په کوز جنوبي وزیرستان کې احمدزي وزیرو د افغانستان او پاکستان تر منځ د انګور اډې د تجارتي لارې پرانستو اعلان کړی خو وایي لاره به یواځې د تجارت لپاره خلاصه وي او د دوی احتجاجي پرلت به هم هغه شان دوامداره وي. تفصیل د عدنان بېټني په رپوټ کې:
د افغانستان سره په پولې پرتې د خېبرپښتونخوا نا ارامه ضلعې شمالي وزيرستان د میرعلي اوسېدونکو د ناامنۍ له امله د علاقې څخه کډې کول پيل کړي دي.
په ډېره اسماعیل خان کې د جنوبي وزیرستان عدالت ته د وړاندې کولو پر مهال د پښتون قومي جرګې مشر ملک نصیر کوکي خېل په یوه بل مقدمه کې نیول شوی وو. هغه له تېرو دو اونیو څخه بندي دی چې په درې مقدمو کې یې ضمانتونه شوي دي. عدنان بېټني ورسره مرکه کړې ده:
د خېبرپښتونخوا ناامنۍ سره مخ بر جنوبي وزیرستان ضلعه کې د سب ډويژن منتخب چيرمېن په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم د فعالو پرضد مقدمه درج کړل شوې ده.
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د هدفي پېښو لړۍ دوام لري. چارواکي وايي، تازه پېښې بنو او شمالي وزیرستان کې شوي، د یو پوليس اهلکار په ګډون پکې دوه کسان وژل شوي دي. شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پرضد قامي جرګه هم شوې ده.
د خېبرپښتونخوا کوز جنوبي وزيرستان کې په اعظم ورسک بازار کې چاودنه وشوه، د ابتدايي معلوماتو ترمخه، چاودنه کې يو تن وژل شوی، او شپږ نور ژوبل شوي دي.
شمالي وزیرستان کې لس کاله وړاندې ترسره شوو ضرب عضب پوځي عملیاتو په پایله کې بې کوره شوو متاثره خلکو د دوو ورځو د احتجاج وروسته، حکومت د دوی د ستونزو د کمولو لپاره د بنو بکاخېل کېمپ کې یو ډسک يا معلوماتي مرکز جوړ کړی دی. په دې ډیسک کې د هغو کورنیو تصدیق روان دی، چې میاشتني مرستې یې بندې شوي دي.
شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو له کبله د بې کوره شوو متاثره خلکو د دوو ورځو احتجاج وروسته حکومت د هغوی د ستونزو د کمولو لپاره یو ډیسک جوړ کړی چې پکې د هغو کورنیو تصدیق روان دی، چې میاشتنۍ مرستې یې بندې شوي دي. تفصیل د عدنان بېټني په رپوټ کې:
د خېبرپښتونخوا ګورنرفېصل کريم کنډي چې خپله هم د صوبې د جنوبې ضلعې ډېره اسماعیل خان دی ويلي، "د مازيګر وروسته د خېبرپښتونخوا په جنوبي سيمو کې ترهګر، وسله وال د اکثرو علاقو کنټرول سمبالوي"، د امنيت په وجه د کوره وتل ممکن نه وي
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع بنو په جاني خېل کې ځایي خلکو د روانې بدامنۍ او ترهګرۍ په نوم د ترسره کېدونکو ممکنه پوځي عملیاتو پر ضد لویه ولسي غونډه کړې چې پکې د ناامنۍ او د ترهګرۍ د پېښو غندنه شوې ده.
په وانه کې احتجاج کوونکو د ښار په بېلا بېلو لارو د تېرېدو په مهال د علي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه کوله او د هغه پر ضد د ټولو مقدماتو ختمولو لپاره شعارونه یې پورته ورکول. مظاهرهچیانو د علي وزیر په ملاتړ لیکل شوي بینرونه او پوسټرونه هم اوچت کړي وو
په شمالي وزیرستان کې نزدې لس کاله وړاندې د ضرب عضب عملیاتو له امله بې کوره شوي کډوال وايي، د دوی سره چې کومې حکومتي ژمنې شوې وې هغه نه دي پوره شوي، ځکه دوی مجبورا په احتجاج لاس پورې کړی او په شپږمه ورځ په غټ سړک ناست ناست دي.
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کرک او بنو کې د پوليو ټيمونو پر ضد دوه بریدونه شوي، يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی او دوه د پوليو مخنوي پروګرام کارکوونکي ژوبل شوي دي. د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د پېښو نوټس اخستی او د اړوندو چارواکو څخه يې رپورټ غوښتی دی.
په پښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] د کورمې په وروستيو شخړو او فرقه ييزو نښتو کې د اغېرمنو خلکو د مرستو دپاره 17 کروړه روپۍ جاري کړې او خوراکي غیرخوراکي مرستې یې ورسره کړې دي. عدنان بېټني د ادارې له ویاند احسان داوړ سره مرکه کړې ده:
د شمالي وزیرستان کډوال وايي چې د خپلو حقونو لپاره به سوله ییز احتجاج ته دوام ورکړي، خو د صوبې حکومتي چارواکي وايي د فنډونو د نشتوالي له امله دا ستونزه رامینځ ته شوې او هواري د پاره یې مرکزي حکومت ته سپارښتنه کړې ده
په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] په کورمه ضلعه کې په وروستيو کې د شخړو او فرقه ييزه نښتو څخه اغېرمنو د مرستو دپاره 17کروړه روپۍ جاري کړي دي.
نور کتل