لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

​ په کورمه کې میشت مسیحي وګړي وایي د سیمې وضعیت یې د کرسمس لپاره تیارۍ اغېزمنې کړي


په ياده سيمه کې مېشت عيسايان وايي روانه مياشت يې د خوشحاليو لمانځلو مياشت ده او د نښتو او لارې بندېدو دلاسه ترې هر څه پاتې دي
په ياده سيمه کې مېشت عيسايان وايي روانه مياشت يې د خوشحاليو لمانځلو مياشت ده او د نښتو او لارې بندېدو دلاسه ترې هر څه پاتې دي

د خېبر پښتونخوا په ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې میشت د عیسايي ټولنې لږکي وایي چې سیمه کې د روانو نښتو اؤ فرقه ییزو فساداتو له امله دوي د کرسمس خوشحالیو نمانځلو نه محرومه کړي اؤ د هغې لپاره یې هیڅ تیارۍ نه دي کړي.

دا اقليتي وګړي وایي چې دې ورځو کې په سیمه کې د خوراکي توکيو، لرګيو، ګېس او نورو شايانو د نيشتوالي سره مخ دي.

په ياده سيمه کې مېشت عيسايان وايي روانه مياشت يې د خوشحاليو لمانځلو مياشت ده او د نښتو او لارې بندېدو دلاسه ترې هر څه پاتې دي.

په کورمه کې د اکتوبر له ۱۲مې راهسې د شيعه ګانو او سنيانو ترمنځ د فرقه ييزو نښتو د لاسه د ټل۔پاړاچنار مرکزي لاره تړلې پرته ده او ددې د لاسه هلته مېشت لږکي هم د ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

په برنۍ کورمه پاړاچنار کې مېشت عيسايان وايي په سيمه کې د خراب امنيتي وضعیت د لاسه د کرسمس خوشحالی نه شي لمانځلی.

د پاړاچنار اوسېدونکی سونو مسیح ډیوه ته وایي د کرسمس ورځ نزدې ده خو د سیمې د خراب وضعیت له امله دوي هیڅ تیارۍ نه دي نیولي.

هغه وایي "زه يو خواست کوم چې زمونږ د کرسمس ورځ راروانه ده او مونږ ډېر په مشکل کې يو او نه په بازار کې څه ترلاسه کیږي او نه مو خپلو بچو ته جامې اخستي دي،ستاسو خو هرڅه ډېر وي او مونږ خو کرسمس ته يوولس مياشتې انتظاو کوؤ او چې دا هم داسې تېر شي نو بيا خو يې هيڅ فایده نشته."

هغه وایي اوس دوي ته په بازار کې څوک سامان هم نه ورکوي ځکه چې تنخاګانې یې هم بندې دي.

د لږکيو د حقونو د پاره د کارکونکو غېردولتي ادارو شمېرې ښيي چې په پخوانۍ قبايلي سيمه کې له ۵۰،۰۰۰ پورې د عيسايي، هندو او سکهـ مذهبونو منونکي خلک ژوند کوي چې په کې يوازې ۲۵،۰۰۰ عيسايان دي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن


د کورمې د ضلعي انتظاميې ترمخه په پاړاچنار کې يوازې د عيسايي ټولنې له ۳۰۰ نه تر ۴۰۰ پورې کورنۍ ژوند کوي.

عيسايي مذهب منونکي وايي په پاړاچنار بازار کې ورته سبزي، فروټ، تېل، ګېس، لرګي او د ژوند د ورځنیو اړتیاؤ نورشايان نه ترلاسه کیږي او نه يې راتلونکي کرسمس د پاره تياريانې کړې دي.

د کورمې اوسېدونکی وکي مسیح ډیوه سره خبرو کې وایي، دا د دوي د خوشحالۍ مياشت ده او دا ځل په سیمه کې د کرسمس د نمانځلو هیڅ نښې نشته او نه دوي پيسې اؤ سامانونه لري.

"تنخاګانې مو نشته او پکار ده مونږ سره مرسته وشي که هغه د حکومت له اړخه وي او که د بلې کومې ادارې له اړخه وي."

د وکي مسیح په خبره ،بل پلو لاره بنده ده او پکار ده چې حکومت لاره خلاصه کړي او مونږ د پاره څه ګام اوچت کړي ولې چې مسلې ډېرې دي او نه بچو د پاره څه شته او نه خوارک د پاره.

په کورمه ضلعه کې له تېرو ۷۲ ورځو راهسې د ټل۔پاړاچنار لاره تړل شوې ده او پاړاچنار بازار کې له خوراکي شايانو د نيشتوالي ترڅنګ يې ځايي خلک له نورو ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د نومبر په ۲۱مه د کوزې کورمې په اوچت او مندوري سيمه کې د نامالومه وسله والو له خوا په مسافر وړونکو ګاډو باندې د شوي بريد، په بګن بازار او شاوخوا کورونو باندې.

د شوي يرغل او په ځېنو نورو ځايونو کې د نښتو له امله، د حکومتي شمېرو ترمخه ۱۳۵ تنان وژل شوي او ۱۷۰ نه زيات ژوبل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت وياند ويلي د جرګې د لارې به د شخړې هواری راوځي او ډېر زر به ټل۔پاړاچنار لاره د خلکو تګ راتګ د پاره خلاصه کړی شي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG