د امریکا ورځپاڼه وال سټریټ جرنل په یو تازه رپوټ کې وايي د امریکا صدر بایډن انتظامیه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره د دریو امریکایانو د خوشې کولو په بدل کې په ګوانټانامو کې د القاعده د یو مهم غړي د خوشې کولو په اړه خبرې کوي.
په ګوانټانامو کې د امریکا په قېد کې د ترهګرې ډلې القاعده دغه مهم سړی محمد رحیم الافغاني نومېږي، او وايي چې د اسامه بن لادن نزدې ملګری وو.
د بایډن انتظامیه چې د جولای د میاشتې راهیسې د طالبانو سره پر یوه لوظنامې خبرې کوي، رپوټ وایي، د نومبر په 14مه يې طالبانو ته وویل چې امریکا به محمد رحیم الافغاني چې د امریکا حکومت ترمخه د القاعدې د یو جګپوړي غړی دی خوشې کړي، که په افغانستان کې واکمن طالبان په کال 2022 کې افغانستان کې نیول شوي امریکایان جارج ګلېزمن، ریان کوربېټ ، او محمود حبیبي خوشې کړي .
د وال سټریټ د خبر ترمخه طالبانو د جارج ګلېزمن او ریان کوربېټ په بدل کې د محمد رحیم الافغاني او د دوو نورو د تبادلې تجویز ورکړی او وايي طالبان د محمود حبیبي د نیولو نه انکار کوي.
د امریکا د نېشنل سېکیورټي یا د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون د ډسمبر په 17مه د تړل شوو دروازو ترشا د امریکا ایوان نمایندګان د بهرنیو چارو د کمیټۍ غړو ته وویل صدر بایډن تر اوسه د طالبانو د وړاندیز په اړه فیصله نه ده کړې، دغه معلومات د غونډې ګډونوالو وال سټریټ جرنل سره شریک کړي.
د طالبانو وړاندیز د بایډن لپاره یوه مسله ده. هغه په ټوله نړۍ کې د امریکايي یرغمل شویو خوشې کولو باندې ویاړ کوي ، او په تېرو څلورو کلونو کې یې د 70 نه ډیر کسان بیرته امریکا ته راستانه کړي دي.
خو الافغاني چې له اوږدې مودې راهیسې د امریکا حکومت د یو جګپوړي قیدي په توګه ښودلی دی، او دهغه او نورو بندي افغانانو خوشې کول په صدر بایډن نیوکې راپارولی شي.
تېره ورځ پېنټګان ویلي وو چې د ګوانټانامو د بندي خانې نه یې ۱۱ یمني وګړي خوشې کړي وو. امریکایي مطبوعات وايي دغه کسان د ۲۰ کالو نه د زیاتې مودې راهیسې بندي وو او کوم جرم پرې پورې شوی نه وو.
د مطبوعاتو تر مخه ګوانټانامو کې اوس یوازې ۱۵ قېدیان دي.
Forum