د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر سېنېټر اېمل ولي خان وايي، "پښتون قوم فيصله کړې، د پاکستان رياست ته هغه پيغام ورکول غواړم چې که په افغانستان حمله کول غواړئ نو پښتانه به په هغې خوشاله نه وي او د دې عمل نفي به کوي، پښتانه ستا د افغانستان سره د جګړې پلوي نه دي".
اېمل ولي خان دغه خبره تېره شپه په کراچۍ کې د عوامي نېشنل ګوند لخوا د باچا خان د 37م او عبدالولي خان د 19م تلين دستورې ته په وينا کې کړې ده.
هغه وويل، "افغانستان يو خپلواکه هيواد دی، د افغانستان د خپلواکۍ خيال دې وساتل شي، مونږ د پاکستاني په حېث، مونږ افغانستان او پاکستان دواړو ته خواست کوو، چې امن راولي او که تاسو ته ډېره مسله وي، نو افغانستان والا شريف خلک دي، بل لور ته تاسو خپل شه رګ –(کشمیر) بايللی دی، هغه قبضه شوی دی، همت وکړئ، د زورور په وړاندې ودرېږئ، مونږ جګړه نه غواړو خو بيا هم ستاسو د همت دپاره تاسو سره ودرېږو".
نوموړي زياته کړه، "يو اړخ ته پوره کشمير قبضه کیږي، تاسو څملئ او کښېنئ، بل لور ته په افغانستان حملې کوئ، دا عمل بيخي سم نه دی، عوامي نېشنل ګوند د خپلې نظريې ترجماني کوي د پاکستان رياست ته دا پيغام ورکوي، چې څومره هم ګاونډي هيوادونه دي د هغو سره ښې اړیکې ولرئ، هغه که افغانستان دی، ايران دی، چين دی، روس دی او که هندوستان دی د هغو سره ښې اړيکې ولرئ، د هغې وروسته به دا ملک ترقي کوي".
اېمل ولي خان دا خبره په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د کله نه چې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.
د تېر کال په 24م دسمبر افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، پاکستان د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، وزيرستاني کډوال یې ويشتي، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 46 کسان وژل شوي، طالبانو دغه بريد غندلی او ویلي یې ويلي وو، دغه بريد به ځوابه پرې نه ږدي.
او بيا په 28م دسمبر په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت دعوه کړې وه، "د ډېورنډ د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونو تنظمېدل".
پاکستان تراوسه پورې په افغانستان کې د حملو او د بیا د افغانستان د لوري په پوله د پورې غاړې د حملو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
خو په 26م دسمبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دومره ويلي وو، د پاکستان "د افغانستان سره په پوله یې ځينې پېښې شوي دي"، نور یې څه نه وو ويلي.
اېمل ولي خان د افغانستان او پاکستان په اړه څرګندونو کې وويل، دغه خبرې یې د جلسې نه يوه ورځې وړاندې د ګوند د مجلس عامله په غونډه کې شوي دي.
د تلين غونډې ته په وينا کې نوموړي وويل، "که د ترهګرو پرضد عملیات کيږي او که د هغو سره مذاکرات کيږي، تباهي پکې د پښتنو کیږي، او پښتنو ته پېغور ورکول کيږي چې پښتونخوا کې موجود قدرتي وسايل پښتنو ته په جهېز کې ترلاسه شوي دي، نو ويل غواړو چې دا قدرتي وسايل زمونږ دي او وي به، په دې زمونږ اييني حق دی".
هغه زياته کړه، "زمونږ نه دې دا تمه ونه ساتل شي چې مونږ به د امن ضد او وحشت سره ودريږو، مونږ به کله هم د مظلوم خلاف د ظالم سره نه ودرېږو، د خپل حق او سايلو څخه به کله هم په شا نه شو".
اېمل ولي خان وويل، "مونږ د ادارو نه کرکه نه کوو خو دوی دې هم د خپل اييني کردار پورې پاتې شي، زمونږ نن هم شعار دی، ځئ ځئ پولې ته ځئ، مونږ په دوی ناز وکړو چې دوی سياست او کاروبار پرېږدي، په دفاع او پوله توجه ورکړي".
هغه وويل، "پاکستان کې د افغانانو سره کېدونکی سلوک د غندنې وړ دی"، پاکستان کې په وروستیو کې بيا د افغانانو د نيولو خبرونه مخې ته راغلي دي.
نوموړي زياته کړه، "نن هم چې پاکستان کې د ترهګرۍ کومه پېښه کيږي تور په افغانستان لګول کيږي، بل لور ته د افغانستان سره د تګ راتګ او تجارت ټولې لارې بندې دي، د حملو په نتيجه کې پاکستان کې د ټولو افغان وګړو او پښتنو سره امتيازي سلوک کيږي".
پاکستان کې په ځانګړې توګه په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا جنوبي او قبايلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې زیاتې شوي دي.
د پاکستان پوځ هم وخت په وخت د خېبرپښتونخوا په بيلابيلو سيمو او بلوچستان کې د شرخوښو وسله والو ضد د عملياتو او ترهګرو د وژلو دعوې کوي.
د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د ترهګرۍ د خاتمې پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه جاري ساتي.
اېمل ولي خان په انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګولي او زياته کړې یې ده، "پاکستان کې جمهوريت نشته، جمهوريت او نظام په ملک کې د نافذ غېر اعلاني مارشل په نوم بدنامول کيږي، واک اختيار د يوې نه بلې ورځې ته دفاعي ادارو ته ورکول کيږي".
Forum