لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو سفارتخانه: ملګرو ملتونو سره یې پېنډۍ اسلام اباد کې د افغانانو په نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړې


افغانستان کې د واکمنو طالبانو اسلام اباد کې سفارتخانې ويلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مشرې ته یې پايتخت اسلام اباد او جوخت پروت ښار پېنډۍ کې د افغانانو په نيولو او ځورولو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د طالبانو سفارتخانې نن په 15مه جنورۍ ويلي، سردار احمد شکېب پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ مشرې فيليپا کندلر سره ليدلي دي.

ويل شوي، د طالبانو سفير په ليدنه کې ټينګار کړی، "چې د POR ،ACC او شارپ ټوکن لرونکو له حقونو څخه دفاع او د هغوی لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو په برخه کې باید یو اېن اېچ سي آر لازم اقدامات وکړي".

د سفارتخانې د بيان ترمخه، ليدنه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشرې ته ویل شوي، چې "پولیس د افغان کډوالو کورونه تالاشي کوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون حتی هغه افغان اتباع چې ویزې او قانوني اسناد لري نیسي او په ځینو مواردو کې ورڅخه د رشوت او ډیرو پیسو غوښتنه هم کیږي".

په شپږمه جنورۍ، د طالبانو سفارتخانې ويلي وو، په وروستيو کې په اسلام اباد کې د 800 افغانانو په نيول کېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

سفارتخانې دعوه کړې وه قانوني اسناد [پي او ار او اې سي سي کارډ] لرونکي افغانان هم نيول شوي وو.

د اسلام اباد پوليسو په دغې اړه وي او اې ډيوه ته ځواب نه وو ویلی، خو په اوومه جنورۍ بيا مرستيال کميشنر يو بيان کې سپيناوی کړی وو چې روان کال یې 183 غېر قانونه غېر ملکيان د ملک څخه ويستي دي.

مرستيال کميشنر ویلي وو، افغان وګړي چې په اسلام اباد کې اوسي او هر ډول قانوني اسناد لري هغوی نه لېږل کيږي.

له دغې وروسته د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنيشنل په پاکستان ټينګار کړی چې د افغان کډوالو ځورولو او د دوی د نيولو لړۍ دې ودروي.

د طالبانو سفارتخانې ويلي، "ډیری افغانان چې له لسیزو راهیسي پینډۍ کې اوسي د پولیسو له ویري یې خپل کاروبار او دکانونه له څو اونیو راهیسي تړلي دي".

بيان کې دعوه شوې، "د پولیسو له لوري افغانو ته ویل کیږي چې د جنورۍ له ۱۵ نیټې وروسته هیڅ یو افغان چې اسناد ولري یا نه. له اسلام آباد او پینډۍ نه به وځي چې د افغان اتباعو دپاره یې لوی تشویش ایجاد کړی دی".

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د 26م نومبر د احتجاج وروسته ویلي وو، د 31م دسمبر وروسته به د اسلام اباد حدودو کې افغان وګړي نه اوسي او که پاتې کيږي د مرستيال کميشنر نه به اجازت نامه اخلي.

د طالبانو د سفارتخانې په بيان کې زياته کړل شوې، "فیلیپا هم د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د امنیتي ادارو وروستیو اقداماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه" او ويلي یې دي، دغه ډول شکايتونه دوی ته هم ترلاسه شوي دي.

هغې ویلي، په دغې اړه یې د پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي او زياته کړې یې ده، "راتلونکو ورځو کې به هم پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي".

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG