لاس رسیدونکی لینک

 
جنرل منير ويلي، د بنو حملې "پلانونکي او سهولت کار به زر د قانون منګولو ته راوستل شي که هر چرته وي"
تازه خبر

جنرل منير ويلي، د بنو حملې "پلانونکي او سهولت کار به زر د قانون منګولو ته راوستل شي که هر چرته وي"


د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ويلي، "د بنو ترهګره پېښه کې ککړ ترهګر پوځيانو وژلي خو د بريد پلانونکي او سهولت کار به هم زر د قانون منګولو ته راوستل شي که هر چرته وي".

پوځ ويلي، جنرل عاصم منير پرون په شپږم مارچ د بنو سفر کړی دی.

په څلورم مارچ د بنو په پوځي چاوڼۍ بريد شوی، د بريد کوونکو سره نښته کې د پاکستان د پوځ پينځه عسکر او 13 ملکي وګړي وژل شوي او 32 نور ژوبل شوي وو.

پوځ دعوه کړې وه، د څلورو ځانمرګو بريد کوونکو په ګډون ټول 16 سره بريد کوونکي خوراج وژل شوي وو.

د رپورټونو ترمخه، په پوځي چاوڼۍ د شوي برید زمه واري د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې منلې وه.

پوځ ويلي، جنرل منير ته د بنو په سفر کې په سیمه کې د امنيت په اړه احوال وړاندې کړل شوی، هغه پوځي روغتون ته د ژوبلو پوځيانو پوښتنې له ورغلی او ويلي یې دي، "پوځ به د ملکي امنیت او ثبات يقيني کولو دپاره د ترهګرۍ ضد مبارزه جاري ساتي".

پوځي مشر، په پېښه کې د بې ګناه ملکي وګړو په وژنه غمرازي کړې او ويلي يې دي، "د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو په نخښه کول د خوارجو د اسلام دښمنۍ ارادې په ډاګه کوي".

د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د خوارجو په نوم يادوي.

جنرل منير د ترهګرۍ ضد جګړه کې د ځايي ټولنې او قامي يو والي په خبره ټينګار کړی او زياته کړې یې ده، پوځ به د پاکستان د ولسي امنيت په لړ کې هيڅ کسر پرې نه ږدي.

د پوځ مشر ويلي، "د دښمن په وينا عمل کوونکو خوارجو او سهولت کارو ضد جګړه به تر منطقي انجام روانه وي".

جنرل عاصم منير ويلي، د" فتنه الخوارج په ګډون ترهګرې ډلې د افغانستان د خاورې څخه د پاکستان ضد فعاليت ته دوام ورکوي. په وروستيو ترهګرو بريدونو کې د بهرنۍ وسلې او سامان کارېدل د دې خبرې ښکاره ثبوت دی چې افغانستان د دغه ډول عناصرو دپاره خوندي ځای پاتې دی".

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د پاکستان د پوځ د مشر تازه څرګندونو ته سمدستي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د پاکستان پوځ او حکومت د وړاندې نه دعوه کوي، د کله نه چې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي.

خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG