په اسلام اباد کې د جنورۍ په ۱۱مه دوه ورځنۍ پېلېدونکې “نړیواله غونډه” به په اسلامي ټولنو کې د ښځو د تعلیم په ارزښت او چېلنجونو باندې بحث کوي او د جینکو/نجونو د زده کړو پښتنې فعالې او نوبل ګټونکې ملاله یوسفزۍ ویلي غونډې ته به په وینا کې وايي چې ولې مشران د ښځو او جینکو پر ضد د جنایتونو په سر د طالبانو سره حساب کتاب وکړي؟
په پاکستان او افغانستان کې ځینو مطبوعاتو ویلي چې د اسلامي هېوادونو د تنظیم یا او آيي سي تر چترۍ لاندې دغه غونډه کېږي خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په يوه لیکلې وینا کې د او آيي سي نامه اخستې نه ده او غونډې لپاره یې د “نړیوالې غونډې” کلمه کارولې ده.
د غونډې اکثره ګډونوال، البته، د او آيي سي غړي هېوادونه ده. د او آیي سي سېکرېټري جنرل حېسېن ابراهیم طاهه د مخکې نه په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی.
پاکستاني رسنۍ وایي چې د او آي سي نزدې ۳۰ؤ غړو هیوادونو دې غونډه کې د خپل ګډون پخلی کړی دی خو لا تر اوسه نه ده معلومه چې د افغان طالبانو د حکومت استازي به دغه غونډه کې ګډون وکړي که نه؟
وي او ای ډیوه په اسلام اباد کې د پاکستان خارجه وزارت سره رابطه وکړه چې پوښتنه ترې وکړي چې ایا د افغانستان طالبانو ته د اسلام اباد په غونډه کې د شرکت بلنه ورکړې شوې او که نا؟ او که بلنه نه ده ورکړی شوی نو ولې؟
د پاکستاني وزارت د دې رپورټ د تیارولو پورې د وي او ای ډیوه پوښتنې ته ځواب ویلی نه دی.
په کابل کې د طالبانو د خارجه وزارت د عامه اړیکو ریس ضیا احمد تکل سره هم وي او ای ډیوه د رابطې کوښښ وکړو چې د جینکو په تعلیم او د اسلام اباد غوندې په اړه د طالبانو څه دریځ دی خو جواب یې ترلاسه نه شو.
دا مهال په ټوله نړۍ کې افغانستان یوازیني هیواد دی چې د طالبانو حکومت پکې د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱.۱ میلیونه نجونې په افغانستان کې د ثانوي ښوونځیو د بندېدو له امله له زده کړو محرومې شوې دي.
همدارنګه، د لوړو زده کړو په برخه کې د نجونو ګډون هم منعی شوی، چې په افغانستان کې د تعلیم نه د محرومه ښځو شمېر لا زیاتوي.
د تعلیمي چارو د ماهر اؤ د پېښور پوهنتون د استاد ډاکټر عرفان اشرف په وینا، د افغان طالبانو د حکومت له لوري د نجونو په زده کړو د بندیز لګول کېدو سره په نړیواله ټولنه کې اندېښنې شته خو اوس د طالبانو د حکومت دا پالیسي په ګرده نړۍ کې د اسلامي هیوادونو په انځور بد اغېز کوي.
خپله په پاکستان کې هم ماهرین د ماشومانو د تعلیم حالت څه ډېر ښه نه ګڼي. د ملګرو ملتونو د حقونو او د تعلیم دپاره کارکوونکې اداره یونېسېف وايي په پاکستان کې د پینځو کلونو نه تر د ۱۶ کلونو پورې دوه اشاریه اته مېلین ماشومان د سکولونو نه بهر دي چې په دنیا کې د سکول نه بهر د ماشومانو دویمه لویه ابادي ده او د هلکانو په مقابل کې جینکۍ زیاتې د سکولونو نه بهر دي.
یونېسېف وايي غربت، تعلیم دپاره کمې پېسې او د تګلارو نه عملي کېدل په پاکستان کې د ماشومانو د تعلیم په برخه کې لوی مسلې دي. اداره وايي په موجوده وخت کې پاکستان د خپل مجموعي قومي امدن (جي ډي پي) دوه اشاریه اته فیصد برخه په تعلیم خرچ کوي چې د جي ډي پي د ټاکل شوې څلور فیصد هدف نه کمه ده. ماهرین وايي پاکستان د خپل بجټ لویه برخه په دفاع مصرفوي.
پاکستانۍ ورځپاڼه اېکسپریس ټریبون وایي"په اسلامي ټولنو کې د نجونو زده کړې، چیلنجونه اؤ فرصتونه" په عنوان د راجوړېدونکې دې مهمې غونډې تفصیلي ایجنډا لا تر اوسه پټه ساتل شوې ده .
د تعلیمي چارو ماهر اؤ وتلی دانشور ښاغلی ډاکټر فضل رحیم مروت وي او اې ډیوه ته وایي هغه د او آي سي له غونډې زیاتې هیلې نه لري خو پکار ده چې دې غونډه کې د افغانستان تر څنګ د پاکستان پښتون میشته سیمو کې د جینکو/نجونو د تعلیم په ټيټه کچه هم خبرې وشي اؤ علتونه یې وڅېړل شي.
ډاکټر فضل رحیم مروت وایي په افغانستان کې د طالبانو اقتدار ته په دویم ځل له رسېدو وړاندې د دوحې په تړون کې طالبانو نه امریکې لوظ اخستی و چې بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته به خاص درناوی کوي.
خو هغه وایي ،اوس چې طالبانو پخپله دویمه حکومتي دوره کې څومره سخت بندیزونه د نجونو په زده کړو پرځای کړي نو هغې افغانان دې ته اړ کړي دي چې د خپلو لوڼو او خویندو د تعلیم لپاره افغانستان پرېږدي اؤ نورو وطنونو ته کډوال شي.
په اګست کال ۲۰۲۱م کې د جمهوري نظام په نسکورولو سره چې طالبانو کابل د دوهم ځل لپاره ونیولو اؤ خپل لنډ مهاله حکومت یې اعلان کړو نو په شورو کې یې ویلي وؤ چې د ښځو اؤ اقلیتونو په ګډون به د ټولو طبقو بشري حقونه مراعاتوي .
خو د خپلې واکمنۍ لږه موده وروسته یې بیا د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو په زده کړو بندیز ولګولو اؤ هم یې د جینکو پوهنتونونه وتړل.
په لمړي سر کې طالب چارواکو د نجونو په زده کړو بندیز یو عارضي ګام بللی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې د ژمي د موسم نه وروسته به د نجونو تعلیمي ادارې بېرته پرانزي خو د وخت په تېرېدو سره هغوي د نجونو په زده کړو لګول شوي بندیزونه نور هم سخت کړل.
نړیواله ټولنه اؤ اسلامي هیوادونه پرله پسې د طالبانو لخوا د نجونو په زده کړو لګول شوؤ بندیزونو باندې اندېښنې ښکاره کوي اؤ د طالبانو په حکومت ټینګار کوي چې باید خپلې دغه فېصلې ته بیا کتنه وکړي.
طالب چارواکي دریځ لري چې د ځېنو عذرونو په اساس یې موجوده شرایطو کې له شپږم ټولګي پرته یې د نجونو په زده کړو په عارضي ډول بندیز لګولی دی اؤ زیاتوي چې د اسلامي شریعت اؤ افغاني عنعناتو په ضد به د هیچا فشار نه قبلوي.
د تعلیمي چارو ماهر، د ګڼو کتابونو منصنف اؤ په اسلام اباد کې د قاید اعظم پوهنتون پروفیسر ښاغلی ډاکټر حنیف خلیل وایي چې اسلامي ټولنو کې د نجونو د تعلیم په اړه کوم کانفرنس په اسلام اباد کې رابلل شوی ، هیله ده دا به یو شمیر ګټې ولري.
ډیوه سره خبرو کې هغه وایي اسلام د مور د غېږې نه تر لحد پورې د تعلیم اؤ علم په حاصلولو ټینګار کوي اؤ د اسلامي پېغام تر مخه ښځه حق لري چې تعلیم ترلاسه کړي اؤ په هره څانګه اؤ هر میدان کې پوهه اؤ شعور ولري.
د نوموړي په خبره "ځينې خلک به دا وایي چې سکول کې تعلیم ، په مدرسه کې تعلیم، انګریزي تعلیم، مغربي تعلیم ، خو دا تخصیص نه شته، تعلیم شعور دی، تعلیم رڼا ده، زده کړه ده اؤ دا په هر میدان کې ترلاسه کول پکار دي"
هغه وایي ، څرګنده خبره ده چې د کېدونکي کانفرنس پېغام به د اسلامي نړۍ لپاره وي خو دا مونږ ته جوته ده چې تعلیم یوازې د اسلامي نړۍ نه بلکې د ټولې نړۍ ضرورت اؤ غوښتنه ده.
"هرکله چې د اسلامي نړۍ لپاره یو کانفرنس کیږي نو ظاهره ده چې هغوي به په شعوري توګه په اسلامي نړۍ غږ کوي چې تعلیم اؤ علم څومره ضروري دی ، مسله په اسلامي نړۍ کې د ښځو د تعلیم ده چې هلته ستونزې اؤ بندیزونه مخې ته راځي، که چرې دا کانفرنس ډیر په صفا زړه اؤ ذهن سره واورېدل شي نو په دې کانفرنس کې به یقیناً دا پېغام وي چې په اسلامي نړۍ کې هم د ښځو په تعلیم،علم اؤ زده کړو کوم بندیز نشته."
څېړونکی اؤ د پېښور پوهنتون استاد ښاغلی ډاکټر عرفان اشرف وایي افغانستان کې چې د نجونو په زده کړو کوم بندیز لګول شوی دا مسله په نړۍ کې هم د اندېښنې سوب وه خو اوس په اسلامي هیوادونو کې هم دا ستونزه راپورته کیږي.
ډیوه سره خبرو کې نوموړی وایي "د طالبانو ددې پالیسۍ د اسلامي هیوادونو په امیج (انځور) ډیر غلط اثر پریوځي اؤ د هغې وجه دا ده چې د نړۍ په نزدې ۲۰۰ هیوادونو کې افغانستان هغه یوازینی هیواد دی چې پکې د نجونو په زده کړو بندیز لګول شوی اؤ افغان طالبان په هیواد کې د زنانه حقوق نه مني"
هغه وایي د طالبانو حکومت چې په نجونو اؤ ښځو کوم بندیزونه لګولي نو ښکاره خبره ده چې هغه په نړۍ کې د اسلامي هیوادونو انځور خرابوي.
د ډاکټر عرفان اشرف په وینا "دا یوازې د افغانستان مسله نه ده بلکې ټوله نړۍ کې چې څومره اسلامي هیوادونه دي ، هغې کې تعلیم په عمومي توګه ترجیح نه ده، خاص ملکونو لکه انډویشیا ، ملایشیا یا ځېنو نورو کې به د تعلیم کچه لوړه وي خو په پاکستان اؤ نورو هیوادونو کې تعلیم ته دومره پام نه شته"
هغه وویل دا چې کله طالبان په وړومبي ځل په اقتدار کې راتلل نو پاکستان اؤ عرب هیوادونه یې ترشا ولاړ وؤ اؤ د هغوي کوټلې مرسته یې کوله .
نوموړی وایي طالبانو د خپل اقتدار په وړومبۍ دوره کې هم په ښځو اؤ سړو یو شان بندیزونه لګولي وؤ اؤ د بشري حقوق یې د پېښو لاندې کول اؤ اوس چې بیا په اقتدار قابض شوي نو هم یې د بشري حقونو سرغړونو ته دوام ورکړی دی
“پوښتنه داده چې پاکستان تر اوسه ولې د طالبانو په دې کړنو غلی ؤ اؤ اوس یو ناساپه کوم ضرورت پېدا شوی چې پاکستان په اسلام اباد کې د او آي سي د هغه کانفرنس کوربه توب کوي چې په طالبانو د فشار راوړلو لپاره جوړيږي”
د ښاغلي اشرف په وینا پاکستان خو به تر اوسه په هر فورم د طالبانو له اقداماتو دفاع کوله ، د هغوی د ایجنډا مرسته به یې کوله نن داسې کوم ضرورت پېدا شو چې افغانستان کې د ښځو د تعلیم په موضوع خپله خاوره کې د او آي سي د کانفرنس کوربه توب کوي؟
هغه وایي دا ځکه چې په دې وروستیو کې د طالبانو اؤ پاکستان اړیکې ترینګلې شوي اؤ پاکستان به غواړي چې د او آي سي کانفرنس له لارې طالبان د ښځو د تعلیم په اړه د اسلامي اؤ نړیوالو هیوادونو د فشار لاندې راولي.
د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ په وروستیو کې د ټي ټي پي او پرله پسې د تجارتي لارو د تړلو په سر په ظاهره اړیکې پیکا شوي خو پاکستان په بهرنیو فورمونو کې اکثره د افغان طالبانو مرسته یا دفاع کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د ۲۰۲۳م د فبرورۍ میاشت کې د ښځو په تعلیم د بندیز په اړه د افغان طالبانو د تګلارې دفاع کړې وه. نوموړي ویلي وو چې پښتون کلتور کې ښځه تر کور پورې محدود وي.
تعلیمي ماهر ډاکټر فضل رحیم مروت وایي او آي سي اؤ نور بین المللي قوتونه اؤ ادارې هڅې کوي چې د ښځو تعلیم زیات کړي خو په پاکستان کې دننه که هم وکتل شي نو د پښتنو په سیمو کې د تعلیم کچه ډیره ټيټه ده.
نوموړی وایي د پښتنو په سیمو کې د جینکو د تعلیم د ټيټې کچې یو شمیر علتونه دي چې هغې کې یوه ترهګري ده، غربت دی، ټولنیز بندیزونه، روایات اؤ د موسم سختوالی دی، دې کانفرنس کې باید دې لوري ته هم پاملرنه وشي .
نوموړی وایي د کانفرنس نه دومره توقع نه لري چې هغوي به په افغان طالبانو د ښځو د تعلیم په اړه خپل فشار عملي کړل شي اؤ نه دا توقع شته چې طالبان به ګنې د او آي سي فشار ته غاړه کېږدي.
ډاکتر عرفان اشرف وایي اسلام اباد کې جوړېدونکې غونډې ته به د ښځو تعلیم د یوې لویې ستونزې په توګه مخې ته پروت وي چې تر ټولو زیات زور به یې په افغانستان پریوځي .
خو د هغه په خبره په اسلامي ملکونو کې یوازې د ښځو تعلیم یوه ستونزه نه ده بلکې دبشري حقونو اؤ د رایې څرګندولو د حق مسلې هم په اسلامي هیوادونو کې تر ټولو زیاتې لیدل کیږي ځکه چې په زیاتره اسلامي هیوادونو کې په یو اؤ بل شکل ډکتټیر شپ پځای دی.
په ښځو د طالبانو د قدغنونو په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې ممتاز زهره بلوچ د کال ۲۰۲۴ د سېپټمبر په پینځمه نېټه یو خبري کانفرنس ته وویل د ښځو او د جینکو د حقونو په اړه د پاکستان دریځ واضحه او مستقل دی او هغه دا چې د اسلامي تعلیماتو مطابق هر سړی او هره ښځه د تعلیم حق لري.
یادونه: په اسلام اباد کې رابعه پیر او په پېښور کې عبدالرزاق هم د دې خبر په تیارولو کې مرسته کړې ده
Forum