په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په اسلام اباد کې سفارتخانې ويلي، په وروستيو کې په اسلام اباد کې د 800 افغانانو په نيول کېدو ژوره اندېښنه لري. سفارتخانې دعوه کړې قانوني اسناد [پي او ار او اې سي سي کارډ] لرونکي افغانان هم نيول شوي دي.
د پاکستان حکومت او اسلام اباد پوليسو د افغانانو نيولو په اړه سمدستي څه نه دي ویلي او د اسلام اباد پوليسو وياند وي او اې ډیوه ته وويل، د افغانانو ضد داسې کوم ځانګړي عمليات نه دي شوي خو هغه بیا هم په دغه اړه معلومات راټولوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هم د افغانانو د نيولو په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د 26م نومبر د احتجاج وروسته ویلي وو، د 31م دسمبر وروسته به د اسلام اباد حدودو کې افغان وګړي نه اوسي او که پاتې کيږي د مرستيال کميشنر نه به اجازت نامه اخلي.
سفارتخانې ویلي، "د اجازت نامې د ضرورت او جاري کولو په عمل کې د وضاحت نشتوالی د نیولو او ملک څخه ايستلو لامل جوړ شوی دی".
د طالبانو سفارتخانې ويلي، "137 داسې افغانان ايستل شوي یا شړل شوي چې د ويزو موده یې ختمه شوې خو هغوی د دغه مودې سېوا کولو دپاره خواستونه کړي وو او د يو اېن اېچ سي ار او شارپ سره رجسټرډ وو، الميه ده چې کورنۍ چې پکې ښځې او ماشومان شامل دي د يو بل څخه جدا شوي، او ځينې پاکستان کې ګېر دي".
سفارتخانې زياته کړې، "د افغانانو د کورنيو بې د وارنټه د تلاشۍ او قلنګ اخستو رپورټونه یې ترلاسه کړي دي".
د طالبانو سفارتخانې د پاکستان په حکومت د دغه مسلې په سمدستي توګه هوارولو او اندېښنې لرې کولو غږ کړی دی.
سفارتخانې په يو اېن اېچ سي ار او بشري حقونو په نورو تنظيمونو هم غږ کړی چې پاکستان کې مېشتو افغان وګړو د عزت او حقونو دپاره غږ پورته کړي.
د طالبانو سفارتخانې په اسلام اباد کې د افغانانو د نيولو خبر په داسې وخت کې ورکړی چې د تېرې دسمبر د میاشتې په وروستيو کې پاکستان په افغانستان کې هوايي بریدونه کړي، او په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم بيا پاکستان سره په پوله د انتقاماً بريدونو ويلي وو.
پاکستان تراوسه پورې نه په افغانستان کې او نه د افغانستان د لوري په پوله پاکستان لوري ته د طالبانو د بريدونو په اړه په رسمي توګه څه ويلي دي.
پاکستان کې تېر نګران حکومت د کال 2023م د اکتوبر د 31مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو اعلان کړی، او د لومړي نومبر څخه د افغان کډوالو ويستلو لړۍ پېل شوې وه.
ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه، خو پاکستان ویلي وو د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.
طالبانو بيا وخت په وخت ویلي، د پاکستاني چارواکو سره یې د کډوالو په موضوع خبرې شوي دي.
تېر د دسمبر د میاشتې په 27مه نېټه د پاکستان د پوځ ویاند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري مطبوعاتي غونډه کې ویلي وو، د ستمبر 2023م نه تراوسه پورې 815000 پورې افغان کډوال بيرته تللي دي.
Forum