لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي آي مشرتابه د پوځ د مشر سره ليدلي، او حکومتي کمېټۍ ته یې غوښتنې وړاندې کړي


د پاکستان تحريک انصاف [پي ټي آی] ګوند چيرمېن بېرسټر ګوهر ويلي، د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا علي امين ګنډاپور سره په ګډه یې د پوځ د مشر جنرل عاصم منیر سره پېښور کې ليدلي وو.

په 13مه جنورۍ د پاکستان پوځ ويلي وو، د پوځ مشر پېښور کې د سياستوالو سره ليدلي د ترهګرۍ په اړوند موضوع یې ورسره خبرې شوې وې، خو پوځ د سیاستوالو نومونه نه وو ويلي، يواځې عکسونه یې خپاره کړي وو، په کومو کې د بېرسټر ګوهر نه شامل نه وو.

له دغې وروسته د پاکستان په مطبوعاتو خبرونه ورکړل کېده چې پي ټي آی او پوځ د پردې په شا په رابطو کې دي.

بېرسټر ګوهر پرون د زيارت په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي، د علي امين ګنډاپور سره په ګډه یې د پوځ مشر ته د پي ټي آی غوښتنې وړاندې کړي دي.

هغه زیاته کړې، جنرل عاصم منیر سره یې د ملکي ثبات په اړه او نورو چارو هم خبرې شوي او د بل اړخ نه ورته مثبت ځواب ترلاسه شوی دی.

له دې وړاندې بېرسټر ګوهر د پوځي مشر سره ليدو په اړه خبرونه رد کړي وو.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د پاکستان تحريک انصاف ګوند بندي باني عمران خان د پوځ د مشر سره خبرو هرکلی کړی دی.

ويل شوي، اډياله زندان کې یې خبریالانو سره خبرو کې ويلي، "بايد اسټبلشمنټ زمونږ سره خبرې وکړي، ما کله نه دي ویلي چې مذاکرات بند دي، ما تل د خبرو ويلي دي، د بل اړخ نه دروازې بندې وې، که خبرې پيل شوي وي نو د پاکستان د ثبات دپاره به وي".

عمران خان او ګوند یې تل د اسټبلشمنټ سره د خبرو کولو ويلي دي.

بل لور ته هم پرون د پاکستان تحریک انصاف ګوند مذاکراتي کمېټۍ حکومتي مذاکراتي کمېټۍ ته په ليکلې بڼه خپلې غوښتنې وړاندې کړي دي.

په غوښتنو کې د نهمې مې 2023م او تېر کال د 26م نومبر د پېښو د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه شوې او د پي ټي آی د بنديانو د خوشي کولو غوښتنه شوې ده.

د پرونۍ ليدنې وړاندې د حکومت او پي ټي آي د مذاکراتي کمېټيانو ترمنځ دوه ځله ليدنې شوې وې.

دا تازه پرمختګونه په داسې وخت کې شوي، چې د عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي ضد نن د جمعې په ورځ د 190 ميلينه پاونډونو يا القادر ټرسټ د قضيې فيصلې اورول کېدو هم ویل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG