لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټونه: د افغانستان او پاکستان په سرحد د طالبانو او د پاکستاني ځواکونوجګړې شوي دي


به دې وروستیو ورځو کې د پاکستان او دطالبانو ترمنځ په مشترکه پوله تاوتریخوالی زیات شوی دی
به دې وروستیو ورځو کې د پاکستان او دطالبانو ترمنځ په مشترکه پوله تاوتریخوالی زیات شوی دی

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په "ډیورنډ لاین"سرحد رپورټونه وايي د افغان طالبانو او د پاکستاني ځواکونو جګړې شوې دي.

د وي او ای د اشنا څانګې ترمخه مقامي میډیا ویلي دغه جګړې د زیارت، پنجشنبې، په ماښام د افغانستان د خوست ولایت په خینو علاقو کې شوي دي. د خينو طالب چارواکو په وېنا جګړې د سحر یوې بجې وروسته شروع شوې.

د طالب چارواکو په قول پاکستاني ځواکونو د خوست د علي شیر ولسوالۍ په دابګی علاقه کې د راکټونو حمله وکړه، طالبانو جوابي ډزې وکړې او بیا جګړه څو ګنټې جاري وه.

په پېښور کې د وي او ای د اردو څانګې خبریال شمیم شاهد ترمخه د عهدېدارانو وېنا وه چې د طالب اود پاکستاني ځواکونو جګړه سحر تر پينځو بجو پورې جاري چې په سبب يې ځینې مقامي خاندانونه علاقه په پرېښودو مجبور شوي وو.

د افغانستان واکمنو طالبانو او پاکستاني چارواکو په رسمي ډول په پوله د تازه جګړې په اړه څه نه دي. په جګړه کې د جاني زیان په اړه معلومات هم مخې ته نه دي راغلي.

به دې وروستیو ورځو کې د پاکستان او دطالبانو ترمنځ په مشترکه پوله تاوتریخوالی زیات شوی دی.

deewa
deewa

د ډسمبر په ۲۴ نېټه افغان طالبانو ویلي وو پاکستاني ځواکونو د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې چې په کې د ښځو او د ماشومانو په شمول ۴۶ کسان وژل شوي دي. د دې وروسته ځېنو افغان رسنیو دعوه کړې وه چې د طالبانو سرحدي ځواکونو د پاکستان خاوره کې بریدونه کړي اؤ ۱۹ پاکستاني عسکر یې وژلي دي.

پاکستاني په رسمي ډول په برمل کې بریدونه نه دي منلي خو د پاکستان خارجه وزارت ویلي په پوله ځینې واقعات شوي دي. د پاکستان ځینو امنیتي چارواکو په غېر رسمي ډول مطبوعاتو ته ویلي وو چې پاکستاني ځواکونو د کالعدم تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، په وسله والو حملې کړي دي.

په برمل کې د پاکستان د مبینه حملو وروسته د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه د افغانستان طالب چارواکو د پاکستاني ځواکونو خلاف د جوابي اپرېشن خبره کړې وه.

پاکستاني چارواکي د ډېر وخت راهسې وايي د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې د فعالیت ازادي لري او د پاکستان په ضد حملو دپاره افغان خاوره استعمالوي. افغان طالبان دا خبره ردوي، وايي پاکستان دې په امنیت کې د خپلې ناکامۍ ذمه واري په افغانستان نه اچوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ یو وارې بیا تور لګولی چې د پولې له پورې غاړې څخه د پاکستان په ضد کارروایۍ کیږي او ويې وېل پاکستان ددې کارروایو غاښ ماتونکی ځواب ورکړی هم دی او بیا به یې هم ورکوي.

د جمعې په ورځ اسلام اباد کې په حکومتي اؤ پوځي مشرانو د مشتملې اپېکس کمیټې غونډې ته خپله وینا کې د شریف د چا له نوم اخستو پرته ویلي چې خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې دښمن پاکستان ته د نقصان رسولو لپاره په فعالیتونو بوخت دی.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي او ای اشنا او د وي او ای اردو څانګې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG