د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د هدفي پېښو لړۍ دوام لري. چارواکي وايي، تازه پېښې بنو او شمالي وزیرستان کې شوي، د یو پوليس اهلکار په ګډون پکې دوه کسان وژل شوي دي. شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پرضد قامي جرګه هم شوې ده.
د هدفې وژنو تازه پېښه د بنو کېنټ تاڼې په حدو مامش خېل سیمه کې شوې چې پکې پولیس کانسټېبل وژل شوی دی.
د بنو پولیسو د پېښې تایيد کړی، وايي کامران خان نومې کانسټېبل په ډیوټۍ مامور وو نامالومه کسان راغلي او په هغه یې ډزې کړي، په ځای وژل شوی او برید کونکي د پېښې ځایی نه تښتېدلي دي.
د دوی وینا پولیسو پلټنې پیل کړې او د لټون عملیات دوام لري.
دا پېښه په داسې کې حال شوې چې د ترهګرۍ ضد محکمه وایي تېرکال په خېبر پښتونخوا کې په شوو ترهګریزو بریدونو کې 149 پولیس وژل شوي او 232 نور ژوبل شوي دي.
همدا شان په دې کال کې د وسله والو لخوا شوو بریدونو کې 174عام وګړي وژل شوي او 275 نور ژوبل شوي دي.
رپورټ کې دعوه شوې ده چې صوبه کې د ترهګرو په ضد شوو عملیاتو کې 212 وسله وال شوي.
بل لور ته د شمالي وزیرستان میر علي کې د یو تن لیاقت مړی موندل شوی، په وجود یې د تشدد نخښې معلومې شوي دي.
د میر علي پولیس تاڼې چارواکي وايي نوموړی د جنورۍ په لومړۍ نېټه د میر علي بازار نه تښتول شوی وو او د کورنۍ په مدعیت کې یې د نامالومه کسانو پرضد مقدمه درج شوې ده.
تر دې وخته د دې پېښې زمه واري چا نه ده منلې، خو په شمالي وزیرستان کې روانه میاشت د هدفې وژنو دا دویمه پېښه ده د جنورۍ په لومړۍ نېټه یو ځایي تن په هدفي برید کې وژل شوی وو.
په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو وروسته د هدفي پېښو لړۍ لا هم په توندۍ سره روانه ده چې پکې په سلګونو کسان وژل شوي تېر کال هم پکې په لسګونو کسان وژل شوي وو.
د ناامنۍ دې پېښو پرضد د جنورۍ په لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان حېسو خېل کې د داوړو لویه قامي جرګه شوې ده.
د جرګې مشرانو ویلي په سيمه کې يې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی، هره ورځ د پوځ او وسلوالو ترمينځ نښتې کېږي چې پکې ځایي خلک د ستونزو سره مخ شوي دي.
د جرګې یو غړي ملک نثار علي وویل، جرګې پرېکړه کړې ده چې اجازه به ورنکړي چې د عملیاتو په پلمه دوی بیا له خپلو سيمو څخه کډوالۍ ته مجبور کړل شي.
هغه وویل تر ضرب عضب وروسته دوی سره ژمنه شوې چې دا سیمې د ناامنۍ نه پاکې کړل شوې دي خو بیا هم پکې حالات د تسلۍ وړ نه دي او هر ورځ پکې د ناامنۍ د نورو پېښو ترڅنګ د ځایي خلکو هدفي وژنې روانې دي.
جرګې ویلي باید د ناامنۍ د مخنيوي دپاره د بندوبستي سیمو په څېر اقدامات واخستل شي چې پکې کورونه زیانمن کیږي او نه خلک بې کوره کیږي.
د جرګې د غوښتنو په غبرګون کې ځايي انتظامیې او پوځ څه نه دي ويلي.
خو ځینې امنیتي او انتظامي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط وویل په سیمه کې د وسله والو فعالیتونو او د توندېدو د مخنیوي لپاره حکومت اقدامات کوي او د عملیاتو پر مهال د ولس خوندیتوب پاملرنه کوي.
په دې وروستیو کې د خېبر پختونخوا په جنوبي او قبایلي ضلعو کې ناامني بیا زیاته چټکه شوې او د پاکستان د پوځ په وینا، د مخنیوي لپاره یې هدفي عملیات دوام لري. خو ځايي خلک وايي د عملیاتو پرمهال زیات عام ولس ځورول کیږي او د زیانونو اوښتو پر ضد په وار وار احتجاجي مظاهرې او جرګې کړې دي.
Forum