د خېبر پښتونخوا د جګړه ځپلې قبایلي ضلعې کوزې کورمې په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو پېلولو دا پرېکړه وروستو له هغې شوې چې د جنورى په 16مه په بګن کې د مرستو په قافله په ټل-پاړاچنار سړک د نامالومه وسله والو په برید کې د دوؤ امنیتي عسکرو په ګډون لږ تر لږه 8 کسان ووژلی شول اؤ نهه نور ژوبل شوي وؤ.
د کورمې انتظاميه يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط وى او اې ډيوه ته ويلي د ترهګرو په ضد عمليات به د کوزې کورمې په بګن، اوچت، مندوري، چرخېل، چپري او نورو سيمو کې پېل کولى شي.
د کورمې مرستيال کمشنر له خوا د جمعې په ورځ خپره شوې يوه اعلاميه کې په هنګو او ټل کې د بې کوره شوؤ خلکو د پاره په څلورو ځايونو کې د کېمپونو جوړولو وړانديز شوى دى .
د وړاندیز تر مخه په ټل ډګري کالج، ټيکنيکل کالج، د مرستندويه ادارې رېسکيو 1122 او د عدالت په ودانى کې به د کډوالو لپاره کیمپونه جوړولی شي.
د اعلاميې د شمېرو ترمخه دغو سيمو نه په عارضي توګه 1879 کورنى او 17,625 نفر بې کوره کېداى شي .
همدا راز د بګن نه 866 کورنى او 8,985 تنان، د چيري نه 547 کورنى او 2,494 نفر او د مندوري، اوچت او چرخېل سیمو نه 466 کورنى او 5,642 تنان بې کوره کېداى شي.
د يادې اعلاميې ترمخه د اېډيشنل ډپټي کمشنر په مشرى کې رابطو د پاره يوه کمېټى هم جوړه شوې ده .
انتظاميه چارواکى وايي د کېمپونو جوړولو پرېکړه د عملياتو په وخت د خلکو د خوندي کولو په غرض شوې ده چې هغوى ته په دې عملیاتو کې مرګ ژوبله وانه وړي .
بلخوا د هنګو ضلعې انتظاميه چارواکي وايي د کورمې د کډوالو ځايولو د پاره د ګورنمنټ ګرلز ډګرى کالج ټل، ووکېشنل کالج ټل، ګورنمنټ هاير سېکنډري سکول محمد خواجه او نورو مرکزونو جاج اخستل شوى دى.
د کورمې وروستی وضعیت
د جنورۍ په 16مه په ټل۔پاړاچنار لاره باندې په بګن سيمه کې نامالومه وسله والو د مرستو د 35 ګاډو په کاروان بريد کړی ؤ.
د کورمې د انتظامي چارواکو ترمخه، په دې پېښه کې د خوراکي توکيو شپږ ګاډي د وسله والو له خوا سوځول شوي او نورو ګاډو نه خوراکي او غېرخوراکي شيان تښتول شوي دي.
دامنيتي ځواک سرچينې وايي له بريد سمدستي وروسته يې په سيمه کې په وسله والو ډزې کړي او د شپږو تنانو د وژلو او 10 د ژوبل کېدو دعوه يې کړې ده.
د امن ناکامه تړون
د پنجشنبې - زيارت په ورځ ناوخته په اسلام پرېس کلب کې د کورمې پاړاچنار شیعه مشرانو خبري غونډې ته په خپله وينا کې ويلي حکومت او انتظاميه د شوې لوظنامې په عملي کولو او د ټل۔پاړاچنار د لویې لارې په خوندي کولو کې ناکامه شوي دي .
د توري، بنګش قبيلې يو مشر جلال حسېن بنګش خبريالانو ته ويلي حکومت ته د امن د ټېکښت او انصاف ترلاسه کولو د پاره درې ورځې وخت ورکوي "او که په دې دريوؤ ورځو کې د ترهګرو په ضد څه ګامونه اوچت نه کړی شول نو بيا دې څوک مونږ نه ګيله نه کوي"
نوموړي ويلي په کورمه کې هره دويمه او دريم ورځ وروسته د ترهګری پېښه ترسره کېږي او په دې پېښو کې د ککړو تنانو په ضد هيڅ ګامونه نه اخستل کېږي.
په کورمه کې د اوړمې ورځې د بريد نه وړاندې هم دوه وارې د جنورۍ په 8مه او 13مه باندې پاړاچنار ته د ټل۔پاړاچنار په سړک د ګاډو کاروانونه تللي وو.
کورمه کې د اکتوبر د میاشتې راهسې روانې ناامنۍ او فرقه ييزه نښتو وروسته د جنورۍ په وړومبۍ نېټه د شيعه او سني فريقېنو ترمنځ د حکومت په منځګړيتوب جرګه ترسره شوې جرګه کې دواړو فريقينو د امن په لوظنامه لاسيلکونه کړي وو.
په څلورمه جنورۍ کورمې ته د لومړۍ قافلې روانولو ويلي وو، خو په دغه ورځ بيا د کورمې په مرستیال کميشنر وسله وال بريد شوی، هغه او ساتونکي یې پکې ژوبل شوي وو.
په پينځمه جنورۍ کورمه کې 144 ماده لګول شوې او په مرستیال کمينشر او هغه سره ساتونکو باندې د څلورمې جنورۍ د بريد مقدمه د پينځو معلومو او 25 نه تر 30 پورې معلومو کسانو پرضد درج کړل شوې ده.
په 13مه جنورۍ د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر سېف ويلي وو، د امن لوظنامې او اېپکس کمېټۍ د پرېکړې په رڼا کې په کورمه کې دوه مورچې يا بنکرې ورانې کړل شوي دي.
د کورمې ډپټي کميشنر اشفاق خان په 12مه جنورۍ ویلي وو، د امن د تړون له مخې به په بالش خېل او خار کلي کې موجودې ټولې مورچې ړنګولی کېدې، خو دغه کار بيا نه وو ترسره شوی.
هغه ویلي وو، چې په کوهاټ کې د امن د ترسره شوي تړون په اساس به د فرورۍ د میاشتې وړومبۍ نېټې پورې د کورمې ضلعې دننه ټولې مورچې راغورځولی او وسلې به راټولولی شي.
حالات څنګه خراب شول
په کوزه کورمه کې په 21م نومبر د مندوري په علاقه کې د پاړاچنار نه پېښور ته تلونکو مسافرو په ګاډو وسله وال بريد شوی، د 45 پورې کسان پکې وژل شوي وو.
د يادې پېښې وروسته بيا په بګن او خواوشا سيمو کې د يرغل، کورونو او دوکانونو سوځولو ويل شوي وو.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان وژل شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، له دغې وروسته چې د کورمې لاره تړل شوې، تراوسه پورې بنده پرته ده.
Forum