په افغانستان کې واکمنو طالبانو د کېنېډا پځوانی پوځي د دوه مياشتو بندولو وروسته پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ خوشی کړی دی، دغه خبر اې پي اېف خبري ادارې ورکړی چې د قطر په مينځګړيتوب دا کار ترسره شوی دی.
ويل شوي، ډېويډ لېوری تېر کال د نومبر په مياشت کې طالب چارواکو په کابل کې نيولی وو.
خبر کې د سرچينې له قوله ويل شوي، لېوری د افغانستان نه خوشی کړل شوی او اوس په دوحه کې دی. سرچينې ويلي، د پوځي په اړه کېنېډا قطر ته خواست کړی وو.
د سرچينې ترمخه، د قطر مينځګړو د کېنېډا د لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کولې چې د پوځي دپاره طبي عمله افغانستان ته وليږي او د پوځي او د کورنۍ ترمنځ یې رابطه کوله، د خبرو په نتيجه کې لېوری اوس په دوحه کې د خپلې کورنۍ سره دی او طبي مرستې ورته ورکړل شوي دي.
هغه په کال 2021م کې کابل کې د ګډوډي په وخت چې امریکايي او اتحادي ځواکونه وتل، د سلو پورې افغانان ايستلي وو.
هغه د کېنېډا په پوځ کې دوه لسيزې دنده ترسره کړې او ويلی یې دي هغه د ځانګړي ځواک مهم غړی وو.
ويل شوي، هغه په کابل کې شخصي سيکيورټي کمپنۍ لرله.
د کېنېډا دا پخوانی پوځي په داسې وخت کې خوشی کړل شوی چې تېره اوونۍ طالبانو د يو افغان جنګيالي، چې په امریکا کې بندي وو، د هغه په بدل کې دوه امریکايي وګړي خوشي کړي وو.
رېان کوربټ چې په 2022م کې نيول شوی او ويليم مېکنټي، د محمد خان چې د نشه يي توکيو او ترهګرۍ په تور امریکا کې بندي وو، په بدل کې خوشي کړل شوي وو.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویلي، محمد افغان جنګيالی او په امریکا کې بندي وو.
ويل کیږي اوس هم دوه امريکايان جورج ګلیزمن او محمود شاه حبیبي په افغانستان کې بندي دي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو د جنورۍ په 25مه خبرداری ورکړی که چرې ثابته شي چې په افغانستان کې د طالبانو سره تر ښودل شوې شمېرې زیات امریکایي وګړي بندیان دي نو ددې ډلې د مشرانو په سر به تر اسامه هم "ډیر غټ انعام"وټاکل شي.
ښاغلي روبیو په ټولنیزه رسنۍ ایکس لیکلي ، هغه ته ویل شوي په افغانستان کې د طالبانو سره نور امریکایي وګړي هم بندیان دي.
خو د بهرنیو چارو وزیر بیا په دغه اړه نور هیڅ جذیات مخې ته نه دي راوړي.
Forum