د امریکا چارواکي اوس هره ورځ په سلګونو بې اسناده کډوال نیسي او بیرته یې خپلو هیوادونو ته لېږي، په دې اقدام سره د صدر ډانلډ ټرمپ هغه ژمنه عملي کوي چې د صدارتي کمپېن په وخت کې یې ویلي، هغه کډوال به ټول وباسي چې په غیرقانوني توګه امریکې ته داخل شوي دي.
د امریکې د صدر مرستیال جې ډي وېنس د یکشنبې- اتوار په ورځ د سي بي ایس نیوز په "فېس دي نېشن" خپرونه کې وویل، "موږ به د کډوالۍ [ایمیګرېشن] د قوانینو په عملي کولو پیل کوو."
د امریکې د ایمیګرېشن او کسټمز د عملي کولو د ادارې (ای سي اي) او سپینې ماڼۍ د شمېرو له مخې، د ټرمپ د نوې ادارې په لومړیو ورځو کې تر 1,000 زیات کډوال نیول شوي او په سلګونو تېره اوونۍ د ګواټیمالا په ګډون نورو هیوادونو ته راستانه کړی شوي دي.
صدر ټرمپ د جمعې په ورځ شمالي کېرولاینا ته تللی وو چې هلته د هیلین توفان د سېلابونو له کبله د زیانونو د بیارغونې هڅې وګوري، په دې مهال یې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، "دا [د کډوالو د نیولو کار] ډېر ښه روان دی. موږ بد او سخت مجرمان باسو".
ټرمپ کوم ثبوت وړاندې نه کړ خو ویې ویل، "دا قاتلان دي، دا هغه خلک دي چې دومره بد اوسېدلي دي چې څومره یې تاسو بد ګڼلای شئ، هغومره بد دي څومره چې تاسو لیدلي دي. موږ به لومړی دوی باسو."
سپینې ماڼۍ د هغو کډوالو عکسونه خپاره کړي دي چې د C-17 په نوم پوځي ټرانسپورټي الوتکې ته خېژول کېږي چې له امریکې څخه د دغو کسانو د ایستلو لپاره الوتنې کوي.
د ټرمپ د پولو د کنټرول د چارو مشر ټام هومن د یکشنبې- اتوار په ورځ د اې بي سي نیوز "دِس ویک" یعنې "دا اوونۍ" خپرونې ته وویل، "په ټول هېواد کې به نور هم ډېر خلک ونیول شي."
ټرمپ د امریکې او مېکسیکو تر منځ پولې ته د 1,500 پوځیانو د لېږلو اجازه ورکړې ده او د هغه د سرحدي چارو مشر هومن وویل، "تاسو به ووینئ چې [د پوځیانو] شمېر به زیاتیږي. دوی هلته د پولې د خوندي ساتلو لپاره دي."
ښاغلي هومن وویل "څومره چې موږ کولای شو" خلک به نیول کېږي او له امریکې به شړل کیږي، وایي لومړی هغه کسان نیسي چې په امریکا کې په جرمونو تورن شوي او بیا به هغه کسان نیسي او شړي چې د امریکې چارواکو یې د پناه غوښتنې رد کړې دي.
داسې ګومان کیږي چې شاوخوا 11 میلینه بې اسناده کډوال په امریکا کې ژوند کوي، چې دا یوه حیرانوونکې شمېره ده او د امریکې اکثره چارواکي په دې باور دي چې د دوی ټولو بیرته ایستل به امکان ونه لري.
د امریکې د سرحدي چارو د کنټرول نوي مشر ټام هومن له بې اسناده کډوالو وغوښتل چې که حتی له امریکې د وتلو امر نه ورته نه وي شوی هم په خپله خوښه دې خپلو هیوادونو ته راستانه شي:
"موږ په لومړیو مرحلو کې یو. دا سمه نه ده چې د دې هیواد له قوانینو سرغړونه وشي، موږ چې په موجودو پیسو څه څه کولای شو هغه به وکړو".
ریپبلکن سنېټر او د ټرمپ کلک متحد لینډسي ګراهم په کانګرس کې له خپلو ریپبلکن همکارانو وغوښتل چې د غیرقانوني کډوالو د ایستلو د هڅو لپاره د نورو لګښتونو منظوري ورکړي.
ښاغلي ګراهم د این بي سي په "میټ دي پریس" خپرونه کې وویل، "موږ د ټرمپ ټیم ته وسایل نه دي ورکړي". هغه وویل هومن "دې ته اړتیا لري چې په کافي اندازه نور [ایمیګرېشن] یا د کډوالۍ ایجنټان وګوماري.
د ګراهم په وینا هغه اړتیا لري چې [له مېکسیکو سره] د [پولې] دېوال او د ټیکنالوجۍ کار بشپړ کړي. وایي هغه د دې کار لپاره له 41,000 څخه تر 150,000 د قید بسترو ته اړتیا لري."
د ټرمپ ادارې د موبایل اېپ له لارې په مېکسیکو کې پناه غوښتنې ته د انتظار کوونکو کډوالو لپاره د وخت یا اپواینټمنټ اخیستل بند کړي دي، خو د ټرمپ د کډوالۍ ضد صدارتي فرمانونه له قانوني چېلنجونو سره مخ دي.
Forum