لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا د پښتو نوی فلم"د تورخم هلکه"به د غوره اؤ معیاري فلمونو اغاز ثابت شي؟


د تورخم هلکه/جوړونکي شریک کړی عکس
د تورخم هلکه/جوړونکي شریک کړی عکس

"زمونږ لر اؤ بر پښتون وطن ټول زخمي، زخمي دی، لویې کور خو مو ړنګ شو او اوس دې الله دلته خېر وکړي، سبا یا بله ورځ به د پېښور د ارام نه ډکې ساه ګانې په وینو اؤ غوښو ولړلی شي، د مردان د غیرت نه ډک خلک به د ترهګرۍ په تور تک تور کړي، د ایلم دنګ غرونه به په ریاستي جبر خپل غرور بایلي، د وزیرستان اؤ خېبر د جنګ افسانې به بیا تکرار شي، د جرګو اؤ مرکو مومند به راته په جنازو کولو بوخت کړی شي"

دا پورته د سوز نه ډکه سانده د پښتو په نوي فلم "د تورخم هلکه" کې د مرکزي کردار "غر زي" له خولې وتلي هغه لفظونه دي چې د دغه فلم یو بل کردار حنیف خان یې له غر زي پوښتي اؤ ورته وایي "خبر شوی یم چې افغانستان کې یې یو ځل بیا د زنانه ؤ په تعلیم باندې بندیز لګولی دی ؟"

غر زی د دغه پوښتنې د اورېدو سره سم د یو غمجن ساز په پس منظر کې د درد اؤ تکلیف يوه ژوره ساه راکاږي په دیوال راځوړند د عدم تشدد د فلسفې د ستر پېروکار باچا خان انځور ته دحسرت په ډکو سترګو ګوري اؤ محمد حنیف ته ځواب ورکوي:

"هر څه دړې وړې شول، د کابل رڼاګانې پخپل ځاي خو د خلکو زړونه مات دي، هیلې اؤ ارمانونه یې تت شوي دي، اؤ په ټول هیواد کې خلک فکري بې ارامه دي، هغه د سایل صیب خبره چې :

تار تار پروت دې چا راټول نه کړو سایله
د پښتون وطن ګریوان د لیوني دی"

د پښتو دا نوی ټيلي فلم د قرار پروډکشن لخوا دوه اونۍ وړاندې په ټولنیزه رسنۍ یوټيوب خپور شوی اؤ تر دې ساعته 9 لکه اؤ 24 خلکو کتلی دی.

د یو ساعت ،25 دقیقو اؤ 57 ثانیو دا فلم د وتلي افغان ناول لیکونکي،ادیب اؤ خبریال عزیز کاروان د پښتو ناول "تور غم " نه اخذ کړی شوی دی چې لیکوال یې هم پخپله عزیز کاروان دی.

په فلم کې مرکزي کردار د غر زي د کیسې نه چورلي چې یو افغان خبریال وي خو په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته پېښور ته راکډوال کیږي اؤ بیا دلته د مناسب کار نه موندلو په صورت کې رکشه چلوي اؤ له دغې لارې خپل فامیل ته ډوډۍ پېدا کوي.

تر رکشې چلولو وروسته غر زی د افغان کډوالو ماشومانو ته په رضاکارانه ډول زده کړې ورکوي اؤ هغوي ته هېلې بخښي چې افغانستان به یو ځل بیا جوړېږي، دغه ګلالي ماشومان به بېرته خپل هیواد ته ستنېږي اؤ د خپل ولس اؤ وطن په ښېګړه به راځي.

غر زي د رکشې چلولو په مهال د ټولنې د بد چلند سره هم مخ کیږي، د "پالشي" اؤ "مهاجر" په څېر نومونه ورته د پېغور په توګه اخستل کیږي خو هغه د حالاتو مقابله په پراخه سینه کوي اؤ هیچاته ددغو بدو نومونو اخستو په بدل کې نه خو سپور ځواب ورکوي اؤ نه ورسره بحث کوي.

د عزیز کاروان په دې فلم کې مرکزي کردارونه د پښتو فلمونو اؤ ډرامو تکړه ستوريو وقار جاني اؤ فرح خان لوبولي دي، وقار جان په دې فلم کې د "غر زي" په نوم د رکشې ډریور وي اؤ فرح خان د "مسکان" په نوم د یو شتمن پلار لور وي چې غر زی یې پخپله رکشه کې کالج ته وړي راوړي.

په پېل کې مسکان غرزي ته ډیر په سپکه ګوري د پالشي اؤ مهاجر په نومونو یې مخاطب کوي خو بیا د غر زي مهذبه رویه، درانه خویونه اؤ علمي اؤ مدللې خبرې هغه د غر زي لوري ته مایله کوي ، خپل زړه غر زي ته ورکوي اؤ په اخره کې دواړه د افغانستان اؤ پښتونخوا د پښتنو تر منځ د قامي تړون د لا پیاوړي کولو په موخه خپلو کې یو نوی ګډ ژوند پېلوي.

ددې فلم پروډیوسر هم پخپله وقار جاني دي ،هدایات یې امجد نوید ورکړي دي اؤ مکالمې یې ښاغلي سعید تهکالي لیکلي دي.

د فلم پروډیو سر اؤ هیرو وقار جاني ډیوه ته وایي د ډير وخت نه یې دا هڅه وه چې پښتو فلم د یو معیار لیکې ته سم کړي خو وایي دا هر څه وسایل غواړي اؤ دلته د فلم یا ډرامې هیڅ دولتي سرپرستي نه شته.

د هغه په وینا د تورغم ناول نه ددې فلم د اخذ کولو یوازینی مقصد یې دا ؤ چې د پښتنو په نوي نسل یا ځوانانو کې سیاسي شعور بېدار شي، هغوي د خپل حجرې، جومات اؤ د خپل کلتور نه خبر شي اؤ د بې مقصده ساعت تیري نه د معنې ډک ساعت تیري ته مایله شي.

ښاغلی جاني وایي هغه دا فلم ټول په ټوله په داسې حال کې د خپل جیب په لګښت جوړ کړی دی چې ښه پوهیدو، په فلم شوي لګښتونه به بېرته راسر نه کړي خو وایي مطمین به په دې شي چې ددې فلم پېغام پښتنو ته ورسيږي چې هغه د امن اؤ ورورولۍ پېغام دی.

"په موجوده حالاتو کې زه خپل فلم یا خپل کار یو جهاد ګڼم ځکه چې که یو ملا د ممبر له لارې،یو شاعر د شعر له لارې یا یو سندرغاړی د خپل غږ له لارې د ټولنې هغه اصلاح کوي یا پوهه ورکوي په کومه پوهه چې انساني ژوند په ښه ډول تېریږي نو ددې دریواړو کردارونو کار د ستایلو وړی دی"

د فلم لیکونکی ښاغلی عزیز کاروان وي او اې ډيوه ته وایي د پښتو فلم اؤ ډرامه رغول او دا سپینه پرده د پښتو، پښتونولۍ او افغانیت په رنګونو، رنګینه کول د ده تلپاتې هیله وه.

نوموړی وایي د ناول لیکلو څخه یې هدف د ډیورنډ د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د مېشت پښتنو تر منځ ړنګې شوې اړیکې رغول او د پښتونولۍ حس رابېدرول وو چې د فلم په شکل ددې ناول مخې ته راتلو هغه په دې موخه کې تر ډېره کامیاب کړو او نږدې یو میلیون پښتنو ته یې دا پېغام د فلم له لارې ورسېدو.

"زه ګورم چې په ټولنیزو رسنېو کې خلک د پښتو په فلم او ډرامه یوازې تنقید کوي خو چا هم د فلم د اصلاح لپاره قلم پورته نه کړ، کوم فلمونه چې جوړیږي که دا د پښتنو د خوښې وړ نه دي نو څه یې خوښیږي؟ دا کار به څوک کوي؟"

د لیکوال عزیز کاروان په خبره،لوی لوی ادیبان هم په پښتو فلم نیوکه کوي خو په خپله لپاره یو ټکي لیکلو ته چمتو نه دي.

هغه پوښتنه کوي چې اخر څوک به بیا ځلې د حمزه بابا او مراد شینواري په څېر خپل قلم د فلم په خدمت کې راپورته کوي؟ اؤ وایي په همدې خاطر یې لازمه وګڼله چې د پښتو فلم د اصلاح لپاره د نیوکو تر څنګ خپل قلم هم د فلم په خدمت کې وکاروي او د ښه فلم یا ډرامې تازه مثال جوړ کړي.

نیشنل کالج اف ارټس لاهور په پاکستان کې تر ټولو ستره د زیبا هنرونو د تربیې اداره ده، په دغه کالج کې د فلم اؤ ډاکومنټري استاد ښاغلی فخر کاکاخیل وي او اې ډیوه ته وایي فلم د بدلون لپاره یو ډیر مضبوط اؤ له اثر ډک میډیم دی خو له بده مرغه په پاکستان کې په عامه اؤ په پښتنو کې په خاصه توګه دې فن ته هغسې پاملرنه نه ده شوې څنګه چې نورو فنونو ته ورکړل شوې ده.

ښاغلی فخر کاکا خیل وایي په پښتنه ټولنه یا ټول پاکستان کې فلم ته د پام نه کېدو یوه وجه د اقتصاد هم کېدای شي ځکه چې دلته د فلم څخه هغه شان ګټې نه ترلاسه کیږي څنګه ګټې چې خلک له نورو هنرونو پورته کوي.

د ښاغلي کاکا خیل په خبره "د تورخم هلکه" فلم یوه ډیره هېله بخښوونکې پېلامه ده اؤ دا ګام باید ډیر پخوا پورته کړل شوی ؤ.

"پښتنو مشرانو اؤ پښتنو هنرمندانو باید ډیر مخکې دا هڅې کړې وای ، ځکه چې مونږ په ګاونډ کې ګورو نو د بالییوډ کې د کمرشل سینیما تر څنګ په ټولنیزو اؤ د بدلون په موضوعاتو فلمونه جوړیږي،اؤ همدا شان د ایران په څېر مذهبي ټولنه کې هم د فلم له لارې ټولنه کې د بېدارۍ اؤ بدلون لپاره ډیر زیات کار شوی دی"

وتلی څېړنکار اؤ لیکوال ښاغلی اکبر هوتي چې تورخم هلکه فلم یې پخپله کتلی دی، ډیوه ته وایي په پښتو کښې د داسې قسمه فلمونو اؤ ډرامو رواج ډېر کم دی خو دا اوس اوس چې د زلمي ناول نګار عزيز کاروان په ناول "تور غم باندې د پښتو یو بهترين فلم جوړ شوی دی چې د سيمه یيزو حالاتو په خصوصي توګه د افغانستان د سياسي حالاتو عکاسي پکې شوې ده.

هغه وایي دا یو ښه کوشش دی ځکه چې فلم او ډرامه مونږ سره د ابلاغ يو داسې مېډيم دے چې په يو وخت ډېر خلک په موضوع پوهه کړي او په يو وخت د هر عمر، د هر جنس او د هر فکر خلک پرې پوهه شي او د دې ژوندی مثال په نن وخت کښې د ترکيه تاريخي ډامې دي چې نن په ټوله دنيا کښې کتل کیږي ۔

"که داسې قسمه موضوعاتو باندې فلمونه جوړ شي نو زمونږ خلک به د تاريخ نه هم واقف شي او زمونږ د فلمي صنعت احياء به هم وشي زه د دې فلم ستاینه کوم او هيله کوم چې دا سلسله به دوام ومومي"

د فلم اؤ ډاکومنټري استاد فخر کاکاخیل وایي له بده مرغه مونږ چې کوم فلم خوښوو اؤ ګورو نو هغه د تشدد لوري ته ذهنونه مایله کوي، اؤ د پښتنې ټولنې چې کومې اصل ستونزې اؤ مسلې دي یا یې کوم درانه روایات اؤ کلتور دی د هغې عکس په پښتو فلم کې نه ښکاري.

نوموړی وایي پښتو فلم هله یو معیار خپلولی شي چې د فلم د پردې لپاره ښه لیکونکي پېدا شي اؤ که په حکومتي کچه وي اؤ که په ټولنیزه کچه وي خو چې سرمایه کاران د فلم اؤ ډرامې په څانګه کې سرمایه کارۍ ته راوړاندې شي.

لیکوال عزیز کاروان وایي ،د هغه تورغم ناول درې کرته چاپ شوی اؤ خلکو ډير خوښ کړی ؤ خو زیاتوي چې دې ناول ته د فلم د بڼې ورکولو سره دا ناول په ډېر کم وخت نږدې یو میلیون پښتنو ولیدلو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG