د پښتونخوا ملي عوامي ګوند اؤ د حکومت مخالفه ګوندونو د ایتلاف مشر محمود خان اڅکزي په حکومت کلکې نیوکې کړي چې ملک یې د خانه جنګۍ لوري ته روان کړی دی.
د جمعې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ښاغلي اڅکزي ویلي پاکستان هره ورځ له 20 نیولي تر 30 پورې کسان وژل کیږي خو په ملک کې په قلم اؤ اسمبلۍ کې په خبرې کولو بندیز دی اؤ په داسې حالاتو کې خبره په ګاونډي هیواد افغانستان تر بمبارۍ پورې رسېدلې ده.
محمود خان اڅکزي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د جمعې په ورځ د اپېکس کمیټې غونډې ته وزیراعظم شهباز شریف پخپله وینا کې وویل، پاکستان د پولې د پورې غاړې څخه کېدونکې دراندازۍ ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی اؤ بیا به یې هم ورکوي.
د محمود خان اڅکزي وینا وه دا مهال چې پاکستان له کومو حالاتو تېریږي هغه ټولو ته معلوم دي خو غیر اییني اؤ غیر جمهوري واکمنانو سره ددې هیڅ فکر نشته.
نوموړي وویل دا مهال هیواد کې د ټولو ګوندونو کانفرنس رابللو ته اړتیا ده اؤ په دې کانفرنس کې باید پوځ اؤ صحافیان هم راوبلل شي تر څو په حالاتو رڼا واچول شي اؤ د حل لاره یې راویستل شي.
د ښاغلي اڅکزي په خبره، زموږ فرض دي چې خپلو کې کښینو اؤ سیمه د جګړې میدان جوړېدو ته ور نه کړو ، له نیکه مرغه ستر سپر پاور چین هم زموږ ګاونډي اؤ دوست هیواد دی، چین هم افغانستان سره ښه مراسم ، خپلو کې سره کښېناستل اؤ سیمه له جنګه ژغورل پکار دي.
هغه وویل افغانستان باید د کشمکش مرکز جوړ نه کړل شي بلکې ددې پځای دې د امن ځانګو جوړه کړل شي.
د پاکستان حکومت اؤ پوځ دعوه کوي چې د ټي ټي پي وسله وال د افغانستان خاوره کې خوندي ځالې لري اؤ د پاکستان په ضد له هغه ځایه فعالیتونه کوي خو افغان طالب چارواکو تل د پاکستان دا دعوې رد کړي اؤ وایي هیچاته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل کوم هیواد په ضد وکاروي.
په 24م دسمبر افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، پاکستان د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 46 کسان وژل شوي له دغه برید وروسته بیا ځېنو افغان رسنیو هم دعوه کړې وه چې د طالبانو سرحدي ځواکونو د پاکستان خاوره کې بریدونه کړي اؤ 19 پاکستاني عسکر یې وژلي دي.
د پاکستان اؤ افغانستان دواړو حکومتونو یا امنیتي ادارو د مرګ ژوبلې دا شمېرې نه دي تایید کړي.
محمود خان اڅکزي په پوځ هم سختې نیوکې وکړې اؤ وې ویل چې چرته هم د ځمکې دننه معدنیات وي د پاکستان پوځ هلته ورځي.
د هغه وینا وه چې خېبر پښتونخوا بلوچستان، سیند اؤ پنجاب یو پاکستان دی ، په کومه سیمه کې چې معدنیات وي په هغې کې ددغه سیمې وګړو ته برخه ورکول پکار ده.
هغه په وزیراعظم شهباز شریف نیوکې وکړې اؤ وي ویل چې هغه خو د پخواني پوځي امر جنرال پرویز مشرف د واکمنۍ په موده کې هم وزیراعظم جوړېدو ته تیار ؤ.
محمود خان اڅکزي وویل چې د شهباز شریف جعلي حکومت ملک قصداً اؤ عملاً ملک د خانه جنګۍ لوري ته روان کړی دی.
مرکز اؤ پنجاب صوبه کې د واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) مشرانو د محمود خان اڅکزي په دې څرګندونو د افسوس څرګندونه کړې اؤ اؤ ویلي یې دي چې د ښاغلي اڅکزي څرګندونې د حیقیت برعکس دي.
د مسلم لیګ(ن) ګوند یو مرکزي مشر حنیف عباسي د محمود خان اڅکزي څرګندونو ته خپل غبرګون کې ویلي، په داسې وخت کې چې په لویدیځه پوله پاکستان دراندازۍ ته غاښ ماتی ځواب ورکړی دی، محمود خان اڅکزي د دراندازۍ کوونکو د خواخوږۍ خبره کړې ده.
د پنجاب صوبې سینیر وزیر مریم اورنګزیب هم پخپل یو بیان کې ویلي ښاغلي اڅکزي څرګندونې حقیقت نه لري اؤ شهباز شریف کله هم د کرسۍ لالچ نه دی کړی.
هغې ویلي چې په تېرو وختونو کې هم شهباز شریف درې کرته د وزیراعظمۍ کرسۍ په لغته وهلې اؤ د خپل ورور نواز شریف سره یې وفا کړې ده.
Forum