پاکستان واضحه کړې ده چې وا خان سیمه د افغانستان برخه ده اؤ پاکستان د همسایه هیواد د ځمکې په اړه هیڅ ناوړه یا ناسمې ارادې نه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دغه هیواد او تاجکستان ترمنځ د لوړو پوړو چارواکو له لیدنو وروسته د دواړو هیوادونو له خوا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بې ثباته کولو لپاره د هڅو په تړاو په پاکستاني رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه بې اساسه بللي دي.
دپاکستان د بهرنیو چارو د وزارت نوي ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې- زیارت په ورځ پخپل وړومبي پریس بریفنګ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د پاکستاني اؤ تاجکستاني چارواکو تر منځ شوؤ لیدنو ته باید د افغانستان د بې ثباته کولو د هڅو په تناظر کې ونه کتل شي.
د هغه وینا وه چې، دا ډول انګیرنې سمې نه دي" مونږ د تاجکستان سره اوږدې اړیکې لرو اوددغو اړیکو په ترڅ کې د حکومتونو ترمنځ په عادي بڼه د سلامشورو لپاره لیدنې ترسره کیږي"
ویاند زیاته کړه "زه غواړم چې (دافغانستان) د بې ثباتې لپاره د پاکستان او تاجکستان د کار په اړه هرډول خپرې شوې اوازې ردې کړم. زمونږ ترمنځ اړیکې لکه د نورو دوستانو هیوادونو په څیر د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو پراساس ولاړې دي"
پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هیواد د استخباراتي ادارې "آی ایس آی" مشر محمد عاصم ملک د تیر ۲۰۲۴ کال په وروستیوکې تاجکستان ته د خپل سفر پر مهال د دسمبر په ۳۰مه د تاجکستان د صدر امام علي رحمان سره هم کتلي وو.
د تاجکستاني رسنیو د راپور له مخې په دې کتنه کې دواړو خواو د ترهګرۍ، افراطیت، د نشه يي توکو د قاچاق او له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د تاجکستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې وې.
تاجکستان د منځنۍ اسیا په هغو هیوادونو کې شامل دی چې د طالبانو د حکومت سره یې اړیکې ښې نه دي او هم د طالبانو د حکومت ځینې مخالف مشران په دغه هیواد کې ژوند کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دغه خبري کنفرانس کې د افغانستان او چین ترمنځ د واخان سرحدي سیمې کې د پاکستاني پوځیانود ځای پرځای کیدو په اړه د سیمه ییزو رسنیو راپورونه هم رد کړل او ویې ویل چې واخان د افغانستان د خاورې برخه ده او پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.
شفقت علي خان وویل" د واخان دهلیز په اړه هغه څه چې زه یې ویلی شم دادي چې ما دا ډول پای ته نه رسیدونکي اوازې لیدلي دي. واخان د افغانستان د خاورې برخه ده. افغانستان د پاکستان ګاونډی دی. مونږ د هغې حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پیژنو. دا له پوښتنې څخه بهر ده چې پاکستان د خپل یو ګاونډي په اړه ناوړه عزایم لري. نو زه فکر کوم دا ادعا پر اوازو ولاړه ده او په بشپړ ډول غلطه ده".
په پاکستاني رسنیو کې ددغو اوازو د خپریدو وروسته د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د چین د سفیر ژاو شینګ سره د نورو دوه اړخیزو مسلو په اړه د خبرو ترڅنګ د دواړو هیوادونو له خوا د واخان د دهلیز څخه د ګټې اخیستنې په مسلې هم خبرې کړي وې.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ډسمبر ۳۰مه په ټولنیزه رسنۍ ایکس ددې کتنې په اړه ویلي وو چې دواړو لوریو د دوه اړخیزې همکارۍ پر لا پیاوړتیا او په دې برخه کې د عملي ګامونو پر اړتیا ټینګار کړی.
هغه لیکلي وؤ "د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د چین له سفیر سره په یوه ناسته کې د واخان دهلیز د ستراتیژیک اهمیت، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د مسافر وړونکو الوتنو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې. په دې ملاقات کې دواړو لوریو د دوه اړخیزې همکارۍ پر لا پیاوړتیا او د عملي ګامونو پر اړتیا ټینګار وکړ"
د چین سفارت تراوسه ددغې کتنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
واخان دهلیز د افغانستان او چین ترمنځ ۹۰ کیلو متره اوږد سرحد جوړوي، دا سیمه د پاکستان او تاجکستان غریزو سیمو سره هم پیوست ده.
واخان د افغانستان په خوا کې د بدخشان د ولایت یوه ډیره لیرې پرته سرحدي سیمه ده، چې یوازې په ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې ورته د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد له ښار څخه یو خام سړک د غځیدلو چارې بشپړې شوې. .
د شاوخوا ۱۰۰ کیلو مترو دغه سړک د جوړولو کار د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال پیل شوی و او ۶۰ کیلومتره سړک جوړ شوی هم و.
طالبانو تیرکال ددغه سړک د پاتې برخې کار پیل کړی ؤ چې اوس دغه کار سرته رسیدلی دی اؤ ددې سړک د بشپړېدو له امله افغانستان د ځمکې له لارې د چین سرحد سره ونښلول شو. خو تراوسه پر دغه سرحدي لار باندې د سوداګریزو مالونو د تګ راتګ لړۍ نه ده پیل شوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل دغه خبري کنفرانس کې د طالبانو د حکومت سره په اړیکو کې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډلې مسله د یوې ستونزې په توګه یاده کړه، اؤ وې ویل چې د افغانستان د پکتیکا په ولایت باندې د پاکستان د هوايي ځواکونو د بریدونو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ د دپلوماتیکو چینلونو له لارې خبرې بیرته پیل شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ډسمبر ۲۵مه ویلي وؤ چې پاکستاني هوايي ځواکونو د ډسمبر پر ۲۴مه د شپې د پکتیکا برمل ولسوالۍ په شین سترګۍ اډې، سورزغمي، الماستې او مرغې سیمو کې په څلورو ځایونو بمبار کړی، چې له امله یې ټول ۴۶ تنه وژل شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د متحده عرب اماراتو د دوبۍ په ښار کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال وکرم میسري ترمنځ د کتنې په اړه د یو خبریال پوښتنې ته په ځواب کې ویل چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او پاکستان له افغانستان څخه هیڅکله دا غوښتنه نه ده کړې، چې خپلې اړیکې دې د نورو هیوادونو سره څنګه وپالي.
( د وي او اې اشنا په مننه)
Forum