په کورمه کې د نومبر په ۲۱ مه د پاړاچنار نه پېښور ته تلونکو د مسافرو په ګاډو نامعلومه کسانو د کوزې کورمې په مندوري او اوچت سيمه کې ډزې وکړې، او په دغو ډزو کې لږ تر لږه ۴۵ کسان ووژل شوو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو او د ۲۰ نه زيات کسان پکې ژوبل شوي وو
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د بيګا راهسې بيا هم نښتې روانې دي، د 19م نومبر راهسې په کورمه کې خواوشا د 80 څخه زیاتو کسانو د وژل کېدو وروسته تېره شپه د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند د اووه ورځو جنګ بندۍ دعوه کړې وه
د خېبر ضلعې په تيرا سيمه کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمېنځ نښخته شوې او دواړو خواو يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کړي دي.
پښتون قامي جرګې د 11م اکتوبر د جرګې وروسته په وړومبي ځل د 80 کسيزې کمېټۍ يا جرګې غونډه شوې چې پکې ځينې پرېکړې شوې دي. د جرګې وروسته په اعلاميه کې ويل شوي دغه غونډه د 13م اکتوبر د پښتنو قامي جرګې د پرېکړو په رڼا کې شوې ده. تفصیل د فريد شينواري په رپورټ کې:
پښتون قامي جرګې د 11م اکتوبر د جرګې وروسته په وړومبي ځل د 80 کسيزې کميټۍ يا جرګې غونډه شوې چې په کې ځینې پرېکړې شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل د فعال ادریس خټک د بې درکۍ او بندي کېدو په پينځه کاله پوره کېدو د پاکستان نه بيا غوښتنه کړې، هغه ته په غېر پوځي عدالت کې د منصفانه اورېدنې حق ورکړل شي او هغه ته دې په بند کې ټولې طبې او نورې اسانتياوې برابر کړل شي.
په کورمه پاړه چنار کې د لارو تړل کېدو او خراب امنيت ضد احتجاجي پرلت نن په دويمه ورځ هم دوام لري. پرون د نومبر په اوومه نېټه د امن په نوم مارچ د کورمې مرکز پاړه چنار نه پېل شوی او د 25 کلومېټرو پياده تګ وروسته د سميرعباس په نوم زيارت سره په پرلت بدل شوی دی.
د اسلاميه کالج پوهنتون استاذانو او زده کوونکو په ياد پوهنتون کې احتجاج پېل کړی او د دې له کبله د زدکړو عمل په مکمله توګه ځنډېدلی دی. احتجاج کوونکي استاذان دا خبره ردوي چې پوهنتون یې بند کړی او وايي د يوې خاص ډلې د لاسه د ماشومانو د زدکړو عمل ودرېدلی دی. تفصیل د فريد شينواری په رپورټ کې:
د خېبر د تيراه راجګل سیمې د کډوالو او د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور ترمنځ له خبرو وروسته د اګست د مياشتې راهسې روان احتجاجي پرلت د خېبر بګياړۍ پوستې سره دوه ورځې وړاندې ختم کړل شوی دی
د خېبر تيرا راجګل کډوالو د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور ترمنځ د خبرو وروسته د اګست د مياشتې راهسې شورو شوی احتجاجي پرلت ختم کړل شوی دی.
څېړونکي وايي د پښتون قامي جرګې اعلاميه کې نړۍ ته دغه يو پېغام ورکړئ شو چې تر ټولو مهمه ستونزه يې په سيمه کې امنيت وضع ښه کول دي او په اعلاميه کې زياتره هغه خبرې اچولئ شوې وې کومې چې د هغوئ په وس کې وي
اقتصادپوهان او سوداګر وايي افغانستان له ډېرې مودې هڅه کوي ايران سره تجارتي اړيکې پياوړې کړي او ټرانزټ تجارت د ايران چابهار او بندرعباس ته منتقل کړي. وايي په لنډو ورځو کې به د پاکستان او افغانستان تر منځ پاتې تجارت هم کمزوری شي او بل ځای ته به لاړ شي. تفصیل د فريد شينواري په رپورټ کې:
د افغانستان د سوداګرۍ خونې يوه چارواکي امريکه غږ ته ويلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او ټرانزټ تجارت په ۲۰۲۴ کال کې د پرله پسې لارو تړل کېدو له امله ۷۰ فيصده راکم شوی دی
پښتون ژغورنې غورځنګ يو ځل بيا د خېبر ضلعې په جمرود رېګي للمه سيمه کې «د پښتنو قامي عدالت» په نوم سترې جرګې لپاره تياريانې او انتظامات پېل کړي. د پېښور او خبير پوليسو په ګډه پرون او وړمه ورځ د پي ټي اېم په کېمپ بريدونه کړي وو او سامانونه يې هم سوځولي وو. تفصیل د عثمان خان او فريد شينواري په رپورټ کې:
په خېبر قبایلي ضلع کې د تیراه راجګل کډوالو له خوا بګياړي پوستې سره د احتجاجي پرلت د لاسه په تورخم لاره افغانستان او مرکزي اېشيايي هېوادونو سره دوه اړخيزه تجارت په ټپه ودرېدلی دی. سوداګر وایي سخت مالي زيان سره مخ شوي او د ډرايورانو ستونزې هم زیاتې شوې دي. تفصیل د فرید شینواري په رپوټ کې:
څېړونکي وایي په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راپدیخوا د پاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله د دواړو هیوادونو د ځواکونو تر منځ نښتې سیوا شوي اؤ ددې تاوتریخوالي بدې اغېزې د دواړو هیوادونو په ولسونو او تجارت کیږي او پرله پسې تورخم او چمن لارې بندېږي. تفصیل د فرید شینواري په رپوټ کې:
نور کتل