لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: د تیراه راجګل سیمې پرلتوال وایي تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوې احتجاج نه ختموي


د قبایلي ضلعې خېبر د تيراه راجګل سیمې په احتجاجي پرلت بوختو کډوالو ويلي ترڅو چې یې حکومتي ادارو بېرته خپلو سيمو ته د ستنولو اؤ نورې غوښتنې نه وې منلي نو تر هغې به احتجاجي پرلت نه ختموي.

احتجاج کوونکي وايي له نزدې ۱۳ کالو راهیسې د کډوالۍ ژوند کوي او خپل کورونه يې په راجګل تېراه کې وران ويجاړ پراته دي.

د احتجاجي پرلت مشر ملک نصیر اپریدی وي او اې ډیوه سره خبرو کې وایي، په پاکستان کې اصل واکمن قوت پوځ دی ځکه ورنه مونږ د خپلې بحالۍ غوښتنه کوؤ.

د ملک نصیر په خبره "د دوي (پوځ) د امنيت يا سيکيورټي زمه واري ده چې په پوله يې باید برابر کړي او زمونږ حفاظت وکړي،دا کار يې نه دی چې مونږ په ځائ کړي خو دوي په هر شي کې ډنډه راخستې ده او هغه کاروي او خپلې زورورتيا نه کار اخلي او اوس مونږ ورته وايو چې زمونږ بحال وکړي او اصل واکدار خلک هم دغه دي او رياست دی".

هغه وایي ،نه وزيراعلا او نه وزيراعظم سره واک شته بلکې واک ټول د پوځ سره دی "او مخکې هم چې کوم احتجاجونه مونږ کړي دي او دوي سره زمونږ خبرې شوې دي او هم د دغو احتجاجونو او پرلتونو په وجه يې مونږ ستانه کړي وو".

د خېبر ضلعې د تيراه راجګل سیمې کډوالو له تېرو ۲۱ ورځو راهسې احتجاج پرلت پېل کړی او غوښتنه کوي خپلو کورونو ته باید د ستنېدو اجازه ورکړل شي، د هغوي د ړنګو شوؤ کورونو سروې دې وشي او نورې مرستې دې هم ورسره وکړی شي.

کډوال وايي وزيراعلا علي امين ګنډاپور سره د جرګې د غړو خبرې اترې شوي خو هغه په دې لړ کې خپله بې وسي ښکاره کړې ده.


د کوکې خيل د قامي شورا غړی برکت اپریدی وایي"داچې کومې جرګې مرکې مونږ سره کېږي دا دغه عمل ځنډول دي او وزيراعلا سره مونږ کېناستو او مونږ واورېدو او مونږ هم ورته خپلې خبرې کېښودې نو هغه ( وزيراعلا) هم راته د خپل وس په حساب خبره وکړه چې د اېپکس کميټۍ غونډه به راوغواړم او تاسو په کې خپله خبره وکړئ".

نوموړی وایي "مونږ به يو شل څه چې پنځوس وارې ورشو خو د مسلې حل دا نه دی او حل يې هم هغه خلک دي کوم چې په تيراه کې ناست دي او قابض دي".

د خېبر ضلعې تيراه نه د ناامنۍ او پوځي عملياتو له امله ځايي خلکو په ۲۰۱۳ کې کډې کړې وې چې په کې د تيراه راجګل سيمې خلک هم شامل وو.

احتجاج کوونکي وايي څه ۶۰۰۰ نه تر ۶۵،۰۰ پورې کورنۍ لا هم بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو په تمه دي.

د راجګل سیمې یو کډوال ميا حبيب الله ډیوه ته وایي بره نه مو چې کډې راوکړې نو په يو کور باندې دوه درې خونې يا کورنۍ ورننوتلو او ماشومان مو ټول بې تعليمه پاتې شو.

د پاکستان پوځ په دې روستيو کې ويلي وؤد خيبر تيراه زياتره سيمو ته کډوال ستانه شوي او ځينو سيمو کې لا هم د وسله والو په ضد عمليات روان دي او دغه سیمې په مکمله توګه نه دي پاکې شوې.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG