لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو سفارتکار د امریکې خارجه وزیر خبرداره کړی چې طالب مشرانو ته دې دړکې نه ورکوي


د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو
د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو

د طالبانو یو سفارتکار د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو خبرداره کړو چې طالب مشرانو ته دې دړکې نه ورکوي. روبیو ویلي که چېرې طالبان د رپورټونو نه په زیاته شمېره کې امریکایان قېدیان لري نو د طالبانو د مشرانو په سر به د اوسامه بن لادن نه هم لوی انعامونه اعلان کړي.

تېره هفته د قېدیانو په تبادله کې طالبانو دوه امریکایان ازاد کړل او امریکې د طالبانو یو غړی خان محمد ازاد کړو.
د امریکایانو، ریان کوربېټ او د وېلینم مېکېنټي، د ازادۍ معاهده د صدر جوبایډن د حکومت په اخېرۍ ورځو کې وشوه.

deewa
deewa

دوه نور امریکایان جورج ګلېزمېن او محمود حبیبي لا د طالبانو په ولکه کې دي. طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي چې څومره خارجیان يې په قېد کې دي.

روبیو د خالي، شنبې، په ورځ په اېکس یو پېغام کې وویل دا اوس ورته معلومه شوه چې طالبانو د رپورټونو نه زیات امریکایان یرغمال نیولي دي.

روبيو وویل که چېرې دا رېښتیا وي نو په سمدستي ډول به د طالبانو د سر مشرانو په سر لوی انعام اعلان کړي او ممکنه ده چې دا انعام به د بن لادن په سر د انعام نه هم زیات وي.

په قطر کې د طالبانو استازي سهیل شاهین وویل دا يې د حکومت تګلاره ده چې مسلې په امناکه ډول د مذاکراتو دلارې هواري کړي.

شاهین خبرداری وکړو چې د دباو او د جارحیت ضد پکار ده چې هرڅوک په تېرو څو لسیزو کې د افغان قوم د "جهاد" نه سبق زدکړي.

د امریکايي او نېټو ځواکونو خلاف د شلو کلونو د جنګ وروسته طالبانو د کال ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان بیا واکمني ترلاسه کړه او نړیوال ځواکونه د امریکې او طالبانو د امن معاهدې په نتیجه کې د افغانستان نه ووتل.

شاهین د طالبانو په هغه ډله کې شامل و چې امریکې سره يې د معاهدې دپاره مذاکرات کول.

سهیل شاهین
سهیل شاهین

شاهین وویل د کېنېډا یو شهري ډېوېډ لېوري هم په وروستیو ورځو کې د قطر په منځګړیتوب د افغان زندان نه ازاد کړی شوی دی.

د کېڼېډې خارجه وزیرې مېلېني جولي وویل قطر ته د هغه د رسېدو وروسته يې لېوري سره خبرې کړي دي او د هغه حوصله لوړه ده. جولي د قطر د وزیراعظم او د خارجه وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني شکریه ادا کړه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG