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي، د خپل سوګند لاندې بايد په سياست کار ونه لري.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې مشر قهار ودان وي او اې ډيوه ته وويل، بلوچستان صوبه کې یې د ګوند په کوربتوب روانې جرګې د بنو د جرګې په تسلسل کې وشوې.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کال 2022م د مارچ په مياشت کې د پښتون قام درې ورځنۍ جرګه کړې وه.
د ودان په خبره، د بلوچستان صوبې وروسته به په خېبرپښتونخوا صوبه کې دغه ډول جرګې کوي.
Forum