د ناامنۍ سره مخ د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې د مرستو د بلې قافلې روانو ويل شوي او ورسره په سیمه کې په څلورمه ورځ هم د شرخوښو پرضد عمليات دوام لري. او د صوبې د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د کورمې د امنيت په اړه جاج اخستل شوی دی.
د کورمې پوليسو يو زمه واره چارواکي وي او اې ډيوه ته وویل، د 60 نه تر 65 پورې امدادي ګاډو قافله پاړاچنار ته روانه کړل شوې، په څو ساعتونو کې به غټ او واړه ګاډي پاړاچنار ته ورسي.
د نوموړي په خبره په ګاډو کې خوراکي توکي، سبزيانې او دوايانې شامل دي.
کورمې ته دا قافله په داسې وخت کې روانه کړل شوې چې له دې وړاندې په 16مه جنورۍ کورمې ته تلونکې د 35 ګاډو قافله باندې په بګن کې نامالومه وسله والو بريد کړی، اووه ګاډي یې سوځولي د نورو نه یې سامانونه لوټلي، او د دوه امنيتي عسکرو په ګډون پکې اته کسان وژل شوي وو.
د يادې پېښې وروسته بيا په علاقه کې د 19مې جنورۍ څخه د شرخوښو پرضد پوځ، پوليس او اېف سي عمليات پيل کړي دي.
ياد عمليات نن په څلورمه ورځ هم دوام لري.
د عملیاتو په اړه د سيمې نه يوې سرچينې وي او اې ډیوه ته ويلي، په عملياتو کې ورته يو جسد ترلاسه شوی، کوم چې د 16مې جنورۍ د بريد په ورځ لادرکه شوی او دا د يو ډرايور جسد دی.
ويل شوي، په مينځنۍ او کوزه کورمه کې د امنیتي ځواکونو او هيلي کاپټرو د لارې عمليات روان دي، د ځينو علاقو په ولقه کې اخستو او د شرخوښو د ځالو ورانولو دعوې شوي، خو د عملياتو په اړه تراوسه پورې په رسمي توګه نه خو پوځ او نه انتظامیې کوم معلومات په رسمي توګه خپاره کړي دي.
بل لور ته د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د کورمې د امنيت په اړه د لوړې کچې غونډه شوې، او پرېکړه شوې چې په کورمه کې به غېر قانونه جوړو شوو مورچو ورانولو باندې بیا لاس پورې کولی شي.
د دې ترڅنګ ويل شوي، د روانې مياشتې د وروستۍ نېټې به کورمې ته د امدادي ګاډو نورې څلور قافلې لېږل کيږي.
د غونډې په اړه د وزیراعلا هاوس څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په کوهاټ کې چې د کورمې فريقېنو ترمنځ کومه لوظنامه شوې د هغې جرګې ګډونوال به رابللی شي او د لوظنامې عملي کېدو په اړه به جاج اخستلی شي.
Forum