لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان کډوال: پاکستان نه د افغانانو د ایستلو کشاله دې په جوړ جاړي هواره کړی شي



افغان کډوال غوښتنه کوي چې د پاکستان، د طالبانو حکومت اؤ د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره دې د کډوالو د ستنولو کشاله په جوړ جاړي سره هواره کړي
افغان کډوال غوښتنه کوي چې د پاکستان، د طالبانو حکومت اؤ د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره دې د کډوالو د ستنولو کشاله په جوړ جاړي سره هواره کړي

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مېشت افغان کډوال وايي د افغان سټيزن کارډونو (اې سي سي) لرونکو افغانانو خپل هیواد ته له ستنولو وړاندې باید پاکستان، د افغان طالبانو حکومت اؤ د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار خپلو کې کښیني او پاکستان دې د افغانانو د ستنولو لړۍ وځنډوي.

د پاکستان حکومت د اګست په ۲۹مه اعلان کړی ؤ چې په هېواد کې به هیچاته په غیر قانوني ډول د میشته کېدو اجازه ور نه کړي.

په اعلان کې دا هم ويل شوي وؤ چې د افغان کډوالو د ستنولو دويم پړاؤ به زر تر زره پېلولی شي.

د پاکستان دغه اعلان ته خپل غبرګون کې د پاکستان بیلابیلو ښارونو کې میشت افغان کډوال وایي په زوره د افغانانو د ایستلو سره د پاکستان اؤ افغانستان اړیکې ترینګلې کیدای اؤ د ورورولۍ فضا خرابېدای شي.

افغان کډوال غوښتنه کوي چې د پاکستان، د طالبانو حکومت اؤ د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره دې د کډوالو د ستنولو کشاله په جوړ جاړي سره هواره کړي.

د افغان کډوالو د متحده عالي شورا غړی سید نقیب باچا ډیوه سره خبرو کې وایي که چرې پاکستان په دې دويم پړاؤ کې د افغانانو په زوره د ستنولو لړۍ پيل کړه نو دا د دواړو ملکونو ترمېنځ د روروالۍ فضا هم خرابولی او تاؤ تريخوالی رامنځته کولی شي.

هغه وایي "په دې کې افغان کډوال ډېر زيانمن کېږي او په دې کې داسې تجاران شته چې هغوي سره اې سي سي يا زيړ کاډونه دي او په پاکستان کې یې لکونه او کروړونه روپۍ لګولي دي او په پاکستان کې کاروبارونه او کارخانې لري"

د پاکستان د داخله چارو مرکزي وزير محسن نقوي د اګست په ۲۹مه د غېرقانوني افغانانو د دويم پړاؤ پېلولو خبره د کډوالو ادارې يو اين اېچ سي ار يو لوړ پورې پلاوي سره په اسلام اباد کې د يوې ناستې په مهال کړې وه .

افغانان وايي د پاکستان د حکومت دې اعلان اندېښمن کړي او غواړي چې د پاکستان حکومت باید د پاتې افغانانو ستنولو پرېکړې ته بيا کتنه وکړي.

اې سي سي کارډ لرونکی افغان عبدالله ډیوه سره خبرو کې وایي پاکستان کې ورته د خوارۍ مزدورۍ زمینه مساعده ده خو که افغانستان ته لاړ شي نو هلته به مزدوري نه شي کولی.

"زه په خپله سبزي خرڅوم، کشر رور مې هم سبزي خرڅوي، هغه بل رور مې رکشه چلوي او پلار مې هم د رېړې کار کوي، الحمدلله کور ته لس شل روپۍ د مزدورۍ وړلی شو او که هلته لاړو افغانستان ته نو بيا هلته داسې نه شو کولی "

د عبدالله په خبره "لکه هلته جنګونه ختم شوي خو که مونږ ځو او يو نوی کارچالو کوؤ نو دا ډېره سخته ده او که مونږ دې ځائ نه هلته ځو نو ډېر مشکل به وي راته او صفر نه به شورو کيږو نو مشکل به وي راته"

ډان ورځپاڼې په خپل خبر کې د يو چارواکي له قوله ليکلي په دويم پړاؤ کې به اې سي سي کارډونه لرونکي افغانان ستنول کېږي او په پاکستان کې دا وخت څه ۸۸۰،۰۰۰ پورې اي سي سي کارډونه لرونکي افغانان مېشت دي.

افغانان وايي د مودو راهسې يې دلته روزګارونه دي او نه غواړي چې افغانستان ته په داسې حال کې ستانه شي.

افغان کډوال رفیع الله "زمونږه دلته کار روزګار دی او د ډېر وخت راهسې دلته کار کوؤ او مونږ دلته بلد يو او هلته افغانستان ته مونږ نه يو تلي او که لاړو نو هلته به بې روزګار ګرځو ولې چې هلته مونږ کار نه دی کړی او نه بلد يو"

د رفیع الله په خبره"مونږ دلته په پاکستان کې خپل کار ژوند کړی او دلته اموخته شوي يو او مونږ د پاکستان حکومت نه خواست کوؤ چې مونږ سره دې مرسته وکړي او مونږ ته دې وخت راکړي چې دلته څه وخت پاتې شو"

د پاکستان حکومت ويلي د ۲۰۲۳ م کال د نومبر د مياشتې راهسې په وړومبي پړاؤ کې څه ۶۵۰،۰۰۰ لکه پورې غېرقانوني غېرملکيان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي چې په کې زياته شمېره د افغانانو ده .

د دې ترڅنګ د ملګروملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار شمېرې ښيي په پاکستان کې ۱۳ لکه پورې پي او ار کارډ لرونکي افغانان هم مېشت دي

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG