لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان د امریکې په غوښتنه د امریکایي ماشومانو د لوڅو عکسونو جوړولو په تور یو تن نیولی
تازه خبر

پاکستان د امریکې په غوښتنه د امریکایي ماشومانو د لوڅو عکسونو جوړولو په تور یو تن نیولی


پاکستاني چارواکو د امریکا په غوښتنه یو پاکستانی وګړی نیولی او عدالت ته یې وړاندې کړی، چې تور پرې لګېدلی دی د امریکایي ماشومانو نازيبا عکسونه یې لرل او له دغو عکسونو څخه یې ناوړه استفاده کوله.

د مرکزي تحقیقاتي ادارې (ایف آي اې) له مخې، په کراچۍ کې د امریکایي قونسلګرۍ ځانګړي ایجنټ کرسټوفر پیټرسن د مارچ په پیل کې پاکستاني چارواکو ته ددغه نیول شوي تن په ضد د اقدام غوښتنه استولې وه.

په دې غوښتنه کې ادعا شوې وه چې یو پاکستانی وګړی کم عمره امریکایي ماشومان بلیک میل کوي او د هغوی نازيبا تصویرونه لري.

د ایف آي اې چارواکو د زیارت په ورځ عدالت ته په خپل راپور کې ویلي چې د امریکا د قونسلګرۍ له خوا د ترلاسه شوې غوښتنې تر ارزونې وروسته، د آغا سرور عباس په نوم کس د نیولو وارنټ ترلاسه شو، او نوموړی د نهې په ورځ د کراچۍ د نیو رضویه سوسایټۍ له سیمې ونیول شو.

د ایف آي اې چارواکي وایي، د نیول شوي کس له قبضې څخه مختلف ډیجیټل وسایل ترلاسه شوي، چې پکې د کم عمره امریکایي ماشومانو نازيبا تصویرونه، ویډیوګانې او ګواښونکي پېغامونه شامل دي.

چارواکي زیاتوي، د ملزم د کارول شویو لیپ ټاپونو او موبایلونو د معلوماتو له تجزیې دا معلومه شوې چې هغه له امریکایي ماشومانو سره د ویب‌سایټونو، ویډیو چیټونو او ټېکسټ چیټ رومونو له لارې رابطه درلوده. په دې ویب‌سایټونو کې ګوګل مېټ، ویئربای ډاټ کام، سنیپ‌چیټ او نور شامل دي.

د ایف آي اې د معلوماتو له مخې، ملزم د دغو ویب‌سایټونو له لارې په امریکا کې د ماشومانو د کورونو اصلي پته معلوموله او بیا به یې هغوی ته د دې ویډیوګانو د خپرولو ګواښونه کول. چارواکي وایي، دا کس د داسې ویډیوګانو پورن‌ یا د لوڅو ویډیوګانو سایټونو ته پورته کولو (اپلوډ) کې هم ککړ و.

په عدالت کې د ایف آي اې د وړاندې شوي چالان له مخې، ملزم د چایلډ پورنوګرافۍ جرم منلی، او دا یې هم تسلیم کړې چې امریکایي ماشومان یې د هغوی د نازيبا عکسونو په کارولو سره بلیک میل کړي دي.

د ایف آي اې چارواکي وایي، د ملزم پر ضد د پاکستان الیکټرانیک کرایم ایکټ (پیکا) مختلفې مادې دفعې لګول شوې دي.

عدالت د ملزم پنځه ورځنی جسماني ریمانډ منظور کړی او د ایف آي اې تحقیقاتي افسر ته یې امر کړی چې د قضیې پلټنې ژر تر ژره بشپړې کړي او چالان یې عدالت ته وړاندې کړي، چې له هغې وروسته به په ملزم فرد جرم ولګول شي.

د برتانوي سیمونو پر ضد عملیات

شاوخوا یوه میاشت وړاندې، پاکستان د برتانوي موبایل سیمونو د غیر قانوني پلورلو پر ضد عملیات کړي وو.

د ایف آي اې مرستیال مشر وقارالدین ویلي وو چې په پاکستان کې کارېدونکي ډېر برتانوي سیمونه د چایلډ پورنوګرافۍ او انلاین مالي درغلیو لپاره استعمالېدل.

چایلډ پورنوګرافي: قانوني بندیزونه او سزاګانې

په پاکستان کې چایلډ پورنوګرافۍ یو جرم بلل کېږي، او د داسې موادو تیارول، وېش، او ساتل قانوني بندیزونه لري.

د پیکا قانون له مخې، چایلډ پورنوګرافي جرم دی او د دې لپاره د بند او جرمانې بیلابیلې سزاګانې ټاکل شوي دي.

همداراز، د پاکستان پینل کوډ (PPC) په مختلفو برخو کې هم د فحش او ناشایسته موادو، چې پکې چایلډ پورنوګرافي هم شامله ده، ساتل او خپرول جرم ګڼل کېږي. د جُوینایل جسټس سیسټم آرډیننس له مخې، د ماشومانو د استحصال او بدسلوکۍ د مخنیوي ځانګړي قوانین موجود دي، او د چایلډ پورنوګرافۍ پر ضد یې سخت بندیزونه وضع کړي دي.

پاکستان د چایلډ پورنوګرافۍ پر ضد نړیوال تړونونه هم لاسلیک کړي، چې پکې د ماشومانو د خرڅولو، د ماشومانو د فحاشۍ کاروبار، او چایلډ پورنوګرافۍ مخنیوي ته ځانګړي اختیاري پروټوکولونه شامل دي.

خو د کارپوهانو په وینا، که څه هم په پاکستان کې د ماشومانو د جنسي استحصال د مخنیوي لپاره قوانین موجود دي، خو د داسې جرمونو د ترسره کوونکو پر ضد د شواهدو راټولولو او سزا ورکولو شرحه لا هم ډېره ټیټه ده.

( د وي او اې اردو په مننه)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG