د کوزې کورمې اوسېدونکو د تېرکال د نومبر په ۲۲مه په بګن بازار او شاوخوا کورونو باندې شوي يرغل په ضد احتجاج پېل کړی، له حکومته يې غوښتلي چې د هغوی غوښتنې دې ومنلی شي.
احتجاج کونکو دا خبره بيا بيا تکرار کړې چې د بګن بازار په يرغل کې ځايي خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيان اوښتی دی.
د بګن اوسېدونکي وايي په کورمه او نورو سيمو کې به د احتجاجونو لړۍ ترهغې وخت پورې دوامداره ساتي ترڅو چې انصاف ترلاسه نه کړي او غوښتنې يې ونه منلی شي.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور دوه ورځې وړاندې يوې لوړې کچې غونډې ته ويلي وو، حکومت به د بګن بازار د بيا رغونې دپاره په سمدستي توګه ګامونه اوچتوي.
د کورمې بګن اوسېدونکی دين ګل وايي، "اوس زمونږ دوه مياشتې وشوې چې رياست او حکومت زمونږ خبر نه اخلي او څوک هم نه دي راغلي چې زمونږ بيا رغونې د پاره کار وکړي".
هغه وويل، "زمونږ سکولونه تباه دي، درې سکولونه او لس جوماتونه سوځېدلي دي، پينځه مدرسې او پوره بازار او کورونه سوځېدلي دي او خلک په خېمو کې پراته دي، زمونږ ښځې په خېمو کې پرتې دي او اوس به چهټيانې ختمې شي نو زمونږ ماشومان به چرته ځي او که هم داسې په تيارو کې به پراته وي".
د بګن اوسېدونکي له حکومته او ادارو غوښتنه کوي، د بګن بازار او شاوخوا کورونو معاوضه دې ورکړي، په پېښه کې ککړ کسان دې ونيولی شي، کورمه دې له وسلې پاکه کړی شي او له سيمې بې کوره شوي خلک دې په ځای کړی شي.
کورمې پوليسو تېر کال د نومبر په ۲۳مه په بګن بازار شوي يرغل کې ککړو ۵۰۰ نه تر ۶۰۰ پورې نامالومه وسله والو په ضد مقدمه درج کړې وه.
د پښتونخوا وزيراعلا په مشرۍ کې شوې غونډه کې پرېکړه شوې په کورمه کې به غېر قانونه جوړو شوو مورچو ورانولو باندې بیا لاس پورې کولی شي.
د دې ترڅنګ ويل شوي، د روانې مياشتې د وروستۍ نېټې به کورمې ته د خوراکي ګاډو نورې څلور قافلې لېږل کيږي.
احتجاج کونکي وايي پوځي عملياتو کې ځايي خلکو ته زيان اوښتی دی.
د کورمې پاړاچنار اوسېدونکی ملک عطا الله خان وايي، "په بګن بازار بريد وشو، دوکانونه او مارکيټونه يې ړنګ شول او اېپکس کميټي کښېناسته او يوه فېصله يې وکړه نو زه دا وايم چې نن ورځې پورې يو طرفه عمليات روان دي او دا عمليات په برني کورم کې ولې نه کېږي".
هغه وويل، "مونږ په خپله دا وايو چې مانه دې ټوپک واخستلی شي بارود دې رانه واخستلی شي چې زما راتلونکی نسل خوندي شي".
د کوزې کورمې په بګن سيمه کې امنيتي ځواکونو او پوليسو د جنورۍ ۱۹مې راهسې د وسله والو په ضد پوځي عمليات پېل کړي او دعوه يې کړې وسله وال يې تښتولي او له خلکو يې وسله راغونډه کړې ده.
بل خوا په برنۍ کورمه پاړاچنار کې د ټل۔پاړاچنارلارې د تړل کېدو له امله ځايي خلک د خوراکي توکيو د سخت کمي سره مخ شوي دي.
Forum