د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې لکي مروت اوسېدونکي وايي، سیمه یې د جګړې په میدان بدله شوې ده. د ناامنۍ له امله کاروبارونه اغېزمن شوي، ژوند یې د خطر سره مخ شوی، او خلک د خپل امنیت ساتنې لپاره په شخصي کمېټيانو جوړولو مجبور شوي دي.
لکي مروت د پنجاب میانوالي ضلعې پولې ته څېرمه پرته سيمه ده، دغلته په دې وروستیو کې د ناامنۍ زیاتې پېښې راپور شوې دي.
ځایي خلک وايي، د امنيت په حواله ورته د پنجاب میانوالي ضلعه جنت ښکاري، او د پښتونخوا لکي مروت ورته دوزخ جوړ شوی دی.
ځایي اوسېدونکی ډاکټر نعمت الله وايي، "زمونږ سیمه کې هره ورځ جګړه وي، عام ولس زیانمن کیږي. خلک غریبانان دي، کاروبارونه یې ختم شو، ځمکې شاړې شوې، کله د ترهګر په نوم ځورول کیږي او کله د جاسوس".
لکي مروت کې پرون په 27مه جنورۍ د ناامنۍ ضد غټه غونډه شوې، زرګونو خلکو ګډون پکې کړی دی.
ځایي مشرانو، ځینې د پولیسو اهلکارو په ساده جامو کې، او عام ولس ټولو د امن غوښتنه کوله. په دې غونډه کې خلکو ټینګار وکړ چې په سیمه کې د ناامنۍ اور بل دی او حکومت دې سنجیدګۍ سره اقدامات وکړي.
دوی وویل په سیمه کې د ناامنۍ پېښې دومره زیاتې شوې دي چې حکومتي واکمني په نظر نه راځي او ځايي خلکو خپله د شپې ساتنې لپاره کمیټۍ جوړې کړې.
د جمعيت علمااسلام ف ګوند جنرل سيکرټري عبدالحق وايي، "زما ورور له کور نه تښتول شوی، حکومتي واکمني ختمه شوې، سیمه کې وسله وال په خلاص مټ فعالیتونه کوي، خو څوک یې غور نه کوي".
د دې ټولو ناامنۍ ترڅنګ، ولس د دې غوښتنه کوي چې پوځ او وسله وال دې د سیمې څخه ووځي او د امن راوستو لپاره دې موثر ګامونه پورته شي.
د غونډې برخوالو خبرداری ورکړو، که امنیتي ځواکونه او وسله وال د سیمې څخه ونه ووتل، نو قوم به پخپله ګامونه پورته کړي.
د جرګې غړی نصير مروت وايي، "مونږ هیڅ چاته کار نه کوو، مونږ د امن غوښتنه لرو او دا سوګند پورته کوو چې څوک چاته کار کوي هغه به قامي غدار وي، د حیرانتیاخبره دا ده چې د پنجاب میانوالي جنت دی او دلته دوزخ دی".
د پاکستان پوځ او پولیسو په دې اړه رسمي دریځ نه دی وړاندې کړی. خو تحریک طالبان پاکستان د مظاهره کوونکو پرضد بیان خپور کړی، هغوی یې د پوځ په وینا، د نامعقولو غوښتنو کولو تور پورې کړی دی.
ټي ټي پي د تښتول شويو کسانو د خوشي کولو په اړه ویلي، دوی تښتونکي نه دي او د خبرو کولو لپاره چمتو دي، خو قام دې د دولتي فشار څخه ازاد پاتې شي چې مثبت رول ولوبوي.
د لکي مروت خلک د دې ناامنۍ پرضد خپل غږ په داسې حال کې پورته کوي چې د سوات څخه تر وزیرستانه لوی پوځي عملیات ترسره شوي دي، خو دوی ته د ناامنۍ ستونزه لا هم په ځای پرته ده.
Forum