لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کورمه کې په تازه انخښتو کې درې کسان وژل شوي او پاکستاني طیارو په ځینو ځایونو کې بمباري کړې


د نومبر د ۲۲ نېټې په دې تصویر کې د پاړه چنار بازار ليدل کېږې چې په سیمه کې د فرقه ایز تشدد خلاف د احتجاج په لړ کې بند دی
د نومبر د ۲۲ نېټې په دې تصویر کې د پاړه چنار بازار ليدل کېږې چې په سیمه کې د فرقه ایز تشدد خلاف د احتجاج په لړ کې بند دی

د خيبرپښتونخوا په کورمه ضلع کې د اووه ورځې اوربند کېدو نه پس هم په بېلابېلو سيمو کې انخښتې شوې دي او د صحت د محکمې چارواکې وايي په تازه جګړه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

د نومبر ۲۱مې نېټې راهسې په کورمې ضلعې کې، د صحت محکمې د چارواکو ترمخه، د انخښتو په نتيجه کې ۸۲ نه زيات تنان مړه شوي او ۱۵۰ پورې ژوبل شوي په کومو کې چې زياتره په بګن، عليزۍ، پاړاچنار، صده او نورو صحت مرکزونو کې پراته دي او علاج يې روان دی.

د کوزې کورمې اوسېدونکي وايي د بېګاه شپې راهسې د کوزې کورمې په بګن او عليزۍ، اوچت، مندوري او په بادشاه کوټ سيمه کې انخښتې شوي دي او د عليزۍ سيمې خلکو په بادشاه کوټ، چې په کې زياتره سنيان مېشت دي يرغل کړی او ځينې کورونه يې په ولکه کې اخستي دي.

خو د کوزې کورمې حضرت ګل وي او اې ډيوه ته وايي په بادشاه کوټ باندې د يرغل پس بېرته شيعه ګانو نه دغې سيمې قبضه اخستل شوې ده.

هغه وايي نن هم په کوزه کورمه کې د پاکستاني طيارو له خوا په عرفان کلي کې، بادشاه کوټ او نورو ځايونو باندې بمباري شوې ده خو په کې نه څوک مړه شوي او نه ژوبل شوي دي.

نوموړی وايي هره شپه په يو بل په ضد واړه وسله کارول کېږي او دواړو خواؤ ته تنان سره د وسلې په پوستو کې د خپلې دفه په خاطر ناست وي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن


وي او ای ډیوه د کورمې مرستيال کمشنر جاوېدالله مسيد سره څو وارې د خبرو هڅې وکړي خو د ټيلفون لارې يې څه ځواب ونه ويلو.

بلخوا د کورمې پاړاچنار اوسېدونکۍ عباس حسين طوري وي او اې ډيوه ته وايي په برني کورمې په پېواړ او تري منګل، پاړاچمکنايو، کنج عليزئ او مقبل او ځينې نورو سيمو کې هم انخښتې روانې دي.

هغه وايي بايد د دواړو ډلو ترمنځ شوئ اووربند عملي کړی شي او امنيت ساتونکې ادارې داسې ګامونه اوچت کړي چې انخښتې ودراولئ شي او دواړه خواؤ خلک مورچو نه راکوز کړلئ شي.

د کوزې کورمې حاجي سليم خان او د پاړاچنار د انجمن حسينيه غړي دا خبره تائيدوي او وايي پرون د نومبرپه ۲۵مه د مړو او يرغمالو ښځو تبادله شوې او دا هرڅه د حکومتي جرګې وروسته شوي دي.

په کورمه کې د نومبر په ۲۱ مه د پاړاچنار نه پېښور ته تلونکو د مسافرو په ګاډو نامعلومه کسانو د کوزې کورمې په مندوري او اوچت سيمه کې ډزې وکړې، او په دغو ډزو کې لږ تر لږه ۴۵ کسان ووژل شوو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو او د ۲۰ نه زيات کسان پکې ژوبل شوي وو.

له دغې پېښې وروسته، د نومبر په ۲۲مه دکوزې کورمې عليزۍ سيمې خلکو په بګن کې اوسېدونکو ځايي خلکو باندې يرغل وکړو او په کې يې ۳۵ پورې کسان وژلي او د ۱۰۰ نه زيات یې ژوبل کړي وو.

د کورمې انتظاميه او ځايي خلک تاييدوي چې په دې پېښو کې د ۲۰۰ پورې دوکانونه په بګن کې سوځول شوي وو او ۵۰۰ نه زيات کورونو ته اورونه وراچول شوي وو.

د بګن اوسېدونکي وايي د ۲۲م نومبر د يرغل وروسته د بګن، اوچت، مندوري او بادشاه کوټ سيمې څخه څه ۱۰۰۰ پورې کورنيو ټل، هنګو، کوهاټ او په لږ شمېر کې خلکو پېښور ته کډه کړې ده.

ځايي انتظاميه چارواکي د کډه شوؤ خلکو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي خو کوزې کورمې اوسېدونکي وايي خلک د خپلې مرستې سره کډې کړي او خوندي ځايونو ته يې ځانونه رسولي دي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG