لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د ټل پاړاچنار لارې بنديز پرضد احتجاجونه پيل شوي


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د تېرو 80 راهسې د ټل-پاړاچنار لاره په سيمه کې د پرله پسې نښتو له امله تړلې پرته ده. ځايي خلک وايي، د برنۍ کورمې پاړاچنار او نورو سيمو خلک د خوراکي توکيو او نورو څيزونو د کمي سره مخ شوي دي.

بلې خوا ته په پاړاچنار کې له تېرو اتو ورځو راهسې احتجاجي پرلت دوام لري، په کراچۍ او لاهور کې هم د کورمې په ملاتړ احتجاجي مظاهرې روانې دي.

په کورمه کې د ټل۔پاړاچنار لارې د تړل کېدو او د کوزې کورمې په بګن اوچت سيمه کې د نامالومه وسله والو له خوا د دوو کسانو د وژل کېدو پرضد په پاړاچنار کې احتجاجي پرلت پېل شوی دی.

پرلتوال وايي که حکومت په راروانو 72 ساعتونو کې د لارې خلاصېدو په اړه چټک ګامونه پورته نه کړل شو، نو خلک به په خپله سخت قدم اوچتولو ته اړ شي.

مدنی فعال جاوېد علي شاه وايي، د دنيا څومره هم چې ضروريات دي او يا زمونږ بهر خلک دي نو دا ټول په مشکل کې ګېر دي او د دې ټول ستونزو په ضد دغه قام را اوچت شوی دی.

" د ډېرې بدبختۍ نه زمونږ چې کوم نااهل مشران دي هغه بېخي بې پروا ناست دي او خلکو ته داسې محسوسيېږي چې دوی د سره پاکستانيان نه دي او نه يې څوک ګڼي".

په کورمه کې د سنيانو او شيعه ګانو ترمنځ د نښتو د لاسه ټل۔پاړاچنار لويه لاره د هر ډول تګ راتګ د پاره د اکتوبر 12مې راهسې تړلې پرته ده او دې له کبله په پاړاچنار کې خلک له خواکي توکيو د نيشتوالي سره مخ دي او افغانستان سره په خرلاچي پوله سوداګري بنده ده.

بل خوا د شيعه تنظيمونو لخوا د کراچۍ په شمول په ټول پاکستان کې د پاړاچنار خلکو سره د يووالي د پاره احتجاج اعلان کړی دی.

احتجاج کونکي وايي، بګن کې د ډزبندۍ د پرېکړې پس دوه تنه وژل شوي، او دغه کار د امن خرابېدو په نوم يادوي.

يو ځايي مشر عابد حسېن وايي، "زمونږ هم دغه فېصله ده چې کوم ظلم په مونږ روان دی او دا بند نه شو او چې بره د کورمې په اړه کومې پړېکړې په بندو کوټو کې کېږي. نن دا خلک چې په کومه يخنۍ کې راوتلي دي نو دا به د کورمې ټولې لارې تړي او داسې به يې بندوي چې يو مرغۍ به هم پرې نه شي تېرېدلی"

په کوهاټ ضلعه کې د سنيانو او شيعه ګانو د مشرانو ترمنځ د حکومت په منځګړيتوب خبرې اترې روانې دي او د جرګې يو غړی وايي په زياتره مسلو دواړه ډلې راضي شوي او ډېر زر به يوه پرېکړه لاسليک کړی شي.

څو ورځې وړاندې د اېپکس کميټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د فرورۍ وړومبۍ نېټې پورې به ټولې وسلې له انتظامیې سره جمع کولی شي او تر دغه نېټې به سیمه کې ځايي خلکو له خوا جوړي مورچې ویجاړولی شي.

په کورمه کې د 12م اکتوبر او بيا په 21م او 22م نومبرد پېښو وروسته د شيعه ګانو او سنيانو ترمنځ نښتې زياتې شوي او د حکومتي شمېرو ترمخه په دې نښتو کې 135 کسان وژل شوي او 175 پورې نور ژوبل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي، د لارې د بنديز له امله د کورمې خلک چې د مشکلاتو سره مخ دي، د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په لارښوونه د زيارت په ورځ د صوبايي حکومت هیلي کاپټر د کورمې دپاره شپږ پروازونه کړي او 145 کسانو ته یې د هوايي ټرانسپورټ اسانتياوې برابر کړي دي.

صوبايي حکومت دعوه کړې، تراوسه پورې صوبايي حکومت د هيلي کاپټر د لارې 12.8 ټنه دوايانې رسولي دي.

علي امين ګنډاپور ویلي، هڅه کوي چې په علاقه کې ورپېښې مسلې زر تر زره هوارې کړی شي، فريقېن او د علاقې مشران دې د امن دپاره د صوبايي حکومت د هڅو ملاتړ وکړي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګې د خېبر جرګې ملاتړ وکړو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG