د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې ته تلونکې قافله تراوسه نه ده روانه کړل شوې، د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي، د امنیت په خاطر قافله په وقتي توګه ودرول شوې، او د علاقې د پاکولو وروسته به زر روانه کړل شي.
ويل شوي، په کورمه کې 144 ماده لګول شوې او په مرستیال کمينشر او هغه سره ساتونکو باندې د څلورمې جنورۍ د بريد مقدمه د پينځو معلومو او 25 نه تر 30 پورې نامعلومو کسانو پرضد درج کړل شوې ده.
د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر سېف ویلي، د غټې جرګې د تړون له مخې په کورمه کې په هر حال کې امن په ځای کولی شي، د امن دښمنانو ضد به سخته کارروايي کولی شي.
هغه ویلي، په ډپټي کمينشر حمله د امن تباه کولو ناوړه سازش وو، د کورمې خلک دې د امن تباه کونکو په عناصرو څخه ځان په ډډه وساتي او علاقه کې د امن دپاره دې د انتظاميې او حکومت سره مرسته وکړي.
هغه زياته کړې، وزيراعلا په سختۍ سره د پېښې نوټس اخستی دی.
پرون د اتوار په ورځ د خېبرپښتونخوا داخله او قبايلي چارو سيکرټري په کورمه کې د دوو میاشتو دپاره 144 ماده لګولې، د وسلې په ښکاره ګرځولو او پينځو نه زياتو کسانو په راغونډېدو بنديز لګول شوی دی.
هم پرون د کورمې مرستیال کميشنر جاوېدالله مسيد چې په بريد کې ژوبل شوی، د کورمې څخه بدل کړل شوی او د هغه په ځای اشفاق خان په ځای کړل شوی دی.
د جنوری په وړومبۍ نېټه د شيعه او سني فريقېنو ترمنځ د حکومت په منځګړيتوب جرګه ترسره شوې جرګه کې دواړو فريقينو د امن په لوظنامه لاسيلکونه کړي وو.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان مړه شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، دغه لاره بنده پاتې ده.
Forum