لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تورخم کې نن په درېمه ورځ هم د احتجاج له امله افغانستان ته د مال وړونکو ګاډو لاره تړلې پرته وه


په تورخم کې احتجاج کوونکو ټرانسپوټرانو او سوداګرو وويل، د ټېډ په نوم اسنادو د لاسه پاکستان او افغانستان ترمينځ دوه اړخيزه تجارت په ټپه ودرېدلی او د يوې نه بلې ورځې ته پکې ستونزې سېوا کيږي.
په تورخم کې احتجاج کوونکو ټرانسپوټرانو او سوداګرو وويل، د ټېډ په نوم اسنادو د لاسه پاکستان او افغانستان ترمينځ دوه اړخيزه تجارت په ټپه ودرېدلی او د يوې نه بلې ورځې ته پکې ستونزې سېوا کيږي.

په تورخم کې د ګل، دوشنبې، په ورځ په درېمه ورځ هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفر د عارضي اسنادو يا ټېمپرري اېډمېشن ډاکومنټس، ټېډ، په ضد د ټرانسپورټرانو، کسټم کليئرنګ ايجنټانو، سوداګرو او د ډرايورانو احتجاجي پرلت دوام لرلو.

پرلت والو په تورخم کې د هغو ګاډو په وړاندې لاره تړلې، چې د پاکستان څخه افغانستان ته صادرات او د ټرانزټ تجارت شیان وړي.

په تورخم کې احتجاج کوونکو ټرانسپوټرانو او سوداګرو وويل، د ټېډ په نوم اسنادو د لاسه پاکستان او افغانستان ترمينځ دوه اړخيزه تجارت په ټپه ودرېدلی او د يوې نه بلې ورځې ته پکې ستونزې سېوا کيږي.

ټرانسپوټران وايي احتجاجي پرلت به ترهغې روان وي ترڅو يې چې غوښتنې نه وي منل شوي.

د ټرانسپورټ اتحادیې مشر محمد يوسف اپريدی وايي، "دومره مشکل يې راته جوړ کړی چې په احتجاج کولو يې مجبوره کړو او مونږ خپل تجارت ودرولو او مونږ د دواړو ملکونو نه هم دغه غوښتنه کوو چې تاسو دې ټېډ ته بيا کتنه وکړئ او زمونږ د تجارت پر ځای کولو په ځای تاسو خپل تجارت زياتوئ".

هغه وويل، "پکار ده چې تجارت زيات کړئ او دا کوم ټماټر او سبزۍ چې دې مخ ته او هغه مخ نه راروانې دي نو دا تاوان د چا دی خو د غريب پښتون تاوان دی او دواړو هيوادونو هم دی او مونږ دغه فرياد اعلا چارواکو ته کوو".

په تورخم کې احتجاج کونکو ټرانسپوټرانو او سوداګرو پس له هغې احتجاج پيل کړی، چې وړاندې نه دواړو غاړو ته د زرګونو په شمېره کې د اسنادو نه لرلو د لاسه ګاډي ايسار پاتې دی.

د پاکستان سوداګرۍ وزارت او کسټم محکمې تېره اوونۍ په يوه اعلاميه کې ويلي وو د افغانستان هغو ګاډو ته به د مال وړلو او راوړلو اجازه نه ورکول کيږي کومو سره چې دغه اسناد نه وي.

په تورخم دکليرنګ ايجنټانو د اتحاديې مشر عمل خان وايي، "ټېډ پاکستان او افغانستان يوه ښه پاليسي جوړه کړې او بايد په دې کې لږه نرمي راولي او زمونږ ډرايورانو سره دې مرسته وکړي او ظلم دې بند کړي".

هغه زياته کړه، په دې کې د پاکستان او افغانستان اقتصاد د تباهۍ په لور روان دی ځکه چې اوس د پاکستان نه د مالونو سبزیاتو او مېوو لېږلو يا صادراتو ورځې دي او افغانستان نه مختلف قسم فروټ او ميوې رواروانې دي.

هغه وويل، په دې کې دواړو ملکونو ډېر زيان تاوان کيږي، او بايد دواړه سره کښېني او دا مخالفه پاليسي دې له مينځه يوسي.

ټرانسپوټران دعوه کوي د څو ورځو راهسې دواړو خواو ته د دواړو هېوادونو په زرګونو شمېر کې ډک او تش ګاډي ايسار شوي او په پوله تلو او راتلو اجازه نه ورکول کيږي.

په تورخم کې د حکومتي ادارو چارواکي وايي دوه اړخيزه او ټرانزټ تجارت روان دی او اسناد لرونکي ډرايوران تګ او راتګ کولی شي.

افغان ډرايور شاعالم وايي، "مال مو د پېښور نه رابار کړی او ۱۵ ورځې مو کيږي چې ميچنۍ نه لاندې تورخم مېدانۍ ته رارسېدلي يو او وومه شپه مو دلته په دې مېدانۍ کې ده او څوک مو د پوښتنې نشته".

هغه وويل، "اوس مونږ چا ته فرياد وکړو خو چارواکو ته خواست کوو چې پاسپورټ او ويزه مو که پرېږدي نو هم ښه ده، دې له دې وخت راکړي ځکه چې په ټېډ باندې ډېر وخت لګي، په مياشت دوه کې هم نه راوځي ټېډ او زمونږ دا لوی مشکل دی دلته".

د پاکستان حکومت يو لوړ پوري پلاوي د روان کال د مارچ په مياشت کې کابل ته سفر کړی وو او هلته افغان طالبانو سره د ناستې وروسته په دې خبره سلا شوي وو چې ډرايورانو ته به د پاسپورټ او ويزې پرته د سفر اسناد ورکول کيږي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG