د خېبر پښتونخوا د ناکراره قبایلي ضلعې کورمې په بګن سيمه کې د نامالومه وسله والو له خوا د مرستو ګاډو په قافله شوي بريد کې د دوؤ امنيتي عسکرو په شمول 8 کسان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي.
د کوزې کورمې پوليس چارواکي وايي د جنوری په 17مه د څلورو ورک شوؤ ډرايورانو جسدونه موندل شوي دي اؤ هغوي له تشدد وروسته وژل شوي دي.
پوليس وايي د څلورو واړو مړو جسدونه يې عليزۍ روغتون ته وړلي دي.
د کوزمې کورمې د احمدي شمع پولیس تاڼې مشر (اېس اېچ او) عبدالقاسم وي او اې ډيوه ته د وژل شوؤ تنانو شمېره تایيدوي او وايي بېګانۍ شوې پېښه کې د پوځ او اېف سي ځواک د يو،يو عسکر په شمول دوه عام ولسي وګړي او څلور ډرايوران وژل شوي دي.
د کوزې کورمې د عليزۍ روغتون چارواکي وايي څلور واړه وژل شوي ډرايوران د اهل تشيع مسلک سره ټراؤ لري چې ُپه کې درې تنه د کورمې او يو تن د هنګو سيمې اوسېدونکی دی.
د جنورۍ په 16مه په ټل۔پاړاچنار لاره باندې په بګن سيمه کې نامالومه وسله والو د مرستو د 35 ګاډو په کاروان بريد کړی ؤ.
د کورمې د انتظامي چارواکو ترمخه، په دې پېښه کې د خوراکي توکيو شپږ ګاډي د وسله والو له خوا سوځول شوي او نورو ګاډو نه خوراکي او غېرخوراکي شيان تښتول شوي دي.
دامنيتي ځواک سرچينې وايي له بريد سمدستي وروسته يې په سيمه کې په وسله والو ډزې کړي او د شپږو تنانو د وژلو او 10 د ژوبل کېدو دعوه يې کړې ده.
د پنجشنبې - زيارت په ورځ ناوخته په اسلام پرېس کلب کې د کورمې پاړاچنار شیعه مشرانو خبري غونډې ته په خپله وينا کې ويلي حکومت او انتظاميه د شوې لوظنامې په عملي کولو او د ټل۔پاړاچنار د لویې لارې په خوندي کولو کې ناکامه شوي دي .
د توري، بنګش قبيلې يو مشر جلال حسېن بنګش خبريالانو ته ويلي حکومت ته د امن د ټېکښت او انصاف ترلاسه کولو د پاره درې ورځې وخت ورکوي "او که په دې دريوؤ ورځو کې د ترهګرو په ضد څه ګامونه اوچت نه کړی شول نو بيا دې څوک مونږ نه ګيله نه کوي"
نوموړي ويلي په کورمه کې هره دويمه او دريم ورځ وروسته د ترهګری پېښه ترسره کېږي او په دې پېښو کې د ککړو تنانو په ضد هيڅ ګامونه نه اخستل کېږي.
په کورمه کې د پروني بريد نه وړاندې هم دوه وارې د جنورۍ په 8مه او 13مه باندې پاړاچنار ته د ټل۔پاړاچنار په سړک د ګاډو کاروانونه تللي وو.
کورمه کې د اکتوبر د میاشتې راهسې روانې ناامنۍ او فرقه ييزه نښتو وروسته د جنورۍ په وړومبۍ نېټه د شيعه او سني فريقېنو ترمنځ د حکومت په منځګړيتوب جرګه ترسره شوې جرګه کې دواړو فريقينو د امن په لوظنامه لاسيلکونه کړي وو.
په څلورمه جنورۍ کورمې ته د لومړۍ قافلې روانولو ويلي وو، خو په دغه ورځ بيا د کورمې په مرستیال کميشنر وسله وال بريد شوی، هغه او ساتونکي یې پکې ژوبل شوي وو.
په پينځمه جنورۍ کورمه کې 144 ماده لګول شوې او په مرستیال کمينشر او هغه سره ساتونکو باندې د څلورمې جنورۍ د بريد مقدمه د پينځو معلومو او 25 نه تر 30 پورې معلومو کسانو پرضد درج کړل شوې ده.
په 13مه جنورۍ د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر سېف ويلي وو، د امن لوظنامې او اېپکس کمېټۍ د پرېکړې په رڼا کې په کورمه کې دوه مورچې يا بنکرې ورانې کړل شوي دي.
د کورمې ډپټي کميشنر اشفاق خان په 12مه جنورۍ ویلي وو، د امن د تړون له مخې به په بالش خېل او خار کلي کې موجودې ټولې مورچې ړنګولی کېدې، خو دغه کار بيا نه وو ترسره شوی.
هغه ویلي وو، چې په کوهاټ کې د امن د ترسره شوي تړون په اساس به د فرورۍ د میاشتې وړومبۍ نېټې پورې د کورمې ضلعې دننه ټولې مورچې راغورځولی او وسلې به راټولولی شي.
په کوزه کورمه کې په 21م نومبر د مندوري په علاقه کې د پاړاچنار نه پېښور ته تلونکو مسافرو په ګاډو وسله وال بريد شوی، د 45 پورې کسان پکې وژل شوي وو.
د يادې پېښې وروسته بيا په بګن او خواوشا سيمو کې د يرغل، کورونو او دوکانونو سوځولو ويل شوي وو.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان وژل شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، له دغې وروسته چې د کورمې لاره تړل شوې، تراوسه پورې بنده پرته ده.
Forum