د خيبرپښتونخوا په کورمه ضلع کې امن دپاره په کوهاټ ضلع کې له تېرو څو ورځو راهسې د شيعه او د سني ټولنو ترمنځ روانه جرګه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېده او دواړو فريقينو د امن لوظنامه لاسليک کړه او په کورمه کې به په مستقل توګه ډزبندي کولی شي.
وایس اف امريکا ډيوه ته ترلاسه شوې د لوظنامې په اولني نقطه کې ويل شوي د کورمې دواړه فريقين په دې سلا شوي چې په ۲۰۰۸ کال کې شوې مري لوظنامه، اجتماعي او سيمه ييزې لوظنامې، پرېکړې او د سيمې د دود او رواج په رڼا کې شوې پرېکړې به په ځای وي.
د يادې لوظنامې په پينځمه نقطه يا شرط کې ويل شوي دواړه ډلې به د قام په سلا د اېپکس کميټی په غونډه کې شوې پرېکړې په رڼه کې په پينځلس ورځو کې دننه د وسلې سپارلو يوه تګلاره ټاکي او که کوم فريق ۱۵ ورځو کې يوه تګلاره ونه ټاکله نو بيا د اېپکس کميټی په فيصله عمل کېږي.
په دغه پرېکړه کې د مورچو په حقله ويل شوي دې نه پس به په کورمه کې مورچې نه جوړول کيږي او وړاندې نه جوړي مورچې به په يوه مياشت کې دننه ړنګول کيږي او که د مورچو ړنګولو وروسته کومه ډله د لښکر په شکل کې بلې ډلې خلاف راوځي نو حکومت به دغه خلک ترهګر ګرځوي او په ضد به يې ګامونه اخلي.
د پړېکړې ترمخه په کورمې ضلع کې به د شيعه او سني ټولنې ترمنځ د ځمکو کشالې د منظور شوي لېنډ يا ځمکې کمېشن د قواعدو او ضوابطو په رڼه کې حل کولی شي.
په کورمه کې د شيعه ګانو او سنيانو ترمنځ د ګيدو، پيواړ عيليزۍ، بالش خېل، ډنډربوشېره، غوزګړۍ، نستيکوټ، کونج عليزۍ، شورکو، صده، بګن، عليزۍ او ځينې نورې شاملې دي.
د شيعه او سني فريقينو ترمنځ په شوې لوظنامه کې ويل شوي د کورمې نه ايستل شوي ټول خلک به خپلو سيمو کې بېرته ستنول کېږي، هيڅوک به انښتې له مذهبي رنګ نه ورکوي او په سيمه کې به د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو ته د دفتر خلاسولو او کارکولو اجازه نه ورکول کېږي.
دغه پرېکړه زياتوي په سيمه کې به ټول سرکاري افسران، استاذان، عدالتي کارمندان او نور تنان به بې له ويرې خپل کارونه کوي او ځايي خلک به د پښتونوالي په هيث دغو تنانو تحفظ کوي.
په کوهاټ کې د شيعه او سني ټولنې مشرانو ترمنځ د لوظنامې لاسليک کېدو وروسته د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور په يو خبري بيان کې وویل نن د دواړو ډلو ترمنځ د حکومت په کوششونو پرېکړه شوې او دا ګام په کورمه کې د تل پاتې امن د پاره يو مهم قدم ؤ.
علي امين زياته کړه د امن لوظنامه لاسليک کېدو وروسته په کورمه کې ټل پاړاچنار لارې د پرانستلو ته لاره هواره شوه او دواړو فريقينو نه يې خواست کړی چې په خپلو صفونو کې يووالی پيدا کړی او کرکه اونفرت خورونکي خلک رد کړی.
د خېبرپښتونخوا حکومت وياند بېرسټر محمد علي سېف رسنيو ته ورکړی شوي بيان کې ويلي يو فريق څو ورځې وړاندې په پرېکړه دستخط کړی ؤ او بل فريق نن ورباندې وکړو.
هغه وايي دې لوظنامې نه پس به هرې شنبې يا خالي په ورځ کانوايي په شکل کې ځمکني لارو باندې تګ راتګ شورو کيږي.
د ټل۔پاړاچنار لاره د اکتوبر دولسمې نېټې راهسې د خلکو تلو راتلو د پاره په مکمله توګه ټرلې پرته ده او پاړاچنار کې خلکو له خوراکي شايانو، تېلو، ګېس او دويانو سخت کمي سره مخ شوي دي.
Forum