د افغانستان سره په پوله پرتې د کوزې کورمې ضلعې سياسي او مدني فعالانو په بګن، اوچت او مندوري کې خلکو ته د اوښتي مالي او ځاني زيان په اړه احتجاج کړی، دعوه یې کړې د نومبر په 22مه ځينې ترهګرو ډلو د دوی په بازار او کورونو يرغل کړی او د سيمې خلکو ته یې په غټه کچه تاوان اړولی دی.
د پښتونخوا د کوزې کورمې اوسېدونکو د پېښور پرېس کلب مخې ته په احتجاج کې غوښتنه وکړه، په کورمه کې د امن په ځای کولو دپاره دې د لاقونه ګرځول شوې زېنبيون او نورو ډلو په ضد پوځي عمليات وشي.
احتجاج کونکو تور لګولی، په بګن بازار او شاوخوا کورونو باندې شوي يرغل کې د زېنبيون نومې ډله ککړه ده. خو د شيعه ګانو مشرانو په دې وروستيو کې ويلي وو په زياتره پېښو کې داعش او ټې ټي پي لاس لري.
د رپورټونو ترمخه کورمه کې تېره مياشت د سني او شيعه مسلمانانو ترمنځ فرقه ييزه نښتې شوې، چې پکې لږ تر لږه 133 کسان وژل شوي وو.
په احتجاج کې شامل د کورمې اوسېدونکي ملک ثواب خان وويل، اېف سي ځواک کې 70 فيصده خلک د طوري قام هغه دي او بيا خصوصي توګه د ساجد حسېن طوري د قام خلک دي.
"نو مونږ کورمه پاکه غواړو، د څپرۍ نه تر ټک پورې يې غواړو، نيکه زيارت نه تر شيريناو پورې مونږ صفا غواړو او اوس کورمې د حزب الله، زنبيون او پاسدار کورم مرکز جوړ شوی او دا خلک مونږ په کورمه کې نه منو".
بل لور ته د پښتنو قامي جرګې غړي په کورمه کې د سنيانو او شيعه ګانو مشرانو سره د جرګې د لارې امن راوستو په لړ کې کورمې ته رسېدلي دي، وايي هلته به د دواړو خواو د مشرانو سره ويني او خبرې به کوي.
د پښتنو قامې جرګې غړي رضا محمد رضا وي او اې ډيوه ته ويلي، کورمې ته رسېدلي او هلته يې وړومبی په بګن کې ورانو شوو کورونو او بازار ليدو ته ورغلي، او خلکو ورسره خپل فرياد او په شوو نښتو کې زيانونو په اړه خبرې کړي دي.
هغه وويل، په بګن کې ډېره بې حده بربادي شوې ده. نوموړي زياته کړه، په لاره کې د خنډانو د وجې په وخت سدې ته ونه رسېدلې، سبا به په سده کې د جرګې مشرانو او بيا په پاړاچنار کې د شيعه مشرانو سره ويني.
نوموړي زیاته کړه، دوی به د دواړو فريقېنو سره خبرې او ډزبندي او ضمانت به ترې اخلي.
په کورمه کې د نښتو او وژنو وروسته حکومت د سنيانو او شعيه ګانو ترمنځ د جرګې نه پس لس ورځې اوربند اعلان کړی دی.
پېښور کې يو بل احتجاج کوونکي دين ګل په سيمه کې د اوښتې تاوان په اړه وويل، "مختصر دا چې مونږ خپل فرياد خلکو ته وړاندې کوو او زمونږ سکولونه، نادار دفتر، بېنکونه، پټرول پمپونه، زمونږ مشران او علما وسوځولی شو او دا هرڅه په ريکارډ پراته دي".
هغه وويل، "زمونږ هم دغه غوښتنه ده چې د ظالم لاس دې غوڅ کړی شي او هغه لاس دې ودرولی شي".
دوه ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا په مشرۍ صوبايي کابيني په کورمه کې د تل پاتې امن او ثبات د بحالۍ دپاره د يو بشپړ پلان منظوري ورکړې او د پلان لاندې یې د حالاتو قابو کولو دپاره يوه غټه جرګه جوړه کړې ده.
په دویم دسمبر د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د صوبايي کابينې غونډه شوې، او ويل شوي، جرګه به په علاقه کې تر هغې وخته موجوده او روانه وي څو پورې چې هلته پوره امن نه وي په ځای شوی.
ويل شوي حکومت د ټولنې کردار مهم ګرځولی او په ځايي مشرانو یې غږ کړی چې د فرقه ييزه کرکې او ګډوډي خوروونکو عناصرو په ګوته کولو کې ورسره مرسته وکړي.
صوبايي کابينې فيصله کړې، د کرکې خورولو د لارې تشدد کوونکي به ترهګر ګرځول شي او پرضد به یې سخته قانوني کارروايي کولی شي او نومونه به یې په شيډول فور کې شاملولی شي.
Forum