د خيبر ضلعې د جمرود بګياړي پوستې سره د تيرا راجګل کډوالو احتجاج لا هم روان دی او افغانستان سره دوه اړخيزه او ټرانزټ تجارت په ټپه ولاړ دی. د پرلتوالو د جرګې د غړو او پېښور انتظاميه په منځګريتوب له پوځي چارواکو سره خبرې اترې روانې دي. تفصیل د فريد شينواري په رپورټ کې:
د خېبر قبايلي ضلعې د جمرود بګياړۍ پوستې سره د تيرا راجګل کډوالو احتجاجي پرلت لا هم روان دی او افغانستان سره دوه اړخيزه او ټرانزټ تجارت په ټپه ودرېدلی دی.
د پښتونخوا حکومت د اګست په ۲۳مه په صوبه کې د هر ډول صاداراتو يا اېکسپورټ باندې دوه فيصده ټېکس لګولی. کاروبارکونکي وايي د صوبايي حکومت له خوا لګول شوي ټېکس د لاسه به روزګارونه او صادرات نور اغېزمن شي. تفصیل د فريد شينواري په رپورټ کې:
د پاکستان د پوځ مشر د پښتونخوا اورکزۍ سيمې ته تللی او پوځيانو سره یې ليدلي. پوځ وایي سرلښکر ته په قبايلي سيمو کې د امنيت د ټينکښت د پاره د پورته کړل شوؤ ګامونو په حقله معلومات ورکړل شوي دي. نور تفصیل فريد شينواری په دې رپورټ کې درکوي:
د پاکستان او افغانستان تر منځ له تېرو درو کالو دوه اړخيز او ټرانزټ تجارت د خپلمنځي نښتو، پرلتونو سفري اسنادو او نورو کشالو له امله څو واره تړل شوی دی. اقتصاد پوهان او سوداګر وايي د پرله پسې پولې تړل کېدو تجارتي هلې ځلې په ټپه ودرولې او تجارت کې ناباوري پیدا شوې ده. تفصیل د فريد شينواري په رپورټ کې:
د پاکستان حکومت ويلي د ۲۰۲۳ م کال د نومبر د مياشتې راهسې په وړومبي پړاؤ کې څه ۶۵۰،۰۰۰ لکه پورې غېرقانوني غېرملکيان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي چې په کې زياته شمېره د افغانانو ده
د امنيتي چارو څېړونکي وايي په پښتونخوا او پخوانۍ قبايلي سيمه کې د ترهګرۍ د مخنيوي د پاره مهمه ده چې حکومت، پوځ او ولس په يوه خوله شي او په دې لړ کې د ولس باور ترلاسه شي. دوی وايي د اوسني عزم استحکام عمليات پېل کولو سره به ترهګر او د هغوی بريدونه کم شي. تفصیل د فريد شينواري په رپورټ کې:
د قبایلي ضلعې خېبر د تيراه راجګل سیمې په احتجاجي پرلت بوختو کډوالو ويلي ترڅو یې حکومتي ادارو بېرته خپلو سيمو ته د ستنولو او نورې غوښتنې نه وې منلي احتجاجي پرلت نه ختموي. احتجاج کوونکي وايي له ۱۳ کالو د کډوالۍ ژوند کوي او خپل کورونه يې وران ويجاړ دي. تفصیل د فرید شینواري په رپوټ کې:
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم پوله نن په 15م اګست سهار پرانستل شوې، دواړو خواو ته پرې هر ډول تګ راتګ پيل شوی. د 12م اګست په مازيګر د پاکستان امنیتي ځواکونو او د طالبانو عسکرو پر يو بل ډزې کړې وې او له هغه وروسته تورخم پوله تړل شوې وه. تفصیل د فرید شینواري په رپوټ کې:
د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ په پوله تازه جګړه په داسې حال کې شوې چې په تورخم کې د ګل، دوشنبې، په ورځ په درېمه ورځ هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفر د عارضي اسنادو يا ټېمپرري اېډمېشن ډاکومنټس، ټېډ، په ضد د ټرانسپورټرانو، کسټم کليئرنګ ايجنټانو، سوداګرو او د ډرايورانو احتجاجي پرلت دوام لرلو.
د پاکستان سوداګرۍ وزارت او کسټم محکمې تېره اوونۍ په يوه اعلاميه کې ويلي وو د افغانستان هغو ګاډو ته به د مال وړلو او راوړلو اجازه نه ورکول کيږي کومو سره چې دغه اسناد نه وي
د پاکستان او افغانستان تر منځ د تورخم دروازه نن په دويمه ورځ هم د هغو مال وړونکو ګاډو د تګ راتګ د پاره تړل شوې چې کومو سره ټېډ په نوم عارضي اجازت نامې يا سفري اسناد نه شته او له دې امله په سلګولو شمېر کې د مالونو ډک او تش ګاډي د تورخم دواړو خواوو ته ولاړ دي. تفصیل د فرید شینواري په رپوټ کې:
نور کتل