لاس رسیدونکی لینک

 
امریکې د پاکستان اؤ افغانستان په ګډون د ۴۳ هېوادونو پر وګړو د سفري بندیزونو په لګولو غور پیل کړی
تازه خبر

امریکې د پاکستان اؤ افغانستان په ګډون د ۴۳ هېوادونو پر وګړو د سفري بندیزونو په لګولو غور پیل کړی


د امریکایي صدر ډونلډ ټرمپ انتظامیې د پاکستان په ګډون د ۴۳ هېوادونو پر وګړو د سفري بندیزونو لګولو وړاندیز باندې غور پیل کړی.

د ډان نیوز د راپور له مخې، ټرمپ انتظامیې دغه هېوادونه درېو بیلابیلو درجو کې وېشلي، چې تر ټولو سخت بندیزونه به د ریډ لسټ (سور لیسټ) په هېوادونو لګول کېږي.

د ریډ لسټ لپاره افغانستان، ایران، لیبیا، یمن او شمالي کوریا په ګډون ۱۱ هېوادونه نومول شوي، چې د هغو وګړو ویزې به معطلې شي.

دویمه درجه یا کیټیګري د اورنج لسټ (نارنجي لیسټ) ده، چې پکې د پاکستان، روس او سوډان په ګډون ۱۰ هېوادونه شامل دي. د دې لیسټ هېوادونو په وګړو به د امېګرېشن او د سیلګرۍ د ویزو محدودیتونه لګول کېږي.

دریم یېلو لسټ یا ژېړ لیسټ دی، چې پکې ۲۲ هېوادونه شامل دي، او د هغوی وګړي به د ځانګړو شرطونو سره امریکا ته سفر کولی شي.

د چارواکو په وینا، د ځینو هېوادونو درجه بندي کې بدلون راتلی شي، خو وروستۍ منظوري به پخپله صدر ټرمپ ورکوي.

تر دې وړاندې، د ۲۰۲۵ د مارچ پر ۶مه یوه راپور کې ویل شوي وو، چې د ټرمپ نوې سفري پالیسۍ کې پاکستان او افغانستان ته ځانګړی پام شوی، او ممکنه ده چې د دواړو هېوادونو وګړي امریکا ته له تګ څخه منع شي.

د رایټرز د راپور له مخې، د موضوع سره تړلو درېوو سرچینو، چې نومونه یې نه دي ښودل شوي، ویلي وو چې نور هېوادونه هم دې فهرست کې شاملېدی شي، خو د هغو نومونه یې نه وو روښانه کړي.

ټرمپ لا د خپلې لومړۍ دورې پر مهال د ۷ مسلمانو اکثریتي هېوادونو پر وګړو د امریکا سفر محدود کړی و، چې دغه بندیز وروسته د امریکا سترې محکمې تایید کړي وؤ.

خو د هغه ځایناستي، جو بایډن، په ۲۰۲۱ کې دا بندیزونه لرې کړي وو او دا یې د امریکا په قامي ضمیر داغ بللی و.

افغانان تر ټولو زیات اغېزمن؟

راپور زیاتوي، که چېرې دا بندیزونه عملي شي، نو زرګونه هغه افغانان به ترې اغېزمن شي، چې امریکا ته د پناه اخیستو یا ځانګړي امېګرېشن ویزې ترلاسه کولو انتظار باسي.

ویل شوي، دا هغه کسان دي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې د امریکا د حکومت لپاره کار کړی، او اوس د طالبانو له انتقام څخه وېرېږي.

د سفري بندیز وروستۍ پرېکړه

ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه یو اجرائیوي حکم (ایګزیګېټیو آرډر) خپور کړی و، چې پکې ویل شوي، امریکا ته د راتلونکو بهرنیانو د امنیتي ارزونې پروسه دې لا سخته شي.

په دې حکم کې کابینې ته امر شوی، چې د مارچ تر ۱۲مې دې یو لیسټ جوړ کړي، چې پکې به هغه هېوادونه شامل وي، د چا وګړي چې د سکرینینګ او امنیتي ارزونې لپاره پوره معلومات نه لري.

د درېوؤ سرچینو له مخې، افغانستان به د مکمل سفري بندیز لپاره نومول کېږي، او درېوؤ نورو سرچینو ویلي، چې په دغه لسټ کې د پاکستان د شاملولو سپارښتنه هم شوې ده.

امریکايي چارواکو، چې دا پروسه څاري، لا تر اوسه په دې اړه رسمي بیان نه دی ورکړی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG