د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمه ضلعه کې درې ورځې وړاندې پيل شوي عمليات دوام لري، صوبايي حکومت ويلي دغه عملیات په سيمه کې د تلپاتې امن دپاره پيل کړل شوي دي.
ويل شوي، پرون په 20مه جنورۍ امنيتي ځواکونو، اېف سي او پوليس د بګن بازار، ژړينه، سره غوړکۍ او ځينې نورو سيمې په واک کې اخستي دي. د جنورۍ په 16مه په بګن کې پاړاچنار ته تلونکې د مرستو په قافله د نامعلومه وسله والو لخوا د بريد وروسته په کورمه کې د عملياتو پرېکړه شوې وه.
د سیمې څخه سرچينې وايي، پرون په مينځنۍ کورمه کې د پوځ هيلي کاپټر د شرخوښو په مرکزونو شيلنګ کړی، خو په پايله کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
د بګن يو ځايي مشر او مندوري کې د احتجاج مشري حاجي محمد کريم وايي، بېګا په عملياتو کې په بګن کې کورونه په نخښه شوي، درې ماشومان پکې ژوبل شوي او کورونو ته تاوان اوښتی دی.
هغه ويلي، يو اړخ ته د 22م نومبر په يرغل کې د دوی کورونه او بازار سوځول شوی او اوس یې په عملياتو کې کورونه په نخښه کيږي.
ځايي انتظامیې تراوسه پورې په عملياتو کې چاته د مرګ ژوبلو اوښتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
يو اړخ ته کورمه کې د شرخوښو پرضد عمليات پيل شوي او بل لوري ته په مندوري کې نزدې د 27 راهسې احتجاج روان دی.
احتجاج کوونکي وايي، په 22م نومبر چې بګن کې کوم يرغل شوی، کورونه او دوکانونه سوځول شوي د هغو تاوان دې ورته ورکړل شي، په دغه پېښه کې ککړ کسان دې د قانون منګولو ته راوستل شي.
د بګن اوسېدونکي وايي، د 19مې جنورۍ راهسې پيل شوو عملياتو له امله د دغه ځای څخه د 20 پورې کورنيو کډه کړې ده، خو دغه کډوال په ټل او هنګو کې د بې کوره شوو دپاره جوړو شوو کېمپونو ته نه دي تللي.
حکومتي اعلاميه کې ويل شوي، دا عمليات به بګن، اوچت مندوري، چرخېل او چپري کې د شرخوښو پرضد کولی شي، او مرکزي کورمه کې هم هم پرون عمليات روان شوي.
د هنګو مرستيال کميشنر ګوهر زمان وزير وي او اې ډيوه ته ويلي، د بېګا شپې پورې د ټل او هنګو بې کوره شوو خلکو دپاره څلورو عارضي کېمپونو ته څوک هم نه دي ورغلي.
په صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) په 19مه جنورۍ ناوخته ويلي وو، چې د کورمې د متاثرينو دپاره یې امدادي سامانونه لېږلي دي.
کورمه کې د ناامنۍ پېښې
کورمه کې د اکتوبر د میاشتې راهسې روانې ناامنۍ او فرقه ييزه نښتو وروسته د جنورۍ په وړومبۍ نېټه د شيعه او سني فريقېنو ترمنځ د حکومت په منځګړيتوب جرګه ترسره شوې جرګه کې دواړو فريقينو د امن په لوظنامه لاسيلکونه کړي وو.
په څلورمه جنورۍ کورمې ته د لومړۍ قافلې روانولو ويلي وو، خو په دغه ورځ بيا د کورمې په مرستیال کميشنر وسله وال بريد شوی، هغه او ساتونکي یې پکې ژوبل شوي وو.
په پينځمه جنورۍ کورمه کې 144 ماده لګول شوې او په مرستیال کمينشر او هغه سره ساتونکو باندې د څلورمې جنورۍ د بريد مقدمه د پينځو معلومو او 25 نه تر 30 پورې معلومو کسانو پرضد درج کړل شوې ده.
په 13مه جنورۍ د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر سېف ويلي وو، د امن لوظنامې او اېپکس کمېټۍ د پرېکړې په رڼا کې په کورمه کې دوه مورچې يا بنکرې ورانې کړل شوي دي.
د کورمې ډپټي کميشنر اشفاق خان په 12مه جنورۍ ویلي وو، د امن د تړون له مخې به په بالش خېل او خار کلي کې موجودې ټولې مورچې ړنګولی کېدې، خو دغه کار بيا نه وو ترسره شوی.
هغه ویلي وو، چې په کوهاټ کې د امن د ترسره شوي تړون په اساس به د فرورۍ د میاشتې وړومبۍ نېټې پورې د کورمې ضلعې دننه ټولې مورچې راغورځولی او وسلې به راټولولی شي.
په کوزه کورمه کې په 21م نومبر د مندوري په علاقه کې د پاړاچنار نه پېښور ته تلونکو مسافرو په ګاډو وسله وال بريد شوی، د 45 پورې کسان پکې وژل شوي وو.
د يادې پېښې وروسته بيا په بګن او خواوشا سيمو کې د يرغل، کورونو او دوکانونو سوځولو ويل شوي وو.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان وژل شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، له دغې وروسته چې د کورمې لاره تړل شوې، تراوسه پورې بنده پرته ده.
Forum